ټرمپ د اوکراین په جګړه کې د اوربند په لټه کې د مارچ په ۱۸مه له پوتین سره ټلیفوني خبرې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پلان لري د مارچ په ۱۸مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به ټیلیفوني خبرې وکړي.
ډونالډ ټرمپ د اوکراین په جګړه کې د اوربند راوستلو هڅه کوي چې پکې دواړو خواوو سرتیري او سرچینې له لاسه ورکړي دي.
ټرمپ په فلوریډا ایالت کې له خپل تفریحي ځایه واشنګټن ته د راستنیدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې دی غواړي جګړه پای ته ورسیږي.
ټرمپ وویل: "موږ غواړو ووینو چې ایا موږ دا جګړه پای ته رسولی شو. شاید موږ کولی شو، شاید موږ نشو کولی، خو زه فکر کوم چې موږ ډېر ښه چانس لرو."
کله چې له ټرمپ څخه د اوربند رامنځته کولو لپاره د ممکنه امتیازاتو په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې "موږ به د سیمو په اړه خبرې وکړو. موږ به د بریښنا فابریکو په اړه خبرې وکړو."
"زه فکر کوم چې ډېر مخکې دواړو خواوو، اوکراین او روسیې ورباندي بحث کړی دی. موږ د ځینو شتمنیو د وېش په اړه خبرې کوو."
کرملین دستي په دې اړه تبصره نه ده کړې.
ټرمپ د خپلې دوهمې دورې په لومړیو میاشتو کې دا لومړیتوب ګرځولی دی چې د اوکراین په درې کلنه جګړه کې د اوربند تړون تر لاسه کړي.
اوکرایني او امریکایي چارواکو د مارچ په ۱۱مه په سعودي عربستان کې له خپلو خبرو اترو وروسته اعلان وکړ چې کیېف د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره موافقه کړې، په دې شرط چې روسیه یې ومني.
مسکو تر اوسه پورې دې نظر ته داسي غبرګون ښوودلی چې ورسره یې نور شرایط یو ځای کړي دي. په دغو شرایطو کې له امریکا څخه کیېف ته د وسلو د لیږلو بندول هم شامل دي.
په عین حال کې، یوه جګپوړي روسي چارواکي ویلي چې مسکو به ټینګار وکړي چې اوکراین ته اجازه ورنکړل شي چې له ناټو سره یوځای شي او په هر ډول د سولې تړون کې "بې طرفه" پاتې شي هغه شرایط چې کیف له اوږدې مودې راهیسې رد کړي دي.
د کیېف مهمه غوښتنه دا ده چې د ناټو غړی شي خو روسیه د همدې غوښتنې په خاطر پر اوکراین د ۲۰۲۲م کال جګړه توجیه کوي.
د مارچ په ۱۴مه، پوتین ویلي وه چې هر ډول تړون باید د اوږدې مودې سولې لامل شي چې د جګړې اصلي لاملونه په ګوته کړي. د ده دا خبره د ناټو پراختیا او نورو پرمختګونو ته ښکاره اشاره ده چې پوتین ادعا کوي د روسیې امنیت یې په خطر کې اچولی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ټینګار کړی چې د کیېف لپاره د سولې هر ډول تړون د منلو په خاطر باید د خپلو لویدیځو شریکانو څخه د اوکراین لپاره د امنیت تضمینونه ولري چې پکې د ناټو د غړیتوب غوښتنه هم شامله ده.