په افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر ښوونځنیو د طالبانو د حکومت د بندیز ټیک پنځه کاله پوره شول.
همدغو پنځو کلونو د میلیونونه افغان نجونو د ټول عمر هیلې په اوبو لاهو کړې دي.
له ښوونځیو راګرځول شوې نجونې لاهم د ښوونځیو پرانیستو ته په تمه دي، خو دې چاره کې د طالبانو د حکومت لهخوا د عملي ګامونو هېڅ څرک نه لیدل کېږي،
"زه دومره له درسونو او مکتب سره علاقه لرم که تاسې ته څومره ووایم، نهپوهېږم پوه به شئ کنه."
دا له زدهکړو راګرځول شوې حسنا وردک ده.
هغه په یولسم ټولګي کې وه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې.
حسنا ازادي راډيو سره خبرو کې وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د خوشحالۍ یوازنی لامليې د ښوونځي دورې یادونه وو.
د ښځو پر کار او زدهکړو د طالبانو حکومت بندیزونو ته د یو شمېر ښځو اعتراض
هغې ازادي راډيو ته وویل: "کالي، څادر، د مکتب بکس او په ښوونځي پورې تړلي ټول شیان مې ښه ساتلي دي، تصادفاً د ښوونځي په اخره ورځ، یوې همصنفۍ مې په بکس راته امضا وکړه، مور مې په ځلونو راته وویل چې دا ومینځه، خو زه ورته وایم په دې بکس مې د مکتب خاورې پرتې دي او نهغواړم چې پاکې شي."
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۷مه له شپږم ټولګیو پورته ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.
پرون پنجشبنه د (سپټمبر ۱۷مه) له دې بندیزه پنځه کاله پوره شول.
حسنا لا هم په تمه ده چې وبه کولای شي بېرته ښوونځي ته ستنه شي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې ولیکل چې "پنځه کاله کېږي افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد دی چې له شپږم ټولګیو پورته نجونې پهکې له زدهکړو محرومې شوې دي".
د بنېټ په ټکو "دې بندیز یوازې د نجونو رواني روغتیا نهده اغېزمنه کړې، بلکې د نجونو او د ټول افغانستان نن او راتلونکی يې اغېزمن کړی دی".
ثریا بصیرت بله له زدهکړو راګرځول شوې زدهکوونکې ده.
هغه وايي، پر زدهکړو بندیز او ښوونځي ته نهتګ، پر رواني او روحي ناروغیو اخته کړې.
اغلې بصیرت ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "طبعاً چې پر زدهکړو له بندیز وروسته نجونې په رواني او روحي ناروغیو اخته شوي او زه یوه له هغو یم. ډېرې سختې او بدې ورځ راباندې راغلې، داسې ورځ او اوونۍ چې ډېپرېشن سره مخ وم."
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق یونیسف وايي، په تېرو پنځو کلونو کې ۲،۶ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي.
بل پلو، د چهارشنبې په ورځ د (سپټمبر ۱۵مه) د ملګرو ملتونو په ناسته کې د یو شمېرو هېوادونو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه وغندل.
په دې ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو استازي مایک والټز په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر نقض سختې نیوکې وکړې او ویېویل: "دا یو لوی توپیر دی چې طالبان په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو په خپل هېواد کې ښځو ته اجازه نهورکوي چې له دې سازمان سره کار وکړي."
په دې اړه نور:
لسګونو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې سمدستي د ښځو په حقونو بندیزونه لرې کړيهغه وړاندې وویل چې "په افغانستان کې د یوې پېشو ازادي او حقونه له یوې افغانې ښځې ډېر دي".
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون په خپل راپور کې وویل چې "طالبانو د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو په اړه د افغانانو او نړیوالې ټولنې اندېښنو ته مثبت ځواب نهدی ورکړی".
هغې وړاندې وویل "پر افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه دوام لري او د ټولنې له بېلابېلو برخو، حکومت او عامه ژونده لیرې ساتل شوې دي".
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په ځلونو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې يې د ښځو او نجونو حقونه تأمین کړي دي.
طالبانو پر زدهکړو د بندیز په پیل کې ویلي و چې دا بندیز تر امر ثاني دی او د شرایطو تر برابرېدو به ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي وي.
د پنځو کلونو په تېرېدو سره لا هم د نجونو د ښوونځيو موضوع ګونګه پاته ده او د پرانیستو هېڅ ښکاره څرکیې نهمعلومېږي.