د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې له وینا څو ساعته وروسته چې د پام وړ برخهیې ایران ته ځانګړې شوې وه، د خلیج د همکاریو شورا له مشرانو سره په غونډه کې وویل چې له ایران سره د هوکړې ترلاسه کولو ته «ډېر تحرک» رامنځته شوی دی.
ډونالد ټرمپ په ورته وخت کې یو ځل بیا ګواښ وکړ چې که د «کلنګگزلا» غره تر ځمکې لاندې تأسیساتو کې د فعالیت نښې وویني، امریکا به «سمدستي» دغه ځای په نښه کړي.
ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د خلیج د همکاریو شورا له مشرانو سره په غونډه کې وکړې.
هغه د منځګړو له لارې له ایران سره شویو تماسونو ته په اشارې وویل، د هغه ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر له هغو منځګړو سره «خورا رغنده» لیدنې کړي چې له ایران سره په خبرو کې ښکېل دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خلیج د همکارۍ شورا له مشرانو سره په غونډه کې ویلي: "زه فکر کوم چې هوکړې ته د هغوی د رسېدو لپاره ډېر تحرک موجود دی. دا هغه څه دي چې موږ یې له ټولو اورو."
هغه هیله څرګنده کړې چې دغه هڅې به د شخړې د پای ته رسېدو سبب شي.
ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به اجازه ورنهکړي چې اټمي وسلې ترلاسه کړي او ویلي یې دي چې د ایران په اړه د امریکا د اقداماتو ډېره برخه هم د همدې هدف لپاره ده.
ټرمپ تر دې څو ساعته مخکې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې هم د یوه ایراني پلاوي له غړو سره د سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر د لیدنې یادونه کړې وه او ویلي یې و چې د دوی درې ساعته غونډه «خورا رغنده» وه.
له دې غونډې څو ساعته وروسته، سټیو وېټکاف په اېکسپاڼه کې په یوه پیغام کې د سېشنبې ورځې د تماسونو په اړه نور جزئیات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې د دواړو لورو خبرې د منځګړو له لارې ترسره شوې دي.
ویټکاف لیکلي "نن د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې، د منځګړو له لارې مو له ایراني پلاوي سره اوږدې خبرې وکړې. منځګړي د ورځې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ په تګ راتګ بوخت و".
وېټکاف زیاته کړې، دوی په بریالیتوب د خبرو یو پړاو پای ته ورساوه چې هیله لري رغنده او هیلهبخښونکی وي، منځګړي به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم د چهارشنبې په سهار ویلي، دغه تماس د «قطري منځګړي» له لارې ترسره شوی دی.
هغه ادعا کړې چې د دغو تماسونو هدف د ایران د شرایطو رسول و.
د نوموړي په وینا، په دغو شرایطو کې د ټولو جبهو د جګړې پای ته رسول، د امریکا د بریدونو درول، د سمندري محاصرې او اقتصادي جګړې پای او د ایران د شتمنیو ازادول شامل دي.