د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي

عکس له ارشیفه

په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت په اړه د اندېښنو په دوام تازه د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او همکارې ادارې یې د روغتیا کلستر خبر ورکړی چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د سخت مالي کسر له امله د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا کلستر چې د څو نړیوالو سازمانونو یوه شبکه ده، په خپل تازه راپور کې چې د ډیسمبر په ۲۴ مه د ریلیف په ویب پاڼه خپور شوی ویلي دغه شمېر مرکزونه چې تر ډېره د امریکا د مرستو د ځنډیدو له امله تړل شوي له پنجشیر پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې دي.

راپور کې دا هم راغلي چې له دې املخ لږ تر لږه ۳ عشاریه ۷۹ میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په دې تړل شویو مرکزونو کې ګرځنډه روغتیايي او تغذیوي ټیمونه، بنسټیز او فرعي روغتیايي مرکزونه او هغه چې خلکو ته یې ژوند ژغورونکي بشري خدمات وړاندې کول شامل وو.

د راپور په ټکو د بودجې د کمښت له امله د افغانستان روغتیايي خدمتونه ګډوډ شوي او تر ټولو ډېر د افغانستان ختیځ ولایتونه کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان زیانمن شوي دي.

په دې ولایتونو کې د لږ ترلږه ۱۲۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکول شوی چې له امله یې یو میلیون کسان له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې شوي دي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله دوی له سختو روغتیايي ننګونو سره مخ دي.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمنان ازادي راډيو ته وویل:

یو کلینیک شاوخوا اوه اته میاشتې په معروف چینه کې وو چې وروسته بند شو، نه پوهیږو چې ولې خو ښايي بودجه یې نه لرله

"یو کلینیک شاوخوا اوه اته میاشتې په معروف چینه کې وو چې وروسته بند شو، نه پوهیږو چې ولې خو ښايي بودجه یې نه لرله، خو د دې روغتیايي مرکز موجودیت دلته ډېر ګټور وو، ډېر کار یې کاوه اوس موږ ۱۰ یا پنځلس کیلومتره لیرې روغتیايي مرکز ته ځو، سپین غر او اچین له موږ ډېر لیرې دي، د دې کلینیک په بندیدو سره زموږ روغتیايي ستونزې ډېرې شوي دي."

د ننګرهار د نازیانو یو اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي له ورته ستونزې شکایت وکړ:

" مخکې دلته یو وړوکی کلینک وو خو اوس هغه تړل شوی دی، چې ناروغ پیدا شي لاندې غني خیلو بازار ته یې وړو چې لاره نور هم خرابیږي، خلک هم ډېر بې وزله دي د ډاکترانو د فیس او درملو د اخیستلو توان نه لري."

په ورته وخت کې د ارزګان د دهراود ولسوالۍ یوه اوسېدونکې سید محمد ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې یې ګڼې کورنۍ هیڅ روغتیايي مرکز نه لري:

" دلته شی لا ولاکه شته، دومره څه نه لرو چې ناروغ ماشومان ښار ته یوسو، دلته موږ ۵ زره کورنۍ یو نه اوبه شته نه کلینک شته او نورې اسانتیاوې، چې ناروغ د ښار کلینک ته یوسو هلته هم شل افغانۍ اخلي، خو موږ سره د شلو افغانیو وسه لا نه وي."

د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو دغه اوسېدونکي له نړیوالې ټولنې نه د روغتیا په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.

خو د روغتیا کلستر او د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، که څه هم دوی د خپلي داخلي بودجې د تنظیم له لارې لږ ترلږه ۹۱ روغتیايي مرکزونه بیرته فعال کړي خو ویلي یې دي چې اړتیاوی بې سارې او جدي دي.

په راپور کې له مرستندویانو غوښتنه شوې چې بیړنۍ مرستې برابرې کړي څو د افغانستان لا له وړاندې نازک روغتیايي نظام د لا نور خرابیدو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو او د نړیوالو په ځانګړي ډول د امریکا د بشري مرستو له کمښت وروسته د افغانستان روغتیايي نظام له ستونزو سره مخ دی.

ایمرجنسي نادولتي سازمان د روان لمریز کال په زمري میاشت کې په یو راپور کې ویلي وو چې د بودجې او ځواک د کمښت له امله د افغانستان روغتیايي سیستم د سقوط په درشل کې دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د تېر ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان کې د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسیدونکي ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي ویلي وو چې د ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې یوازې په ۹۳ کې روغتیايي مرکزونه شته.

له دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو کمېشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي ویلي وو چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۳ عشاریه ۲ میلیونه افغانان په داسې سیمو کې اوسېږي چې ان په یو ساعت واټن لاره کې هم لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

تازه بیا دې ادارې ویلي، چې د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ یې په افغانستان کې درې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

د دغه بنسټ په خبره، له دې اقدام موخه په روغتیايي مرکزونو ډیر فشار راکمول دي.