د بېپولې خبریالانو سازمان د طالبانو د واکمنۍ د پنځه کلنۍ په درشل کې وايي چې دوی د خبریالانو پر وړاندې د ځپونکو اقداماتو لړۍ ته دوام ورکړی دی.
یاد سازمان وايي، طالبانو په ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنېدو وروسته، د مطبوعاتو د ازادۍ د محدودولو لپاره د هېواد په کچه له ۲۰ څخه زیات فرمانونه او د ولایتونو په کچه یې هم ګڼ نور فرمانونه صادر کړي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان وايي، د رسنیو فضا ورځ تر بلې محدودېږي، پر دې رژیم انتقاد او سیاسي بحثونه منع شوي، ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول هم منع شوي دي.
د رسنیو فضا ورځ تر بلې محدودېږي.
یاد سازمان وايي، د هغو لارښوونو، فرمانونو او شفاهي امرونو لړۍ چې د طالب چارواکو له خوا په لیکلې بڼه یا شفاهي ابلاغېږي، د افغانستان د رسنیو چاپېریال یې سخت محدود کړی دی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) رئیس، حامد عبیدي، د بېپولې خبریالانو د راپور په هکله ازادي راډیو ته وویل چې د یاد سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د شاخصونو له مخې، افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې راځي چې د مطبوعاتو ازادي په کې د ډېرې اندېښنې وړ ښودل شوې ده: "کور دننه انتقادي ژورنالیزم شتون نهلري، انتقادي ژورنالیزم جرم ګڼل کېږي، اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر سخت شوی دی او خبریالان د وېرې په فضا کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي."
ارشیف، دوه هغه خبریالان چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې طالبانو خوشې کړل او د هغوی له لوري سخت ډبول شوي و.
بلخوا، افغان خبریاله مینه اکبري د بېپولې خبریالانو د سازمان دغه راپور مثبت او افغان خبریالانو ته هیلهبښونکی ګڼي.
هغه وايي، په افغانستان کې په رسنیو دومره فضا تنګه شوې چې خبریالان حتی په خواله رسنیو کې هم د زړه خبره نهشي کولای: "پر دوی باندې داسې څه هم تحمیل کېږي چې حتی دوی حق نهلري. په رسنیو کې خو نهشي کولای چې حقایق ووایي، پر خپلو شخصي اکاونټونو، لکه فېسبوک، ټویټر (اېکس)، انسټاګرام او نورو خواله رسنیو باندې که چېرې نقد کوي، یا وړاندیز کوي، یا د اوسني حکومت په هکله یوه خبره کوي، د طالبانو له ډارهیې نهشي کولای."
د بېپولې خبریالانو سازمان وايي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په منظمه توګه افغانستان د معلوماتو په یوه زندان بدل کړی دی، هر نوي فرمان د خبریالانو او خپلواکو رسنیو لپاره فضا لا تنګه کړې، پر نیوکو بندیز لګېدلی او طالبانو سانسور په رسمي ډول قانوني کړی دی.
ښځینه خبریالانې تقریباً له رسنیو حذف شوې دي
یاد سازمان وايي، ښځینه خبریالانې تقریباً له رسنیو حذف شوې دي، د رسنیو د مسلکي کسانو په مجرم پېژندلو سره، د طالبانو چارواکو هڅه کړې چې د معلوماتو پر بهیر بشپړ کنټرول ولري.
ارشیف، په افغانستان کې د طالبانو له لوري په یو شمېر ټولنیزو رسنیو او وېب سایټونو بندیز.
د بېپولې خبریالانو سازمان له طالبانو غواړي چې ټول هغه قوانین او مقررات لغوه کړي چې د رسنیو ازادي محدودوي او زیاتوي چې په سلګونو افغان خبریالان د دې ځپنې څخه د تېښتې، د خپل ژوند د ژغورلو او د خپل کار د دوام لپاره اړ شوي چې له هېواده ووځي.
سلګونه افغان خبریالان د ځپنې څخه د تېښتې، د خپل ژوند د ژغورلو او د خپل کار د دوام لپاره اړ شوي چې له هېواده ووځي.
دې سازمان همدارنګه له هغو هېوادونو چې د رسنیو کارکوونکو تهیې پناه ورکړې، غوښتي چې دغه خطرونه درک کړي، د خبریالانو له جبري ستنولو ډډه وکړي او د هغوی خوندیتوب تضمین کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بېپولې خبریالانو د سازمان د دغه راپور په هکله کوم غبرګون نهدی ښودلی، خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت ملاتړ ته ژمن دي.