په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د یوې غونډې برخهوالو د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د بېلابېلو مذهبونو پر پیروانو فشارونه پای ته ورسوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د مذهبي ازادۍ د نړیوال کمېسیون له لوري په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ په انلاین بڼه دایره شوه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سلاکارې حنیفې ګیرووال وویل چې افغانستان له ډېرو وختونو د بېلابېلو مذهبونو او دینونو ګډ کور و او ټولو له یو بل سره سولهییز ژوند درلود، خو پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل او ورپسې کورنیو جګړو له کبله د ټولنې د نورو برخو په شان مذهبي زغم هم کمزوری شو.
دې زیاته کړه: "نن د طالبانو له بیا واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د مذهبي ازادیو یا عقایدو یو شدید بحران تجربه کوي، دا بحران د ځانګړي مذهبي اقلیت د تعقیب له حده اوړي. طالبانو په زیاتېدونکي ډول داسې سیستم جوړ کړی چې پر اساسیې چارواکي دا ټاکي چې د اسلام کوم تفسیر او تعبیر مشروع دی."
دې ټینګار وکړ، له هغه وخت راهیسې چې طالبان پنځه کاله مخکې بېرته واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ وضعیت خورا خراب شوی دی.
د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون چې د امریکا په مقننه قوه کې یو خپلواک دوه ګوندي بنسټ دی او په ټوله نړۍ کې د مذهبي ازادۍ دوامداره سرغړونې څاري، تر دې پخوا د نړۍ له هېوادونو غوښتي و چې د هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې له مذهبي ځورونو سره مخامخ دي.
د امریکا د مذهبي ازادیو د کمېسیون په غونډه کې د رواداري سازمان مشرې شهرزاد اکبر وویل چې طالبانو له ۲۰۲۱ څخه چې واک ته رسېدلي، د بېلابېلو مذاهبو پر پیروانو فشارونه زیات کړي او هڅهیې کړې چې نور حنفي مذهب ته راواړوي چې دې کار مذهبي ازادیو او مذهبي اقلیتونو ته سخت ګوزار ورکړی دی.
مېرمن اکبر زیاتوي: "طالبانو عملاً د غیر سني مسلمانانو، د مسیحیانو او هر بل سني مسلمان په شمول چې د دوی د رسمي اسلام له تقسیر سره تفاوت ولري، مذهبي ازادۍ لهمنځه وړې دي."
دې همداراز وویل، په ۲۰۲۶ کال کې طالبانو نوی جزايي قانون معرفي کړ چې یوازې سني مسلمانان د افغانستان د اتباعو په توګه پېژني.
ارشیف، په افغانستان کې په محرم میاشت کې د شیعیانو د ویر مراسم چې ځیني وختونه ویر کوونکو پر دوی د طالبانو له بندیزونو شکایت کړی دی.
د غونډې برخهوالو وویل، افغان ښځې او نجونې لا هم له عامه ژوند څخه منع دي چې په دې کې منځنۍ زدهکړې او مذهبي مراسم هم شامل دي.
دوی زیاته کړه چې د مذهبي لږکیو، لکه اسماعیلیه او شیعه مسلمانانو، عیسویانو او هندوانو پر مذهبي فعالیتونو لا هم سخت محدودیتونه لګېدلي دي.
د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې غړی او د دیني چارو کارپوه پروفیسور ډاکتر فضلالهادي وزین وايي، په افغانستان کې به د مذهبي اقلیتونو ستونزې تر هغو وي چې افغانستان بېرته د قانون حاکمیت ته ورونهګرځي او اساسي قانون ونهلري.
ښاغلي وزین زیاته کړه: "اساسي مشکل دا دی چې نن سبا په افغانستان کې نه اساسي قانون شته او نه نور قوانین نافذ دي، د قانون په نهشتون کې د خلکو نور حقونه لکه مذهبي ازادۍ هم له خنډ سره مخامخ کېږي، د ذوق او سلیقې پر اساس ورسره تعامل کېږي، نو ضروري ده چې افغانستان باید د قانون د حاکمیت خوا ته ولاړ شي."
ارشیف، د افغانستان د سېکهانو مراسم چې دوی ځیني وختونه له بېلابېلو بندیزونو شکایت کړی دی.
د امریکا د مذهبي ازادیو د کمېسیون په انلاین غونډه کې د افغان نجونو او ښځو د وضعیت یادونه هم وشوه.
دوی وویل چې لا هم له شپږم ټولکي پورته نجونې له زدهکړو محرومې دي.
پر مذهبي اقلیتونو د فشار په اړه د طالبانو حکومت تازه څه نهدي ویلي، خو تر دې مخکې د دوی ویاند ذبیحالله مجاهد څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو خلکو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین شوي دي.