د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ، د فبروري په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې هیله لري امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت د تهران د اټومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته ورسیږي، خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ چې پوځي انتخابونه هم شته.
د ایران اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنه ای د خبرو په ځواب کې، چې څو ساعته وړاندې یې خبرداری ورکړی و چې پر ایران د امریکا برید به "سیمه ییزې جګړې" ته لار هواره کړي، ډونالډ ټرمپ ویلي:
"ولې باید داسي ونه وايي؟ دا روښانه خبره ده چې دی یې کوي ... موږ په نړۍ کې ترټولو لویې او خورا پیاوړې بیړۍ لرو، ډیر نژدې ... زه هیله لرم چې موږ یوې موافقې ته ورسیږو."
که موافقه ونشي، "بیا به وګورو چې ده سمه خبره کړې وه که نه."
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې که موافقه ونشي، "بیا به وګورو چې ده سمه خبره کړې وه که نه."
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې په تکراري توګه د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي، پداسې حال کې چې د ایران شاوخوا د امریکا د پوځي حضور زیاتوالي ته هم اشاره کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د یکشنبې په ورځ له سي این این سره په یوه مرکه کې تایید کړه چې د منځګړو له لارې اړیکې دوام لري او ادعا یې وکړه چې اټومي تړون "حتی په لنډ وخت کې" ممکن دی.
د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران لپاره یې یو ضرب الاجل ټاکلی دی، چې یوازې ایراني چارواکي یې په اړه خبر دي. هغه په وروستیو ورځو کې څو وار له ایران څخه وغوښتل چې د دې هیواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو میز ته کښیني.
د دې ضرب الاجل مسلې ته په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ، د فبروري په ۳ مه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:
"ایران داسي هیواد دی چې تل په ډیپلوماتیکو پروسو کې صادقانه او جدي عمل کوي، خو هیڅکله یې هیڅ ډول خبرداری یا ضرب الاجل نه دی منلی؛ له همدې امله، د امریکا متحده ایالاتونو لخوا د داسې ضرب الاجلونه ترلاسه کول تایید کیدی نشي."
په واشنګټن کې، د لینډسي ګراهم، ټام کاټن او ټیم شیهي په ګډون یو شمېر جمهوري غوښتونکو سناتورانو د اسلامي جمهوریت سره پر هر ډول خبرو اترو انتقاد کړی او ټینګار یې کړی دی چې د ایران خلک "د یوې غورې اټومي موافقې په لټه کې نه دي، بلکې د ظلم او دیکتاتورۍ پای ته رسیدل غواړي."
د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، لوړ پوړي جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهم یو ځل بیا پر ټرمپ غږ وکړ چې د ایراني لاریون کونکو سره د مرستې لپاره خپله ژمنه پوره کړي او د خبرو اترو پرځای، د "اسلامي جمهوریت د نسکورولو" پالیسي غوره کړي. په دې مرکه کې، ښاغلي ګراهم د امریکا ولسمشر ته وویل، "په ایران کې لاریون کونکي د خبرو اترو په لټه کې دي."