فرهاد دریا: د خپلو کنسرتونو سږنۍ لړۍ په جرمني کې پای ته رسوم

فرهاد دریا

افغان سندرغاړی فرهاد دریا وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو کنسرتونو لړۍ چې له استرالیا یې پیل کړې وه، په جرمني کې پای ته رسوي.هغه وویل د نوي زېږدیز کال په مناسبت کنسرت به یې د جنوري د لومړۍ نېټې په شپه په هامبورګ کې وي. دریا وايي، د نوي لمریز کال یا نوروز لپاره به هم ځانګړې سندرېزې ډالۍ ولري.

فرهاد دریا د هالند امستردام کې تر کنسرت ورسته اوس په فرانسه کې دی او پاریس کې د خپل هنر ننداره وړاندې کوي.

هغه چهارشنبه د دسمبر په ۲۴ مه ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې، ۲۰۲۵ کال لپاره یې د خپلو کنسرتونو لړۍ چې له استرالیا پیل کړې وه، په جرمني کې او د نوي زېږدیز کال په شپه پای ته رسوي:

د ۲۰۲۵ کال تر پایه هم مونږ په اروپا کې یو او د دغه کال ورستۍ شپه مونږ په هامبورګ کې ۲۰۲۶ کال ته سپارو.

"د ۲۰۲۵ کال لپاره زما دوره يي کنسرتونه اصلاً په استرالیا کې پیل شوي وو، بیا مونږ کاناډا ته ولاړو او اوس دا څپې او دا شور په اروپا کې، هیواد په هیواد، ولایت په ولایت او ښار په ښار ګرځي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه هم مونږ په اروپا کې یو او د دغه کال ورستۍ شپه مونږ په هامبورګ کې ۲۰۲۶ کال ته سپارو."

ښاغلی دریا وايي، په استرالیا، کاناډا او هم تر اوسه په اروپا کې یې له کنسرتونو پراخ هرکلی شوی او مینه والو یې په کې په پراخ ډول په کې ګډون کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې دې کنسرتونو ته یوازې په یادو هیوادونو کې د ده مینه وال نه بلکې له ګاوند او نورو لرې او نېږدې هیوادونو هم خلک ورغلي وو.

فرهاد دریا وايي، د نوي لمریز کال لپاره نوې سندرې لري او په خبره یې، نوروز بې شعر او موسیقۍ نه کېږي:

د خپل نوي کال او خپل نوروز لپاره په مارچ میاشت کې زه تازه سندرې لرم

"د خپل نوي کال او خپل نوروز لپاره په مارچ میاشت کې زه تازه سندرې لرم، زمونږ خپل نوی کال، زمونږ خپل نوروز، له سندرو، مینې او شعر پرته نه بشپړېږي."

فرهاد دریا په پښتو او دري دواړو ژبو سندرې وايي.

هغه یو مهال د باران په نوم د موسیقۍ د یوې ډلګۍ مشر هم و ، چې د افغانستان څو ځوانو او نوموتو سندرغاړو یې غړیتوب درلود.

فرهاد دریا له اوږدې مودې راهیسې په امریکا کې اوسېږي خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې به وخت په وخت افغانستان ته تللو او هلته یې هم خپلو مینوالو ته هنري پروګرامونه کول.