یوه افغانه نجلۍ چې ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو د حکومت له خوا زندان ته اچول شوې وه له ازادي راډیو سره د زندان د مودې له ترخو تجربو یادونه وکړه.
هغې چې د نوم له خپرولو یې ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا شل شپې د دې لپاره د طالبانو استخباراتو بندي کړې وه چې د یوه طالب چارواکي عکس یې له یوې ښځې سره رسټوانت کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال اخیستی و او بیا یې پر خواله رسنیو خپور کړی و.
هغې زیاته کړه:
د وسلو په کنداغونو یې د شا په تختې، لاسونو پښو او حتی جنسي ځایونو کې وهل راکولد طالبانو له خوا بندي شوې ښځه
هغه زیاتوي: «د طالبانو زندانونو کې په مختلفو تورونو نیول شوي کسان وهل ټکول او شدیده شکنجه کېږي، هڅه کوي چې هغه تورونه درباندې ومني چې طالبانو په ناحقه درباندې لګولي، زما د تجربې له مخې چې ووایم ډېره بده شکنجه کېږي...خو له بده مرغه هېڅوک د افغان نجونو او ښځو غږ نه اوري.»
د افغان معترضو ښځو د یوې ډلې مشره او د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي هم وایي چې د طالبانو د زندان درې میاشتنۍ تجربه لري.
دې ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې په شدیده توګه شکنجه او ځورول شوې ده:
«دې موده کې چې زه بندي ومه، د زندان مسولینو ډېر ناوړه چلند راسره کاوه، ویل چې په سړکونو به دې غږونه نه کول چې ته یې زندان ته نه راوستې، د تحقیق وخت کې یې ډېره ځورولم، ویل یې چې د جمهوریت د وخت [فاحشه یې]، هغه مهال ازاده وې او اوس چې دا حکومت درنه حجاب غواړي نه غواړې او مظاهره کوې، زما خونه به تل لنده وه، څوکیو کې یې خلک کېنول او لاسونه یې شا ته ور ولچک کول، یو یو نیم ساعت به خلک له چټ ځوړندېدل، څوک چې شکنجه کېدل، پر مخ یې کڅوړه ور اغوسته او د اوبو په سطل کې سر ورغوټه کاوه.»
دغو ښځو چې له ازادي راډيو سره خبرې کړي پر هغو د جنسي تېري یادونه نه ده کړې خو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا راپور ورکړی چې دوی په بېلابېلو هېوادونو کې د جګړو په سیمو کې د جنسي تاوتریخوالي د پېښو ثبتولو پر ترڅ کې په افغانستان کې هم له ښځو سره د طالبانو د حکومت د جنسي تاوتریخوالي بېلابېلې قضیې ثبتې کړې دي.
امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۸مه پر خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دې سازمان مرستندویه ماموریت (یوناما) د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر ډسمبر پورې د طالبانو د چاواکو او امنیتي ځواکونو لخوا پر افغان ښځو او نجونو د جنسي تاوتریخوالي اړوند ۲۱ پېښې ثبت کړې دي.
دې سازمان ویلي چې په دې پېښو کې د جنسي تیریو موارد، جنستي ډله ییز تیري، جبري ودونو او جبري بربنډولو پېښې شاملې دي چې ۱۵ یې د ښځو او ۶ د نجونو اړوند دي.
دې راپور کې ټینګار شوی چې د جبري ودونود بندیز په اړه د طالبانو د حکومت د مشر د فرمان سربېره چې په ۲۰۲۱ کال صادر شوی، په ټکو یې بیا هم د طالبانو چارواکو په دې ډول کړنو لاس پورې کړی دی.
هڅه مو وکړه د ملګرو ملتونو د دې راپور او څرګندونو اړوند د طالبانو حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
خو تر دې وړاندې د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ازادي راډیو سره خبرو کې ورته مسایل او ادعاوې رد کړي او ویلي و چې په هېڅ زندان کې په ځانګړې توګه ښځې شکنجه کېږي نه، او دوی په دې اړه د خپل مشر د فرمان د تطبیق څارنه کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور کې د معترضو افغان ښځو خپل سرو نیونو، او بندي شویو ښځو سره د جنسي تاوتریخوالي او د دوی شکنجو ته هم اشاره شوې ده .
په راپور کې دا یادونه هم شوې چې د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د «ظالمانه» پالیسو تطبیق ته دوام ورکړی دی.
دغه سازمان پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د جنسي تاوتریخوالي ټول عملونه ودروي او ټولې هغه پالیسۍ او قوانین لغوه کړي چې د ښځو او نجونو ازادۍ او حقونه نقضوي.
راپور کې دا هم ویل شوي چې افغان ښځې عدالت ته له لاسرسی هم راګرځول شوي او د بودجې د کمښت له امله، له سلګونو دوی د ملاتړ خدمتونه هم پرې شوي دي.
د یادونې ده چې تر وړاندې د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم په بېلابېلو غونډو کې دغه شان د بشري سازمانونو او فعالانو او د طالبانو د زندان تجربه لروونکو مېرمنو ورته ادعاوې مطرح کړې وې چې ګوندي د طالبانو له شدیدو او غیر انساني چلندونو، شکنجو او حتي جنسي ځورونو او تیرو سره مخ شوې دي، هغه ادعاوې چې طالبانو تل رد کړي دي.