د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

ټرمپ: دا د ده پریکړه ده چې پر ایران یې برید ونه کړ


د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي چې دا د ده شخصي پریکړه وه چې پر ایران برید ونه کړي. ډونالډ ټرمپ د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې چې په ایران کې د دولت ضد پراخ لاریونونه روان وو، څو ځله د ایران چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې له معترضانو سره له بد چلنده لاس واخلي، کنه له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي د تهران له لورې د سلګونو اعدامونو لغوه کول د دې سبب شو چې دی پر ایران حمله ونه کړي.

ډونالډ ټرمپ د جنوري په شپاړسمه د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل چې له دې بریده نورو نه دی ګرځولی، ده په خپله دا پریکړه کړې ده. کله چې له ښاغلي ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې عربي او اسراییلي چارواکو دی له دې بریده راګرځولی دی، ده وویل چې د پنجشنبې په ورځ په ایران کې دا پلان و چې اته سوه کسان په دار شي، خو هیڅوک اعدام نه شو چې دې پریکړي ډیر اغیز درلود.

د دوه زره پنځه ویشتم کال د ډسمبر په اته ویشتمه، په ایران کې پیل شویو لاریونونو وروسته له کلونو د ایران اسلامي جمهوریت له جدي ننګونو سره مخامخ کړ.

د دې اعتراضونو په ترڅ کې په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو ډلې د امنیتي ځواکونو لخوا د لږترلږه د ۳،۴۲۸ لاریون کونکو مړینه تایید کړې، په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د هرانا په نوم د بشري حقونو موسسه د دوه زره اته سوه پنځه اتیا کسانو د وژلو خبر ورکوي.

د بشري حقونو ډلې بیا په دې باور دي چې په ایران کې د جنوري له اتمې راوروسته چې انټرنټ قطع شو، د تلفاتو د شمیرو معلومول هم ګرانه شول نو د مظاهرو پرمهال د وژل شویو کسانو شمیرې تر دې احتمالا ډیرې لوړې دي چې خپرې شوې دي.

ولسمشر ټرمپ په پیل کې خبرداری ورکړی و که چیرته د ایران امنیتي ځواکونه لاریون کوونکي ووژني، امریکا به اقدام وکړي. هغه وروسته ګواښ وکړ، که ایران لاریون کوونکي اعدام کړي، نو "ډیر سخت اقدام" به وکړي.

د جنوري په ۱۷مه، د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي خپله ادعا تکرار کړه چې متحده ایالاتو په ایران کې لاریونونه راپارولي او د تلفاتو پړه یې په ټرمپ اچولې ده.

هغه د یو لړ مذهبي مراسمو په مناسبت په کلنۍ وینا کې وویل: "موږ د امریکا ولسمشر د هغو تلفاتو، زیانونو او سپکاوي له امله مجرم ګڼو چې هغه د ایران ملت ته رسولي دي."

د جنوري په ۱۶مه، ټرمپ په تروت سوشل پاڼه کې د ایران له مشرتابه څخه مننه وکړه، او ویې لیکل: زه د دې درناوی کوم چې ټول ټاکل شوي اعدامونه، چې په پنځلسم تاریخ ترسره کېدل او شمیر یې له اته سوه څخه ډیر و د ایران د مشرتابه لخوا لغوه شوي دي.

ایران د اته سوه لاریون کوونکو د اعدام پلان او پریکړه نه ده تایید کړې او نه یې هم د داسې اعدامونو د لغوه کولو اعلان کړی دی.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه خپرې شوې چې امریکایي رسنیو د سیمه ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړ چې قطر، سعودي عربستان، عمان او مصر په دې وروستیو ورځو کې د ټرمپ له ادارې څخه وغوښتل چې پر ایران برید ونه کړي، او خبرداری یې ورکړ چې پوځي اقدام کولی شي چې د سیمې په کچه د پراخې شخړې سبب شي. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم د جنوري په ۱۵مه له ټرمپ سره په تلیفون خبرې وکړې، د راپورونو له مخې یې له هغه څخه وغوښتل چې احتمالي بریدونه وځنډوي ترڅو اسراییل د ایران د غچ اخیستنې لپاره چمتووالی ونیسي.

سپینه ماڼۍ ټینګار کوي چې د ایران په تړاو ټول انتخابونه لاهم د میز پر سر پراته دي.

XS
SM
MD
LG