د ریچارد بنېټ د مأموریت د غځېدو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ

د بخښنې نړیوال سازمان (امنستي انټرنشنل) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا او له غړو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ مأموریت وغځوي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۶۳مې غونډې په ترڅ کې، موږ لاسلیک کوونکي سازمانونه، له ټولو استازولیو څخه غوښتنه کوو چې په بشپړه توګه د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي د مأموریت د نوي کولو ملاتړ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه ځانګړي او پرله‌پسې راپورونه او اړوند پیاوړی متقابل ډیالوګ دوام ومومي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې د قومي، مذهبي او څنډې ته شویو ژبني ډلو او ټولنو د وضعیت په اړه یو ځانګړی اضافي راپور وړاندې شي او د وضعیت په اړه‌یې متقابل ډیالوګ ترسره شي.

د دې سازمان په خبره په پرېکړه‌لیک کې باید د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي مېکانیزم د ژر تر ژره فعاله کېدو غوښتنه هم وشي، هغه مېکانیزم چې دې شورا د تېر ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د یوه تاریخي پرېکړه‌‌لیک په تصویبېدو سره رامنځته کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ مأموریت د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د دې شورا له‌خوا د یوه کال لپاره تمدید شوی و.

د دې ۴۷ کسیزې شورا غړي به چې د سږنۍ غونډو بهیر یې په جینوا کې د سپټمبر له ۷مې پیل شوی او د اکټوبر تر ۷مې پورې دوام کوي، د اکټوبر په لومړیو کې په دې اړه بحث وکړي.

ریچارډ بنېټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل ځانګړی راپور له مخکې دې شورا ته وړاندې کړی دی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به د هغه پرېکړه‌لیک پر مسودې بحث وکړي چې د اروپایي ټولنې له‌خوا وړاندې شوی دی.

د دې پرېکړه‌لیک په مسوده کې د ریچارډ بنېټ د مأموریت د نوي کولو غوښتنه شوې ده.

پوښتنه دا ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو چې ورځ تر بلې خراب شوی او نه‌یوازې چې پر هغوی د لګول شویو سختو محدویتونو لړۍ نه‌ده درېدلې، بلکې هغه ورځ تر بلې پراخه شوې، د ریچارډ بنېټ مأموریت څه اغېز لرلی دی او غځېدل به‌یې په دې هېواد کې په څه ډول د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي؟

ارشیف، د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو ضد د یو شمېر ښځو او نجونو اعتراض

دا پوښتنه مو په سویډن کې مېشتې د بشري حقونو له فعالې نجیبې سنجر څخه وکړه.

نوموړې وایي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د مأموریت غځېدا له دې اړخه هم ډېر مهم دی چې نړیوال د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت هېر نه‌کړي: "په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره د ریچارډ بنېت د مأموریت دوام ډېر مهم دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې. نوموړي په دې موده کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړې او د ښځو او قربانیانو غږ یې نړیوالې کچې ته رسولی دی. د دغه مأموریت دوام کولای شي مرسته وکړي چې د افغانستان د ښځو وضعیت هېر نه‌شي او نړۍ له دې وضعیت سره عادي چلند ونه‌کړي، بلکې نړیواله ټولنه لا هم د دې وضعیت پر وړاندې ځواب ویونکې پاتې شي. البته، بنېټ په یوازې ځان د بدلون راوستلو توان نه‌لري، خو د هغه راپورونه او مستندات کولای شي د نړیوال فشار او لا زیاتې حساب ورکونې لپاره زمینه برابره کړي. له همدې امله، زما په نظر، د دغه مأموریت دوام ډېر زیات اهمیت لري."

په هغه ګډ غوښتنلیک کې چې د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د سپټمبر په ۱۸مه پر خپله وېب‌پاڼه کې خپور کړی، د بشري حقونو او مدني ټولنې په ګډون د افغانستان او نړۍ نږدې ۱۰۰ سازمانونو او بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي مأموریت وغځوي او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت څارنه جاري وساتي.

د دغه غوښتنلیک اکثره لاسلیک کوونکي د افغانستان سازمانونه او بنسټونه دي او د امنستي انټرنشنل، هیومن رایټس واچ او د شکنجې ضد نړیوال سازمان په ګډون اووه نړیوال سازمانونه هم په‌کې شامل دي.

دغو سازمانونو ویلي چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د ځانګړو راپور ورکوونکو او متقابل ډیالوګ لړۍ باید دوام ومومي، دوی همدارنګه د قومي، مذهبي او ژبني لږکيو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور د چمتو کولو ترڅنګ د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي مېکانیزم د ژر فعاله کېدو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو مدافعو ټولنو او بنسټونو ټینګار کړی چې افغان ښځې، د ښځو د حقونو مدافعانې او له افغانستان دننه ښځې باید د افغانستان په اړه په نړیوالو بحثونو کې مستقیم او فعال حضور ولري.

د دوی په خبره په داسې حال کې چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پراخېدو او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هڅې روانې دي، مهمه ده چې په دې هېواد کې د بشري حقونو پر وضعیت نړیواله څارنه دوام ومومي.