د لازیاتې اقتصادي همکارۍ پر لور د کابل او تاشکند تازه ګام؛ د میلیاردونو هوکړې وشوې

د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د میلیاردونو افغانیو د لسګونه تجارتي تفاهم‌لیکونو د امضا بهیر

افغانستان کې طالب چارواکي وايي د افغان-ازبک تجارتي فورم په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د میلیاردونو افغانیو لسګونه تجارتي تفاهم‌لیکونه امضا شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي په دې فورم کې چې د یکشنبې په ورځ کابل کې پیل شو د ازبکستان د مرستیال صدراعظم جمشېد خواجه‌یوف په مشرۍ د ازبک چارواکو او سوداګرو ۳۰۰ کسیز پلاوي برخه واخیسته.

د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې د افغانستان ۱۰ زره ټنه پخته په ازمایشي ډول ازبکستان ته صادره شوې او اوس دغه هېواد ژمنه کړې چې ۱۰۰ زره ټنه نوره پخته هم وپېري.

په عین حال کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د عامه اړیکو امر احسان‌الله احسان ازادي راډیو ته وویل چې په دغې تجارتي غونډه کې د سلګونو ازبک سوداګرو ترڅنګ شاوخوا ۴۰۰ افغان سوداګرو برخه واخیسته چې د دواړو لورو ترمنځ د ۱۳.۲ ملیارده افغانیو په ارزښت ټولټال ۲۲ تړونونه لاسلیک شوي دي.

ده زیاته کړه: "عمده او لوی تړونونه د ګازو په برخه کې شوي دي، د مایع ګاز د واردولو په برخه کې. د یو افغان شرکت او یو ازبکستاني شرکت ترمنځ د څه د پاسه ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک شوی. د قرارداد په اساس به افغانستان ته مایع ګاز واردېږي او هغه احتمالي سکته‌ګي که چېرې د مایع ګاز د کمښت له امله په بازارونو کې احساسېږي هغې ته به عاجله رسیده‌ګي کوي."

د افغان-ازبک تجارتي فورم کې افغان او ازبک سوداګر

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د عامه اړیکو امر احسان‌الله احسان زیاتوي چې په ساختماني برخه کې، د درملو د واردولو په برخه کې او د وچو مېوو او قیمتی او صنعتي ډبرو د صادرولو په برخه کې ګڼ تړونونه لاسلیک شوي دي.

ښاغلی احسان وايي چې د کانونو د استخراج، د کرنې او د درملو د جوړولو په برخه کې د ګډو پانګونو قراردادونه هم شوي دي چې تمه ده د کار لسګونه زره فرصتونه به رامنځته کړي.

هغه وايي چې د نړیوالو له‌خوا د افغانستان پر بانکي سیستم ځیني محدودیتونه لګول شوي دي، خو د افغانستان خصوصي سکټور هڅه کوي چې بانکونو سره، له نړیوالو ټولنو سره او د نورو هېوادونو له خصوصي سکټورونو سره په همغږۍ د همکارۍ داسې سیستم ایجاد کړي چې سوداګر وکولای شي هر ځای او هر هېواد ته په مصؤنه توګه پیسې انتقال کړای شي.

د افغان-ازبک تجارتي فورم کې افغان او ازبک سوداګر

بل‌خوا، د ایکو د اقتصادي همکاریو د سازمان د سوداګرۍ خونو پخوانی مشر اذرخش حافظي وايي چې د ازبکستاني پلاوي سره خبرې ځکه ګټورې وې چې افغانستان اوس‌مهال له ځینو محدودیتونو سره مخ دی، په منطقه کې جګړه روانه ده او ګاونډي پاکستان هم خپلې دروازې تړلې دي: "عمدتا د درملو د تولید لپاره دلته ژمنه وشوه چې ازبکان مخصوصا د فرغانې سوداګر چې دوی هلته د دوا د تولید لویې کارخانې لري ژمنه‌یې وکړه چې په افغانستان کې پانګه کوي او افغان سوداګرو سره شریکې کارخانې لګوي دلته په افغانستان کې. دغه‌راز د تېلو تصفیې لپاره او همدارنګه د صادراتو د چټکټیا لپاره، د سوداګرۍ د تسهیل لپاره، د سوداګرۍ د چټکتیا لپاره په ډېرو مسایلو باندې خبرې وشوې چې ډېرې ګټورې وې."

ښاغلی حافظي زیاتوي چې په اوسنیو شرایطو کې د ازبکستان کوریډور او دغه راز د ترکمنستان کوریډور د افغانستان لپاره حیاتي اهمیت ځکه لري چې ټول اولیه مواد له همدغو لارو راځي او د افغانستان اغلب صادرات له همدغو لارو کېږي.

په عین حال کې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی افغانستان ته د ازبکستان د مرستیال صدراعظم په مشرۍ د چارواکو، سوداګرو او پانګه‌والو سفر مهم بولي او وايي چې شوي قراردادونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات زیات کړي: "ضمنا په هغو مشکلاتو هم خبرې وشوې چې په ترانزیټي برخه کې موجود دي او د تعرفو په راښکته کولو او همدارنګه د رېل پټلۍ د لګښت او انتقالاتو په ارتباط چې باید کم شي هم د وزاراتونو له‌‌خوا مشخص پېشنهادات وشول، زه فکر کوم چې دا سفر ډېر مهم سفر و."

د راپورونو په اساس د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تجارتي تبادلې کچه تېر یوه کال کې دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې او افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کابل کې ازبکستاني چارواکو او سوداګرو سره د افغان-ازبک د تجارتي فورم پر مهال د لیدو په ترځ کې ویلي چې هدف دا دی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۵ میلیارډه دالرو ته لوړه شي.

وروسته له دې چې په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريزې لارې وتړل شوې، افغان سوداګرو بهرنیو هېدوادونو سره تجارت لپاره د منځنۍ اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړه.

خو په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د ایران له لارې د افغان سوداګرو تجارت هم ټکنی شوی دی.

د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا هېوادونو سره له دې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو نږدې دیپلوماتیکې اړیکې یې ورسره ساتلي او د پام وړ تجارتي راکړې ورکړې ورسره لري.

ازبکستان ترمذ ښار کې افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار هم لري چې د اړیکو د پیاوړي کولو، د سوداګرۍ د پراختیا او افغان ناروغانو ته د درملنې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره ۲۰۲۴ کال کې جوړ شوی.