تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۳

خبرونه

د بې پولې خبریالانو ټولنه: په نړۍ کې د ټولو کډواله شویو خبریالانو نیمايي افغانان دي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، هېڅ بل هېواد د افغانستان په اندازه د خبریالانو د وتلو شاهد نه دی.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د کډوالو له نړیوالې ورځې سره هممهاله په خپل تازه راپور کې افغانستان د «خبریالانو د جلاوطنۍ نړیوال مرکز» بللی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د ګواښونو، نیونو یا د مرګ له خطر سره د مخامخېدو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.

د راپور له مخې، دا شمېر د هغو ۱۴۶۸ خبریالانو نژدې نیمایي برخه جوړوي چې د بې پولې خبریالانو ټولنې په دې موده کې د خپلو هېوادونو له پرېښودو وروسته ورسره مرسته کړې ده.

راپور زیاتوي چې دغه افغان خبریالان اوس په ۲۸ هېوادونو کې مېشت دي او افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ په تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، په همدې موده کې ۱۶۰ روسي او ۱۰۱ میانماري خبریالانو هم د دې سازمان ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د سازمان په وینا، دا شمېرې ښيي چې افغان خبریالان لا هم د رسنیزو فعالیتونو له امله له جدي ګواښونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو د یوه پخواني امنیتي چارواکي الله ‌داد فدايي نیول کېدل تایید کړل

الله داد فدایي. انځور له ټولنیزو رسنیو
الله داد فدایي. انځور له ټولنیزو رسنیو

د طالبانو حکومت تایید کړه چې د جمهوریت د مهال امنیتي چارواکی الله ‌داد فدايي، چې د اعتراف یوه ویډیو یې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د دوی په توقیف کې دی.

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې نن سې شنبې، د لړم په ۱۹مه، ازادي راډیو ته یوازې د نوموړي توقیف تایید کړ، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

په دې وروستیو کې طالبانو ته نږدې رسنیو د الله ‌داد فدايي یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړی پکې ظاهراً د طالبانو په بند کې اعتراف کوي چې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان له متحدې جبهې سره یې په لغمان او نورستان ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د بریدونو پلان جوړ کړی و.

دا نده څرګنده چې له نوموړي څخه دا اعتراف په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.

د افغانستان متحدې جبهې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې منلې چې الله ‌داد فدايي د دې جبهې یو باوري قوماندان و، خو ټینګار یې کړی چې نوموړي تر اوسه د دوی په استازولۍ د طالبانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه نه وه اخیستې. د دې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي چې د فدايي د خوشې کولو لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.

الله ‌داد فدايي د جمهوریت پر مهال د څو ولایتونو امنیه قوماندان پاتې شوی او د نیول کېدو راپورونه یې د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې خپاره شوي وو.

ولسمشر ټرمپ وايي د دفاع د وزیر پر ځای دې د افغانستان او عراق جګړې مسوولین استیضاح شي

ولسمشر ټرمپ د دفاع له وزیر پيټ هیګسټ سره
ولسمشر ټرمپ د دفاع له وزیر پيټ هیګسټ سره

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع د وزیر پيټ هیګسټ د استیضاح په درشل کې د هغه دفاع کړې ده.

ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د پيټ هیګسټ پر ځای دې هغه کسان استیضاح شي چې د ده په خبره د افغانستان، عراق او ویټنام جګړه یې مخته وړله.

هغه دا جګړې ناکامه بللي. خو ویلي یې دي چې پيټ هیګسټ د وینزویلا او ایران جګړې وګټلې.

د امریکا د استازیو جرګې جمهوري غوښتونکي استازي توماس مسي د دفاع د وزیر پيټ هیګسټ د استیضاح طرحه وړاندې کړې او استدلال کوي چې پيټ هیګسټ د کانګرس له قانوني اجازې پرته د ایران جګړه مخته وړې او د دفاع د وزیر په توګه له خپلو واکونو پورته تللی.

ټرمپ پخوا هم د افغانستان جګړه او له هغه ځایه د راوتلو بهیر ګډوډ او ناکام بللی و خو پخواني ولسمشر جوبایډن ویلي و چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره متعهده و او نه یې غوښتل بل ولسمشر ته دا پروسه پریږدي.

د سکاټلنډ د کرکټ اداره وايي له افغانستان سره لوبې نه کوي

د افغانستان او سکاټلنډ یوه پخوانۍ لوبه
د افغانستان او سکاټلنډ یوه پخوانۍ لوبه

د سکاټلنډ د کرکټ ادارې اعلان کړی چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوبو پرته له افغانستان سره نړیوالې سیالۍ نه کوي.

دغې ادارې پرون په خپله اعلامیه کې ویلي چې د بورډ مشرانو یې دا پرېکړه «د کرکټ په ورزش کې د ښځو او نجونو د ګډون او پرمختګ» تګلارې ته په کتو کړې ده.

«کرکټ سکاټلنډ» ویلي د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره د کرکټ د نړیوالې شورا له لړیو پرته چې د یادې شورا د قوانینو او مقرراتو په اساس تنظیمیږي له هر ډول دوه اړخیزو، درې اړخیزو او تمریني لوبو ډډه کوي.

په بیان کې زیاته شوې تر هغو دا پریکړه پر ځای ده چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ او په لویه کې د بشري حقونو په وضعیت کې بدلون نه وي راغلی.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د نړۍ ځینو نورو ټیمونو له هغې ډلې اسټرالیا او انګلستان هم له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو څخه ډډه کړې خو په نړیوالو جامونو کې یې لوبې ورسره کړي.

د افغانستان ښځو ته د «چاټم هوس» ۲۰۲۶ کال جایزه ورکړل شوه

چاټم هوز کې افغان ښځو ته د جایزې د ورکړې مراسم
چاټم هوز کې افغان ښځو ته د جایزې د ورکړې مراسم

د بریټانیا د نړیوالو چارو شاهي انسټيټوټ – چاټم هوس د افغانستان ښځو ته د چاټم هوس ۲۰۲۶ کال جایزه ورکړه.

دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان ورکړی او ویلي یې دي چې دا جایزه یې افغان ښځو ته د سیستماتیک جنسیتي ځورونې پر وړاندې د هغوی د شجاعت او درېدو د درناوي په پار، او د ښځو او نجونو د حقونو او راتلونکي د دفاع لپاره ورکړه.
په بیان کې راغلي چې د بریټانیا پخوانۍ صدراعظمې تیریزا مې د افغان ښځو په استازولۍ دا جایزه د افغانستان د ښځینه و د فوټبال ملي ټیم پخوانۍ ګول کیپرې الهې صفدري ته وسپارله.

پرون په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغان ښځو ځینو فعالانو له هغې ډلې شهرزاد اکبر، فوزیه کوفي او اورځلا نعمت هم ګډون کړی و.

ټرمپ: د ایران ګاونډیان پر دغه هېواد د تازه برید پرځای د سمندري او ځمکنۍ محاصرې دوام غواړي

د امریکا ولسمشر سپینه ماڼۍ کې
د امریکا ولسمشر سپینه ماڼۍ کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د ایران ګاونډیان پر دغه هېواد د تازه برید پرځای غوره ګڼي چې د دغه هېواد سمندري او ځمکنۍ محاصره دوام پیدا کړي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۹مه، په خپل ټولنیزه شبکه تروث سوشیال،کې لیکلي چې : "قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، کویت او نور به غوره وګڼي چې اوسنی حالت وساتي؛ په بل عبارت، په تاریخ کې ترټولو لویه سمندري محاصره او په ځمکه او سمندر کې د اوسپنیزې دروازې عملیات."

د امریکا ولسمشر دا بیان د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره له خبرو وروسته ورکړی او ټینګار یې کړی چې خبرې "ښې" وې او د ایران اسلامي جمهوریت پورې اړوند څو مسلو په اړه بحث وشو.

هغه همدارنګه ویلي ټولو موافقه کړې چې ایران اټومي وسلې نه شي لرلی او دا خبره هېڅ د مذاکرې وړ نه ده.

د افغانستان د فوټسال لوبډله د برونزو مډال ګټلو لپاره سیالي کوي

ارشیف، د افغانستان د فوټسال ټیم
ارشیف، د افغانستان د فوټسال ټیم

د افغانستان د فوټسال تر ۱۸ کلونو کم عمره لوبډله به د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» د برونزو پر مډال د ارجنټاین او مراکش د لوبې له بایلونکې لوبډلې سره سیالي وکړي.

د افغانستان لوبډلې د دوشنبې په ورځ د سینیګال پلازمېنه داکار کې د ځوانانو په المپیک کې نیمه پای‌لوبه ۲-۰ پرتګال ته وبایلله او پای‌لوبې ته له لار موندلو پاتې شوه.

افغانستان تر دې وړاندې د ګروپي پړاو په سیالیو کې پاناما ته پنځه-صفر او سینیګال ته شپږ-صفر په وړاندې ماتې ورکړې وه، خو ارجنټاین ته‌یې دوه د یوه پر وړاندې بایللې وه.

ترکیه کې د اقلیمي بدلونونو کنفرانس؛ ملګري ملتونه د بېړني اقدام غوښتنه کوي

ارشیف، «د کاپ ۲۹» په نوم د اقلیمي بدلونونو په اړه نړیوال کنفرانس
ارشیف، «د کاپ ۲۹» په نوم د اقلیمي بدلونونو په اړه نړیوال کنفرانس

«د کاپ ۳۱» په نوم د اقلیمي بدلونونو په اړه نړیوال کنفرانس د دوشنبې په ورځ (د نومبر په نهمه) ترکیه کې پیل شو.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو چارواکو په انتالیا کې د دې غونډې په پیل کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د ځمکې د تودوخې د مخنیوي لپاره خپل اقدامات چټک کړي.

د اقلیمي بدلونونو په چارو کي د ملګرو ملتونو استازي سایمون سټیل وویل چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې روان اقدامات کافي نه‌دي.

په همدې حال کې، د هوا پېژندنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ۲۰۲۶ کال ښايي د ثبت شویو څلورو تر ټولو ګرمو کلونو په ډله کې وي.

ټاکل شوې چې د «کاپ ۳۱» غونډه د نومبر تر ۲۰مې نېټې دوام وکړي او په ترڅ کې به‌یې د شنو خونو د ګازونو د خپرېدو د کمولو، د پاکې انرژۍ د پراختیا او له اقلیمي بدلونونو سره د زیانمنو هېوادونو د مالي ملاتړ په اړه بحثونه وشي.

افغانستان هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له سختو زیانمنو هېوادونو څخه دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو د غونډې په درشل کې وویل چې د دوی استازي به د څارونکو په توګه په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ترکیې د اوسپنې او فولادو یوه فابریکه کې چاودنې ۳ کسه وژلي او ۱۴ ټپیان دي

د ترکیې په لوېدیځ کې د اوسپنې او فولادو د تولید په یوه فابریکه کې چاودنه
د ترکیې په لوېدیځ کې د اوسپنې او فولادو د تولید په یوه فابریکه کې چاودنه

د ترکیې په لوېدیځ کې د اوسپنې او فولادو د تولید په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي، ۱۴ ټپیان شوي او ۱۰ تنه نور لادرکه دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د ازمیر ولایت د والي دفتر ویلي چې دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ، د نومبر په نهمه، د غرمې شاوخوا د علي‌اغا ولسوالۍ د «هاباش» په نوم د اوسپنې او فولادو د تولید په فابریکه کې شوې ده.

د ځايي چارواکو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي چې د درېیو تنو روغتیايي وضعیت‌یې نازک ښودل شوی دی.

په ورته وخت کې، د هغو ۱۰ کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات روان دي چې د چاودنې له امله د فابریکې د نړېدلو برخو لاندې بند پاتې دي.

د ځايي رسنیو له‌خوا خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې د فابریکې له سیمې څخه د خړ رنګه دوړو لویې لوړې ورېځې پورته کېږي.

د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د انرژۍ اوونۍ» په کابل کې پیل شوه

د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د انرژۍ اوونۍ» غونډه
د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د انرژۍ اوونۍ» غونډه

د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د انرژۍ اوونۍ» د دوشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شوه.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پر خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې پانګه‌‎وال، سوداګر، مالي، اداري او د پرمختګ اړوند شریکان په دې دوه ورځني مناسبت کې په افغانستان کې د انرژۍ ستونزې د حل پر لارو چارو خبرې کوي.

دغه غونډه د ملګرو ملتونو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې په همکارۍ دایرېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت مشرې رباب فاطمې په دې مناسبت د انرژۍ په برخه کې د پانګونې پر پراختیا او د ژمنو په عملي کېدو ټینګار وکړ.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا پراخ ظرفیت لري بیا هم د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې پیاوړی شراکت به په ټول افغانستان کې پاکې او د اعتماد وړ انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا کیلي وي.

د اسرائیلو ولسمشر د نوي حکومت د جوړولو مأموریت د نتانیاهو رقیب ته ورکړ

(کیڼ لور) د «یاشار» د ګوند مشر، ګادي ایزنکوټ چې د بنیامین نتانیاهو سیاسي رقیب دی.
(کیڼ لور) د «یاشار» د ګوند مشر، ګادي ایزنکوټ چې د بنیامین نتانیاهو سیاسي رقیب دی.

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ د «یاشار» د ګوند مشر، ګادي ایزنکوټ د نوي حکومت په جوړولو مکلف کړ.

ایزنکوټ د بنیامین نتانیاهو سیاسي رقیب دی.

هرتزوګ له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته، د یکشنبې په ورځ ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو دنده وسپارله.

د جمهوري ریاست دفتر وویل، په داسې حال کې چې د پارلمان ۶۷ غړو ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو د دندې د سپارلو ملاتړ کړی، ۴۶ نورو غړو د نتانیاهو ملاتړ کړی دی.

ایزنکوټ ۲۸ ورځې وخت لري چې د بېلابېلو ګوندونو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره نوی حکومت جوړ کړي.

دا موده ښايي ۱۴ ورځې نوره هم وغځول شي.

خو د نوي حکومت جوړول له ننګونو سره مخ دي، ځکه چې د ایزنکوټ سیاسي ائتلاف د پارلمان له ټولو ۱۲۰ څوکیو څخه یوازې ۴۸ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې د حکومت جوړولو لپاره د لږ تر لږه ۶۱ استازو ملاتړ ته اړتیا ده.

ایزنکوټ ویلي، هڅه به وکړي چې یو پراخ ائتلافي حکومت جوړ کړي.

که نوموړی د حکومت په جوړولو بریالی نه‌شي، ښايي د حکومت جوړولو فرصت یو ځل بیا بنیامین نتانیاهو ته ورکړل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG