د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له سختو نښتو وروسته چې سلګونه ولسي وګړي یې زیانمن کړل د قومي مشرانو په منځګړیتوب د اوربند هوکړه، خو د طالبانو او پاکستان حکومت یې په اړه په رسمي ډول تراوسه څه نه دي ویلي.
د کونړ د یو شمیر قومي مشرانو په خبره د اوربند دا هوکړه دوشنبه د ثور۱۴مه د ختیځ کونړ او له کرښې بلې غاړې ته د باجوړ او مومندو ایجنسۍ د قومي مشرانو تر منځ شوې ده.
د دوی له ډلې څو تنو راډيو ته وویل، د افغانستان له لوري ۲۵ او د باجوړ ۱۲ قومي مشران د سرکاڼو په ناوه پاس کې سره راغونډ شوي وو او په دایمي اوربند یې هوکړه وکړه.
په دې ناسته کې یو ګډون کوونکي، حاجي میاداد سه شنبه د ثور ۱۵مه ازادي راډيو ته وویل، دا اوربند د پرېکړې له ابلاغ سره سم د پلی کېدو وړ دی:" د پرېکړې له ابلاغ سره سم، دواړو لوریو اوربند منلی دی، له دې غاړې اسلامي امارت او له بلې غاړې نه پاکستان حکومت د خپلو قومي مشرانو سره منښته کړې ده، اوس چې پرېکړه ابلاغ شوه اوربند د پلې کېدو وړ دی."
د قومي مشرانو ترمنځ د اوربند دا هوکړه پر کونړ د پاکستان د هوايي او توغندیزو بریدونو له ډېرېدو وروسته شوی.
د قومي مشرانو له لوري د اوربند په دې هوکړه کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او د قومي مشرانو له لوري لاسلیک شوې راغلي چې دواړو لوریو پوځیان به خپلو پخوانیو موقیعتونو ته ستنیږي او له دې وروسته پر یو بل د ډز کولو حق نه لري.
د دې هوکړې له مخې که که د باجوړ او مومندو څخه د کونړ او یا برعکس له کونړه په دغه سیمو ډزې وشي نو مسولیت به یې د دواړو لوریو « د پاکستان او اسلامي امارت » د حکومتونو په غاړه وي.
د هوکړې په درېیمه ماده کې ټینګار شوی چې دواړه لوري ژمن دي څو د نښتو له امله بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنې کړي او دا هم یقیني کړي چې د نښتو په صورت کې د ملکي خلکو کورونه نه په نښه کیږي.
د هوکړې بله ماده بیا وايي، هر لوری د خپلې خاورې امنیت د ساتلو مسولیت لري، هغه څه چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه د طالبانو په پخواني دریځ ټینګار کوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې او د پاکستان حکومت او چارواکو یې تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
که څه هم په وروستیو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی ظاهراً کم شوی وو خو په تېره اپریل میاشت کې پاکستان د ختیځ کونړ په بیلابیلو سیمو په وار وار حملې وکړې چې له امله یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د تېرې اپریل په ۲۷ او ۲۸ مه د طالبانو حکومت پاکستان د کونړ په مرکز اسعد اباد، سید جمالدین افغان پوهنتون او دغه شان په څو بیلابیلو ولسوالیو په هوايي او توپچي بریدونو تورن کړ او وې ویل چې په دې حملو کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي، خو پاکستان په رسمي ډول په دې حملو کې لاس لرل رد کړل.
په همدې حال کې د دغه نښتو له امله له خپلو اصلي مېنو یو شمېر بې ځایه شوي کسان د اوربند په پرېکړه خوښ دي او وايي اوس به خپلو سیمو ته ستانه شي خو دوی غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې ورسره د ړنګو شویو کورونو په بیا رغونه کې مرسته وکړي.
د بشرګل په نوم د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ یوه بې ځایه شوي سه شنبه د ثور ۱۵مه ازادي راډيو ته وویل:" کوم اوربند چې د قومی مشرانو په واسطه وشو دا یو ډېر ښه اقدام دی، موږ ډېر زیات خوښ یو، دا یوه میاشت وشوه چې موږ له خپلې سیمې راوتلي یو، اوس به له خیره بېرته خپل کلي ته ستانه شو او خپل ژوند به کوو، خو غوښتنه مو له حکومت دا ده چې زموږ د نړېدلو کورونو په جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي، ځکه په دې جګړو کې موږ ته ډېر مالي زیانونه رارسېدلي او کورونه مو ویجاړ شوي دي."
خو د کونړ یو شمېر نور اوسېدونکي له دې اقدام په هرکلي سره وايي، هیله من دي چې حکومتونه د قومي مشرانو دې پرېکړو ته غاړه کېږدي او عملي یې کړي.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالستار ایوبي ازادي راډيو ته وویل:" د دواړو لوریو قومي مشران دې خپل حکومتونه دې ته قانع کړي چې په یو بل به تجاوز نه کوي او د هر ډول ستونزې د پېښېدو په صورت کې به خبرې کیږي او نښتو ته به زمینه نه برابریږي، نو زه هیله لرم چې کومې پرېکړې چې شوې د کرښې دواړو غاړو ته حکومتونه به ورته ژمن پاتې شي."
دی چې له دې وړاندې د نورستان د کامدیش، برګمټال او له کرښې بلې غاړې ته د چترال د قومي مشرانو ترمنځ د شوي اوربند په پرېکړه کې یې برخه لرله وايی هغه شوی اوربند تر دې دمه نافذ دی او هیڅ ډول ستونزه نه ده په کې راغلې.
د تېرې حمل په ۲۴ مه د نورستان د کامدیش او برګمټال ولسوالیو او د کونړ ولایت د ناړي ولسوالۍ ترمنځ لارې، چې نږدې دوه میاشتې د نښتو له امله تړل شوې وې د ډیورند کرښې د دواړو لوریو د قومي مشرانو او دیني عالمانو ترمنځ د یوې جرګې له جوړېدو وروسته، پرانیستل شوې.
د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی چې له امله یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراخه نښتې شوي دي او دغه شان پاکستان د کابل په ګډون په بیلابیلو ولایتونو هوايي حملې هم ترسره کړي دي چې د طالبانو د حکومت د ادعا له مخې لږ ترلږه ۷۶۱ ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۶۲۲ نور ټپیان شوي دي، خو پاکستان په دې نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي دي.
که څه هم د دغه نښتو د پای ته رسېدو لپاره د ترکیې په ګډون په قطر، سعودي عربستان او وروستی ځل د چین په اورمچي کې د دواړو خواو د پلاویو ترمنځ ناستې هم شوي خو تراوسه یې ښکاره پایله نه ده ورکړې.