د روغتیا نړیوال سازمان وایي تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۵۰ افغانان د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي.
د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی لطیف وایي ۵۵ کلنه مېرمن یې له سختې ساه تنګۍ او تنفسي ناروغیو ځورېږي، خو په سیمه کې روغتیایي مرکز او په کافي اندازه اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
دلته خو نه درمل شته او نه روغتیایي مرکزونه، موږ چې مجبور شو، خپل ناروغ ان هرات ښار ته وړو او هلته هم چې نسخه راکړي درمل یې خپله اخلو
ده ازادي راډیو ته وویل: "دا زموږ کلي کور کې نه یوازې زموږ کورنۍ، بلکې ډېری دلته اوسېدونکې کورنۍ په ساه تنګۍ اخته شوي، زما مېرمن په ساه تنګۍ اخته ده، یو ځل مو ان هرات ښار ته ډاکتر ته یوړه، هلته ډاکتر ویل چې د زړه ټکانونه یې هم ډېر شوي، دلته خو نه درمل شته او نه روغتیایي مرکزونه، موږ چې مجبور شو، خپل ناروغ ان هرات ښار ته وړو او هلته هم چې نسخه راکړي درمل یې خپله اخلو، موږ په دې خپله ولسوالۍ کیلنیک کې حتی د پانسمان وسایل نه لرو."
د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی فولاد خان ورته خبره کوي او وایي چې د کورنۍ د ډېریو غړو په ګډون یې په کلي کې هم خلک په بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
فولاد خان ازادي راډیو ته وویل: "دلته ناروغۍ زښته زیاتې شوي ځکه هوا ککړه ده، دا تنفسي ناروغۍ باندې ډېر خلک اخته دي، دلته څمکنیو ولسوالۍ کې چې کابو یو نیم میلیون خلک په کې ژوند کوو، په شهرنو کې یې یو روغتیایي مرکز دی، هغه هم چې ورشو، درمل نه لري، متخصص ډاکتران په کې نه وي چې کله ناروغ راته پیدا شي، هر کور کې ناروغان دي، بس له مجبوریته هماغه کورني یوناني درملو باندې ګزاره کوو."
فولاد وایي د ډېرو ولسوالیو خلک لیرې روغتیایي مرکزونو ته د تګ لپاره د مناسب ترانسپورټ د نه لرلو له امله هم د خپلې درملنې ځنډولو ته اړ کېږي.
د یادونې ده چې د افغانستان د ګڼو نورو ولایتونو اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته په استولو غږیزو پیغامونو کې ورته شکایتونه کړي او د دوی لپاره د روغتیایي مرکزونو او امکاناتو برابرولو ته د جدي پام غوښتنه یې کړې ده.
دوی داسې وخت دا شکایتونه مطرح کوي چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اچ او) په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې تېره میلادي میاشت د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله په ټول افغانستان کې ۲۴۸ کسان مړه شوي دي.
دې سازمان د یکشنبې په ورځ «د ډسمبر په ۱۴مه» پر خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې تېره نومبر میاشت کې د اکټوبر میاشتې په پرتله د دې ناروغۍ کچه ۲۴،۶ سلنه لوړه شوې او په دې هېواد کې په دې ناروغیو د اخته کسانو ۱۴۷ زرو او ۱۳۸ پېښې ثبت شوې دي.
خو د راپور په ټکو په داسې حال کې چې تېره اکټوبر میاشت کې د شدیدو تنفسي ناروغیو شمېر ۱۱۸ زره او ۹۰ پېښې ثبت شوی و.
د «ډبلیو اچ او» په راپور کې دغه راز راغلي چې په نومبر کې د ډینګي تبې ۲،۳۵۷ شکمنې پېښې ثبت شوي چې د اکټوبر په پرتله ۲۱،۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دغه راپور کې د شدید نس ناستي د نږدې ۱۰ زره، د ملاریا د نږدې ۵ زره، د شري د نږدې ۴ زره او د کرونا د شاوخوا ۲۰۰ پېښو د ثبتېدو یادونه هم شوې ده.
د راپور په ټکو، که څه په دغه ناروغیو د اخته کسانو شمېر کې کموالی راغلی، خو تېره میاشت د نس ناستي له امله څلور او د شري له امله هم ۵ مړینې ثبت شوې دي.
هغه کورنۍ چې روغتیایي اسانتیاوو، درملو، کلینیکو او ډاکترانو ته لاسرسی نه لري، باید وقایوي لارې چارې تطبیق کړي
په راپور کې ویل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۲۸ روغتیايي مرکزونو له لارې په ۲۳ ولایتونو کې خلکو ته لومړني روغتیايي خدمتونو وړاندې کوي.
د د دې ناروغیو د کنټرول او له پراخېدو څخه د مخنیوي لپاره یې څه کول په کار دي؟
ځیني ډاکتران په هېواد کې د شدیدو تنفسي ناروغیو د کچې زیاتوالي په تأییدولو سره وایي، هغه کورنۍ چې روغتیایي اسانتیاوو، درملو، کلینیکو او ډاکترانو ته لاسرسی نه لري، باید وقایوي لارې چارې تطبیق کړي که نه نو د مرګ له خطر سره مخ کېدای شي.
له دې ډلې د داخلي ناروغیو متخصص ډاکتر عطاءالله صیام ازادي راډیو ته وویل: "تنفسي سیسټم ډېر حساس غړی دی، نو که لږ هم متأثره کېږي، ډېر ژر انسانانو خصوصاً ماشومانو کې د مړینې لامل ګرځي، کوم خلک چې لیرې پرتو سیمو کې اوسېږي لومړی خو دې د روغتیا ریاستونه ورته اسانتیا او کلینیکونه برابر کړي، بل دا چې کورنۍ دې ځانونه خصوصاً خپل ماشومان له سړې هوا وساتي، ګرمې جامې دې ورواغوندي او ګرم مایعات او خواړه دې وکاروي."
د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو مخ په زیاتېدونکی شمېر د روغتیایي اسانتیاوو چمتو کولو لپاره کافي تمویل ته اړتیا لري.
دې سازمان ویلي هره میاشت کابو ۲ لکه افغانان له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته ستنېږي چې پر روغتیایي سیسټم او اسانتیاوو باندې یې سخت فشار راوستی دی.
که څه هم د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په راپور کې د مرکه شویو افغانانو او د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې د دې وزارت چارواکو هم منلې چې د افغانستان ډېری سیمې او ولسوالۍ له کافي روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دولتي روغتیايي مرکزونه یوازې درې سلنه خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.