د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۶

د چارواکو او سلګونو سوداګرو په ګډون کابل کې دافغانستان- ازبکستان د تجارتي فورم غونډه

د ازبکستان مرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف
د ازبکستان مرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف

د یکشنبې په ورځ کابل کې د افغانستان- ازبکستان دتجارتي فورم غونډه د چارواکو او سلګونو سوداګرو او پانګوالو په ګډون پیلیږي. د ازبکستان مرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف غونډه کې ګډون لپاره دشنبې په ورځ کابل ته ورسید. کارپوهان د سیمې وضعیت ته په کتو دا غونډه مهمه ګڼي.

دازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی دافغانستان-ازبکستان تجارتي فورم کې دګډون لپاره د شنبې په ورځ کابل ته ورسید.

دغه غونډه چې د یکشنبې په ورځ کابل کې پیلیږي تمه ده د دواړو هیوادونو د چارواکو ترڅنګ سلګونه سوداګر په کې برخه واخلي.

دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د عامه اړیکو آمر احسان الله احسان ازادي راډیو ته وویل چې دمرستیال صدراعظم په مشرۍ د ازبکستان د چارواکو او سوداګرو ۱۸۰ کسیز پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته ورسید او د فرغانې د والي په شمول ۱۲۰ کسه نور چارواکي او سوداګر به د یکشبنې په ورځ کابل ته ورسیږي.

ښاغلی احسان زیاتوي چې افغان سوداګر او پانګوال به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره اړین موارد ازبکستاني چارواکو او سوداګرو سره په بحثونو کې مطرح کړي.

د ازبکستاني پانګوالو هڅول، هغوی ته د فرصتونو په تړاو باندې د لازیاتو وضاحتونو ورکول دي چې په افغانستان کې د پانګونې به برخه کې رامینځ ته شوي دي، دغه راز د سوداګرۍ د اسانولو لپاره به بحث وي چې په هغې کې ممکن دتعرفو کمول هم شامل وي،
احسان الله احسان


" د ازبکستاني پانګوالو هڅول، هغوی ته د فرصتونو په تړاو باندې د لازیاتو وضاحتونو ورکول دي چې په افغانستان کې د پانګونې به برخه کې رامینځ ته شوي دي، دغه راز د سوداګرۍ د اسانولو لپاره به بحث وي چې په هغې کې ممکن دتعرفو کمول هم شامل وي، د متقابلو همکاریو زیاتوالی هم په کې شامل دی، نو دا هغه موارد دي چې د افغانستان د خصوصي سکتور له لوري به د ازبکستان له پلاوي سره چې کابل ته راغلی دوی سره به شریک شي او ورباندې به بحثونه وشي او نتایجو ته هم ممکن دواړه لوري ورسیږي. "

ښاغلی احسان زیاتوي چې ازبکستاني سوداګر او پانګوال د افغانستان د کانونو د استخراج ، انرژۍ ، د فلزاتو ویلې کولو او د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې ځانګړې لیوالیتا لري او افغان سوداګر اوسمهال ازبکستان نیمه صنعتی او صنعتي ډبرې ، زعفران ، قالینې ، وچه او تازه میوه صادروي او غواړي ددغه ګاونډي هیواد له لارې خپل صادرات نور هم زیات کړي.

بلخوا د ایکو د اقتصادي همکاریو د سازمان د سوداګرۍ خونو پخوانی مشر اذرخش حافظي وايي چې افغانستان ته د ازبکستان د سلګونو سوداګرو او چارواکو دغه سفرد افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې دخونې په هڅو او ابتکار او د افغان سوداګرو په مالي ملاتړ ترسره کیږي.

ښاغلی حافظي اوسنیو شرایطو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارتي لارې تړل شوي کابل ته د ازبکستان د چارواکو او سوداګرو دسفر د اهمیت په هکله وايي:

د افغانستان دسوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مونږ دغسې یو نوښت ته ډیر ضرورت درلودلو
آذرخش حافظي


" په داسې حال کې چې په منطقه کې جګړه روانه ده او په عین زمان کې د مونږ یو ګاونډي هیواد سرحدونه تړلي دي او بندرونه د کار څخه لویدلي او راکړه ورکړه ورسره بالکل نشته دی، د افغانستان دسوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مونږ دغسې یو نوښت ته ډیر ضرورت درلودلو."

اذرخش حافظي زیاتوي چې روانو شرایطو کې دافغانستان بازارونه له کمبودي سره نه دي مخ شوي او ګڼ تجارتي اقلام د منځنۍ اسیا هیوادونو څخه راوړل کیږي چې د ازبکستان رول په کې ډیر مهم دی.

ښاغلي حافظي زیاتوي چې په ازبکستاني پلاوي کې هم پانګوال شامل دي او هم صنعتکاران او د نورو برخو متخصصین چې دتجارتي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابریږي.

هغه د مثال په توګه وايي افغان سوداګرلیواله دي چې د فرغانې د درملو جوړولو فابریکو سره چې د لوړ کیفیت تولیدات لري شراکت وکړي او افغانستان یې په همکارۍ په دې برخه کې په ځان بسیا شي خو وايي چې افغانستان کې دبرښنا کمی دی او هیله ده چې د شویو ژمنو په پلې کیدو سره رفع شي او هیواد دصنعت لور ته مخه کړي.

بلخوا ،د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي د افغانستان او ازبکستان ترمینځ تجارتي راکړه ورکړه په وروستیو کلونو کې پراخه شوې چې تقریبا ۴ ملیارډو ډالرو ته رسیږي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د ازبکستان د ولسمشر له لارښوونې سره سم ددغه هیواد د بیلابیلو ولایتونو د سوداګرو پلاوي افغانستان ته تګ راتګ کوي او په هره غونډه کې د سلګونو ملیونو ډالرو په بیه قراردادونه کیږي .

هغه وايي چې ازبکستان د افغانستان د زراعتي محصولاتو په ترانزیت او صادرولوکې ډیره همکاري کوي.

خصوصا د مونږ د زراعتي محصولاتو لپاره بازار او هغه د ترانزیت له لارې لیږل، ازبیکستان په دې برخه کې ډیره هڅه کوي
خانجان الکوزی

" خصوصا د مونږ د زراعتي محصولاتو لپاره بازار او هغه د ترانزیت له لارې لیږل، ازبکستان په دې برخه کې ډیره هڅه کوي نه یوازې په مشترک بازار کې د غو محصولاتو ته اجازه ده چې خرڅ شي ، روسیې او نورو ځایونو ته یې په انتقال کې هم زمینه مساعدیږي. "

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د ازبکستان چارواکي او سوداګر د ترانس- افغان پروژې ته چې د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان له لارې پاکستان او جنوبي اسیا سره تړي ډیره لیوالتیا لري او دغه راز غواړي په معادنو ، د قوش تیپې د کانال ترغاړې ځمکو او هلمند کې په زراعت کې پانګونه او همکاري وکړي.

وروسته لدې چې په تیر اکتوبر میاشت کې دافغانستان او پاکستان ترمینځ سوداګري لارې وتړل شوې، افغان سوداګرو بهرنیو هیوادونو سره تجارت لپاره د منځنۍ اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړه. په منځنۍ ختیځ کې د روانې جګړې له امله د ایران له لارې دافغان سوداګرو تجارت ټکنی شو ی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG