د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي "په وړو بېړیو کې دغه هېواد ته په ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي".
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د (اګسټ ۲۷مه) پر خپلې رسمي وېبپاڼې لیکي چې "د روان کال تر جون میاشتې څه باندې ۳۳ زره کډوال په غیر قانوني ټوګه د وړو کښتیو په وسیله بریتانیا ته راغلي دي".
د وزارت په ټکو "په ورغلیو کډوالو کې ۱۸ سلنه اریتیریان، ۱۲ سلنه سومالیان او ۱۱ سلنه ایرانیان شامل دي".
افغانان بریتانیا ته د ورغلیو کډوالو درېیمه لویه برخه جوړوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي، "د تېر کال په پرتله دې هېواد ته د ورغلیو کډوالو په شمېر کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی".
د دې وزارت د معلومات له مخې "د تېر په پرتله د افغان کډوالو په شمېر کې ۳۷ سلنه او د ایرانیانو په شمېر کې ۱۷ سلنه کموالی راغلی دی".
د بریتانیا حکومت وايي، د انساني قاچاق د شبکو پر ضد له اروپايي هېوادونو سره همکاري د کډوالو د شمېر په کمېدو کې مرسته کړې، خو د "ریفورم بریتانیا" په نوم ګوند بیا باور لري چې دا کموالی تر ډېره د هوا له شرایطو سره تړاو لري.
ارشیف، له فرانسې نه بریتانیا ته اوښتونکي غیر قانوني کډوال
په بریتانیا کې مېشت یو شمېر افغان کډوال بیا وايي، د کډوالۍ د قوانینو سختول او د کډوالو ډیپورټ ښايي بریتانیا ته د کډوالو ورتګ کم کړی وي.
بریتانیا ته په وړې کښتۍ کې تللی یو افغان وايي چې پولیسیې بېرته فرانسې ته ډیپورټ کوي.
هغه چې نهغوښتل نومیې په راپور کې واخیستل شي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په وړه کښتۍ کې بریتانیا ته راغلم، د اسنادو له بررسۍ وروستهيې راته وویل چې بېرته دې فرانسې ته ډیپورټ کوو."
خو په لندن کې مېشت افغان وکیل محمد ابراهیم خان وايي، که څه هم د بريتانیا او فرانسې ترمنځ د کډوالو د ډيپورت هوکړه شته، خو پناه غوښتونکي ته حق ورکول کېږي څو ثابته کړي چې په بریتانیا کې د پاتې کېدو حق لري.
د هغه په ټکو، "په وړو کښتیو کې له فرانسې راغلي کډوال ځکه د پولیسو لهخوا نیول کېږي څو د غیر قانوني سفرونو او قاچاقبرۍ مخه ونیول شي، کډوال د پولیسو په توقیف کې وکیل، ترجمان، روغتیايي خدمتونو او نور د اړتیا وړ امکاناتو ته د لاسرسي حق لري".
دی زیاتوي چې فرانسې ته د کډوالو ډیپورټ د فرانسې له هوکړې وروسته ترسره کېږي.
هغه وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې که چېرته د کډوالو د اسنادو پروسس او د پناه د اساس پوښتنه ونهشي او کډوال ډیپورټ شي، دغه کړنه غیر قانوني ده.
ارشیف، د فرانسې په یوه کمپ کې غیر قانوني افغان کډوال
فرانسې ته ډیپورټ کېدونکی افغان کډوال وايي چې په وړو کښتیو کې د سفر له خطرونو سربېره، په بریتانیا کې د غیر قانوني کډوالو د قبولۍ چانس ډېر کم دی.
د هغه په ټکو، "په بریتاینا کې په غیر قانوني لارو ورغلیو کډوالو ته «د ښې کړنې تر پوښتنې لاندې یا Good Character in Question» اصطلاع کارول کېږي چې د کډوالو د قبولۍ پروسه ډېره ستونزمنوي.
مدافع وکیل ابراهیم خان وايي، په غیر قانوني لارو راغلي کډوال په اسانه د بریتانیا تابعیت نهشي ترلاسه کولای.
د هغه په خبره، "په دې برخه کې قوانین ډېر واضح دي، داسې کسانو ته پاسپورټ نهورکول کېږي او غوښتنهيې رد کېږي، خو دا په دې معنی نهده چې د کورنیو چارو وزارت د یو کډوال د پاتې کېدو ځیني ځانګړي دلایل په نظر کې ونهنیسي او پرېکړه وکړي".
په لندن کې مېشت یو بل افغان کډوال وايي چې په بریتانیا کې د اسنادو او قبولۍ اخیستل د پخوا پرتله ډېر ستونزمن شوي دي.
رمضان چې په ۲۰۲۳ کال کې په قاچاقي لارو ځان بریتانیا ته ورساوه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "درې کاله مې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره انتظار وکړ. له افغانستانه مې تر لندنه په قاچاقي لارو سفر دوه کاله وخت ونیوه، خو درې کاله نور مې صبر وکړ چې په بریتانیا کې پنځه کلن اسناد ترلاسه کړم."
هغه وړاندې ازادي راډیو ته وویل، کله چې په ۲۰۲۳ کال کې بریتانیا ته ورسېده، د پناه غوښتنهیې وکړه چې دې قضیې یې درې نیم کاله وخت ونیوه او یوه ډېره ستونزمنه پروسه وه.
ارشیف، په کوچنیو کښتیو کې د بریتانیا پولې ته رسېدلي یو شمېر غیر قانوني کډوال
په قاچاقي لارو بریتانیا ته تللي افغان کډوال په داسې حال کې د قبولۍ له سختو شرایطو سر ټکوي چې دغه هېواد په قانوني لارو د افغان کډوالو د ورتګ ټولې لارې تړلې دي.
د بریتانیا حکومت د روان کال په مارچ کې افغان محصلینو ته هم د ویزو ورکړه لغوه اعلان کړه.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و "په تحصیلي ویزو راغلي محصلین په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کوي".
بریتانوۍ تلګراف ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د زدهکوونکو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ پنځه چنده زیات شوي دي.
بل پلو، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود سږکال د کډوالو د اسنادو د پروسس او قبولۍ په برخه کې لوی بدلونونه وړاندیز او رامنځته کړل.
اوسمهال په بریتانیا کې د دایمي پاتې کېدو معیاري موده له پنځو کلونو څخه ۱۰ کلونو او د هغو کډوالو لپاره چې د بریتانیا له مالي مرستو ګټه اخلي د دایمي اسنادو اخیستلو احتمالي موده تر ۲۰ کلونو غځېدلې ده.
په انګلیسي ژبې پوهېدل، په جنايي جرمونو کې نهښکېلتیا او د پورونو نهدرلودل په بریتانیا کې د دایمي اسنادو د اخیستو له عمده شرایطو څخه دي.