خبرونه
د م.م. د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي
د ملګروملتو د بشري حقونو شورا به نن (دوشنبه) په جینیوا کې په خپله ۶۳ مه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ دې غونډې ته د افغانستان د بشری حقونو د وضعیت به اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې له جوړېدا وروسته په دې برخه کې د څو اړخیزو نړیوالو بحثونو پر یوه مهم فورم بدله شوې ده.
د بشري حقونو نړیواله شورا د افغانستان د وضعیت په ګډون د هغو هېوادونو لپاره چې خلک یې له جدي سرغړونو او د ظلمونو له خطر سره مخ دي، د څار، راپور ورکولو او نړیوال فشار له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپا ښايي د اوکراین د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو پوتین د جوړجاړي لپاره چندان لیوال ندی
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي وايي، روسیې منلې چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په راتلونکو خبرو کې اروپايي هېوادونه هم ګډون وکړي.
د ټرمپ استازي جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۱۹پر اېکسپاڼه لیکلي چې له روسي، اوکرایني او اروپايي چارواکو سره له درې ورځنیو خبرو وروسته، دواړو خواوو منلې چې د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې به اروپايي استازي هم ګډون وکړي.
دا پرمختګ وروسته له هغه اعلان شو چې د لړم په ۱۷ او ۱۸ د امریکا، روسیې او اوکراین استازو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې دوه ورځنۍ خبرې وکړې.
خو د سولې پر وړاندې لا هم لوی خنډونه شته. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د څلورو سیمو د بشپړ کنټرول غوښتنه کوي او په دغه هېواد کې د بهرنیو سوله ساتو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت لري.
بلخوا، اوکراین د خپلې خاورې له پرېښودو سره مخالفت کوي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اوربند او د باور وړ امنیتي ضمانتونو غوښتنه لري.
افغان او روسي شرکتونو د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي
د افغانستان او روسیې خصوصي شرکتونو د اقتصادي همکاریو په برخه کې د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۲۰ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړه لیکونه کابل ته د روسیې د صدراعظم د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي دي.
دغه هوکړه لیکلونه افغانستان ته د درملو او خوراکي توکو د واردولو، روسیې ته د تازه مېوو د صادرولو او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه دي.
بلخوا، د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له روسي شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د کانونو، تېلو او ګازو په استخراج کې پانګونه وکړي.
روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
ایران ادعا کوي چې په بحرین کې یې د امریکا یو پوځي رادار په نښه کړی
د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د پوځ د مخکېني خبرداري یو رادار په نښه کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، راپور ورکړی چې سپاه پاسداران دغه ادعا شوی برید د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ کې پر یوه مخابراتي برج د ادعا شوي هوايي برید په غبرګون کې بللی دی.
د رویټرز په وینا، دا د سپټمبر له لومړیو راهیسې لومړی ځل دی چې ایران د خلیج په یوه هېواد کې د امریکا پر پوځي تجهیزاتو د برید ادعا کوي.
تر اوسه د امریکا او بحرین چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او د ایران د سپاه پاسداران دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېسټ لوبه نن پیلېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېسټ لوبه نن جمعه، د لړم په ۲۲ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه، چې د لړم تر۱۹ پورې یې دوام وکړ، له ګټونکي پرته مساوي پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې زیمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ او افغانستان ۵۱۴ منډې جوړې کړې وې. زیمبابوې په دویمه پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۵۲۳ منډې جوړې کړې وې.
د روسیې د صدراعظم مرستیال په کابل کې له عبدالغني برادر سره ولیدل
د روسیې د صدراعظم مرستیال، الکسي اوورچوک، د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» کابل ته تر رسېدو وروسته د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.
د طالبانو د حکومت د یوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او په ګډو اقتصادي پروژو کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړ چې ۷۰ روسي سوداګر کابل ته د روسیې د مرستیال صدراعظم د سفر ملګري و.
روسیه د نړۍ یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومتیې په رسمیت پېژندلی دی.
په واشنګټن کې ډزې؛ یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي
د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د پنجشنبې په سهار «د نومبر په ۱۲مه» په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
«اېنبيسي» ټلوېزیون د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې پېښه د لوګن سرکل په سیمه کې، یوه ورزشي کلب ته نږدې او له سپینې ماڼۍ څخه شاوخوا یو نیم کیلومتره واټن کې شوې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، شکمن کس په یوې ودانۍ کې سنګر نیولی و او امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه.
خو کله چې له دننه د ډز غږ واورېدل شو پولیس ودانۍ ته ننوتل او هلتهیې مشکوک کس وموند چې په خپل ډز ټپي شوی دی.
د مشکوک کس وضعیت نهدی معلوم، خو «اېنبيسي» او «فاکسنیوز» راپور ورکړی چې مړ شوی دی.
د ډزو انګېزه لا هم نهده روښانه شوې.
د عمران خان دوه خویندې له زندانه خوشې شوې
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان دوه خویندې، عظمی خان او نورین نیازۍ، د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» له څو اوونیو بند وروسته له زندانه خوشې شوې دي، خو درېیمه خور یې، علیمه خان، لا هم په زندان کې ده.
د هغوی وکیل مدثر عمر ویلي چې دغه دوه خویندې په لاهور کې له یوه زندانه وروسته له هغې خوشې شوې چې د هغوی د نیولو حکم وځنډول شو.
د پاکستان حکومت ویلي و چې هغوی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلان شوي لاریون په درشل کې د امنیتي اندېښنو له امله نیول شوې وې.
خو دغه لاریون ترسره نهشو.
د عمران خان دا دوه خویندې یوه ورځ وروسته له هغې خوشې شوې چې نوموړی د سترګو د ستونزې او د وینې د لوړ فشار د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.
عمران خان او مېرمنیې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دي وايي چې د اداري فساد تورونه چې پرې لګېدلي، سیاسي انګېزه لري، خو د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي.
په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې
په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» راټیټې شوې.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برنټ تېلو د یوې بوشکې بیه ۹۲ ډالرو او ۳۹ سېنټو ته راکمه شوې او د امریکا د خامو تېلو بیه هم یوه بوشکه ۸۶ ډالرو او ۱۶ سېنټو ته راښکته شوه.
د اوپکپلس غړو هېوادونو لهخوا د تېلو د تولید زیاتوالی او د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو د کمېدو په اړه هیلې د بیو د راټیټېدو له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.
خو د تېلو نړیواال بازار لاهم د جګړو د دوام او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د اختلال د اندېښنو تر اغېز لاندې دی.
د روسیې د صدراعظم مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ نن کابل ته ولاړ
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکسياڼه کې کابل ته د الکسي اوورچوک د رسېدو خبر خپور کړی او ویلي یې دي د هغه د سفر هدف له افغانستان سره د روسیې د تحارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا او د طالبانو له چارواکو سره خبرې دي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د روسیې د صدراعظم د مرستیال هرکلی وکړ.
روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده او له هغه راهیسې یې ورسره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
ترمپ: له ایران سره په جګړه کې د امریکا هدف بشپړه بری دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن کې د امریکا د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مراسمو کې وویل، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د «بشپړې سوبې» غوښتونکې ده.
ټرمپ زیاته کړه، د امریکا د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو بیارغونه ښايي ۲۵ کاله وخت ونیسي. هغه همداراز وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له ۱۹۷۹ کال راهیسې له امریکا سره په جګړه کې دی.
ټرمپ په وروستیو ورځو کې پر ایران د پراخو پوځي بریدونو پر ځای د سمندري کلابندۍ او اقتصادي فشارونو دوام غوره بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه فشارونه اغېزمن بللي دي.
په همدې حال کې، په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور پیاوړی شوی او قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د «نه جګړې، نه سولې» د وضعیت دوام د کښتۍ چلونې، د انرژۍ د تولید او د سیمې د زیربناوو د بیارغونې پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کوي.
د ایران د بندرونو سمندري کلابندي د چنګاښ له ۲۳مې او له اقتصادي پلوه د دغه هېواد د «ځپلو» عملیات د وږي له درېیمې راهیسې روان دي. د دغو اقداماتو هدف د ایران د تېلو د صادراتو او مالي سرچینو محدودول دي.