د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي شهاب الدین شباب د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ددغې ولسوالۍ ناوه پاس کې د ډیورند کرښې ددواړو غاړو د قومي مشرانو لخوا د اوربند له هوکړې وروسته سیمه اوس ارامه ده او بیځایه شوي خلک بیرته خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.
کډوال چې د سرکاڼو څخه هغه خوا دیخوا تللي وو بیرته خپلو ځایونو ته ستانه شوشهاب الدین شباب
هغه وویل :
" کډوال چې د سرکاڼو څخه هغه خوا دیخوا تللي وو بیرته خپلو ځایونو ته ستانه شو او اوس امن دي څه نشته دی."
دغه راز با جوړ کې د عوامي نشنل پارټۍ ویاند عبید خان سالارزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د ډزو تبادله بنده شوي خو با جوړ کې د وسله والو ډلو فعالیت زیات شوی.
ښاغلی سالارزی وايي :
د ړندو ګولو کومه سلسله چې د مونږ په علاقه باندې روانه وه في الحال ودریدلې ده.عبید خان سالارزی
" له کله چې اوربند شوی دی له هغې وروسته دغه سلسله ودریدلې ده، د ړندو ګولو کومه سلسله چې د مونږ په علاقه باندې روانه وه في الحال ودریدلې ده."
بلخوا کنړ کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې چه نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي هم ازادي راډیو ته وویل چې له اوربند وروسته ډزې تبادله شوي نه دي.
په عین حال کې،د باجوړ یو قومي مشر حاجی لالي شاه پښتون یار سالارزي چې د اوربند لپاره یې د با جوړ د قومي مشرانو د پلاوي مشري کړې ازادي راډیو ته وویل چې په هرو درې میاشتو کې به دده په مشری ددواړو خواوو یو ازاد کومیسیون د اوربند وضعیت څیړي.
په دې کې مونږ یو ازاد کومیسیون جوړ که ددغه کومیسیون سربراه یې زه واخیستمحاجی لالی شاه پښتونیار
هغه وايي:
"په دې کې مونږ یو ازاد کومیسیون جوړ که ددغه کومیسیون سربراه یې زه واخیستم، هر درې میاشتې بعد به دا له یو بل سره څیړو چې د کوم طرف نه خو به کومه ستونزه کومه خبره راغلي نه وي. "
حاجي لالي شاه زیاتوي چې د پولې دواړو غاړو ته زرګونه بیځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو مینو ته په ستنیدودي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې رپوټ کې واخیستل شي د پنجشبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د کنړ او باجوړ د قومي مشرانو د هوکړې هرکلی کوي او زیاته کړه چې دایو ښه کار دی چې شوی.
تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د اوربند لپاره دقومي مشرانو د وروستیو تړونونو هرکلی کړی وو.
د وزارت ویاند طاهر اندرابي خبریالانو ته وویل چې :
دغه تحولات د هرکلي وړ دي . دا ښيي چې دپولې د دواړو غاړو ولسونه سوله غواړي.
خو ښاغلي اندرابي دا هم وویل چې "پوښتنه دا ده چې د واکمنې طالب ادارې وړتیا تر کومه حده ده چې هغه ترهګر عناصر کنټرول، خنثی او مهار کړي چې د دوی په خاوره کې فعالیت کوي."
هغه وویل چې اساسي ستونزه داده چې "پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخیستل کیږي."
افغانستان کې د طالبانو حکومت دښاغلي اندرابي ددغو نویو څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي خو مخکې یې دا تور رد کړی او ویلي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان له خاورې د کوم بل هیواد په ضد کار واخلي.
د ډیورند کرښي په اوږدو کې د وروستیو نښتو له امله کونړ او باجوړ کي لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او زرګونه کورنۍ له خپلو مينو بیځایه شوې.
په دې اړه نور:
د کونړ او باجوړ د قومي مشرانو اوربند، هوکړه کې څه راغلي؟د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی چې له امله یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراخه نښتې شوي دي تردې چې کابل او اسلام اباد هم تربریدونو لاندې راغلي.
د سولې لپاره په قطر، ترکیې ، سعودي عربستان او چین کې خبرو تراوسه کومه څرګنده نتیجه نه ده ورکړې.