د کډوالو نړیوال سازمان زیاتوي چې ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناه د نشتون له جدي ننګونو سره مخامخ دي.
دا به داسې حال کې ده چې په هرات کې يو شمېر زلزله ځپلي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د سرپناه نه شتون ته سخت اندېښمن دي.
د هرات له مرګونې زلزلې له يو کال څخه د زياتې مودې په تېرېدو سره لا هم د سرپنا نشتوالى د زلزله ځپلو یوه اساسي ستونزه ده.
د کډوالو نړيوال سازمان " او اى ام" د ډسمبر په يولسمه په خپله ايکس پاڼه ( پخواني ټويټر) د يو بيان په خپرولو سره ويلي چې په هرات کې له ویجاړونکو زلزلو یو کال وروسته، لا هم زرګونه خلک د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان زیاتوي چې ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناه د نشتون له جدي ننګونو سره مخ دي.
" اى، او ام " دغه شان ویلي چې ۸۵ سلنه دغه کورنۍ د پاکو اوبو سرچینو ته لاسرسي نه لري.
د کډوالو نړیوال سازمان په خبره، ۳ سلنه خلک په غیر ثابت ورځني عايد ژوند کوي.
" اى او ام" وايي، که څه هم ډېری کورنۍ په نسبي توګه په ثابتو انتقالي سرپناه وو کې ژوند کوي، خو د کورونو د بيارغولو او جوړولو موضوع لا هم د کورنیو یو اساسي ستونزه ده.
دا به داسې حال کې ده چې په هرات کې يو شمېر زلزله ځپلي هم وايي چې د سرپنا په ګډون لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالله وايي:
"ځاى نه لرو چې کېنو په کې، نور داسې نه کېږي که اسلامي امارت زموږ غږ اوري بايد زموږ ځاى جور کړي کور مو جوړ کړي کنه نو هېڅ بله چاره نه لرو مور مې مړه شوې په همدې زلزلو کې."
د زنده جان ولسوالۍ د نايب رفع کلي اوسېدونکي عيد ګل بیا ازادي راډيو ته وويل"
"يو کال تېر شو کوم کورونه چې موږ ته جوړ شوي فرش نه لري دننه يې جوړ نه دى وضيعت يې خراب دى برق نه لري دولت هېڅ کومک و نه کړ نه يې سولرونه واخيستل نه بل څه اته مياشتې کېږي مرسته نه ده شوې، دې کلي کې ٢٥٠ کورني ژوند کوي ١٠٠٠ کسه نفوس دى"دبليو اف پي " ٧٥ کارته ورکړل دا کارتونه موږ په چا ووېشو اويا کسه يوازې فلج او کونډې لرو ژمى هم را ورسېده د کلي ټول خلک حيران پاتي."
د هرات ولايت بل اوسېدونکي منصور هم زادي راډيو ته وويل:
"د يو کال په تېردو سره د هرات زلزله ځپلې اوس هم خلک ډېرې ستونزې لري د سرپناه خوراک او پوښاک ستونزې يې لا نه دي هل شوي لومړيو کې يو څه مرستې وشوې خو له هغه وروسته هېڅ مرسته نه ده شوې خلکو خپل مواشي کورونه او د ګټې وټې چارې ټول له لاسه ورکړي"
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر اوچا هم د عقرب مياشتې په ٣٠ په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره د هرات د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دغه دفترپه یو راپور کې چې د دې ادارې پر وېبپاڼه خپور شوی و ویلي وو، که څه هم د هرات له زلزلې څه باندې یو کال تېریږي، خو لاهم شاوخوا ۲۵زره ځپل شوې کورنۍ کافي سرپناوې نهلري.
تر دې واړندې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم ویلي چې، د هرات له زلزلهځپلو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې سربېره لا هم ډېری کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې، په هرات کې یې زلزله ځپلو ته د ۱۰۰میلیونه افغانۍ په ارزښت ۲۸۸ جوړ شوي کورونه سپارلي، خو یو شمېر زلزلهځپلي له ازاداي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې ډېر شمېر کورنۍ سرپناوې نهلري او د هوا په سړېدو به له جدي ننګونو سره مخامخ شي.
مخکې افغان سوداګر میرویس عزیزي او سندرغاړي فرهاد دریا هم ویلي وو چې د هرات یو شمیر زلزله ځپلو ته یې سرپناوې جوړې کړې دي.