د برتیانیا د دفاع وزیر: په پام کې لرو برتیانیا کې د افغانانو د بیا مېشتیدو پروګرامونه وتړو

د برتیانیا د دفاع وزیر جان هیلي

په تېر یو کال کې بریټانیا ته د زرو افغان کورنیو له لېږدولو وروسته، تازه د دغه هېواد دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغان پناه غوښتونکو د بیا مېشتېدو دغه پروګرام پای ته رسوي.

دفاع وزير جان هيلي، که څه هم د دې پروګرام د پای ته رسېدو نېټه نه‌ده اعلان کړې، خو د چهارشنبې په ورځ یې پارلمان ته په يوه ليکلي بيان کې ويلي، دا بهیر نه شی کیدای چې ناتمامه پاتې شي.

هیلي په دې بیان کې د دوامداره ملاتړ ژمنه کړی، خو په وینا یې " په نهایت کې دولت په پام کې لري داسې یو موقعیت ته ورسېږي چې په بریتانیا کې د افغانانو د بیا میشتندنې طرحې وتړي."

د بريتانيا د دفاع وزیر ویلي، په تېر یو کال کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو مستحقو کورنیو ته په بريتانیه کې د بیامېشتېدو زمینه برابره شوې او په تیرو دریوو کلونو کې هره میاشت نوي کورنۍ په دغه هیواد کې میشتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان او يا هم دریمو هېوادونو کې بريتانيا ته د تګ په تمه يوشمېر افغانان شکایت کوي او وايي، له تېرو څه باندې درې کلونو راهيسې بريتانيا کې د پناه غوښتنې په تمه دي، خو تر اوسه يې کيسونو کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی او په دریمو هیوادونو کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.

برتیانیا ته د تګ په تمه په دریمو هېوادونو کې میشت افغانان

په پاکستان کې مېشت يو افغان چې د بريتانيا کيس لري او د امنيتي ستونزو له کبله نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل،"زما تقريبا دوه کاله وشول پاکستان ته راغلی يم، زه د بريتانيا کيس لرم، ما له بريتانوي ځواکونو سره کار کړی دی، له دوه کلونو انتظار وروسته، دوه مياشتې مخکې يې ماته يو فورم راوستاوه، په‌دې فورم کې د پلار، مور، ورونو، خويندو، که واده لرې د مېرمن او نومونه بايد ذکر شي. دا فورم مې ډک کړ له ما يې د يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار شماره هم وغوښتنه، دا هرڅه مې ورته واستول، خو تر اوسه مې هيڅ ځواب يا اېميل مې نه‌دی ترلاسه کړی".

دوه کاله کیږي پاکستان کې برتیانیا ته د تګ په تمه یم، خو د برتیانیايي حکومت مې نه ایمیل ځوابوي او نه مې په کېس کې کوم پرمختګ شوی دی
برتیانیا ته د تګ په تمه پخوانی پوځي

د عنايت‌الله په نوم يو بل افغان چې خپله افغانستان کې دی هم ورته اندېښنه لري.

هغه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، "زما مور او نيمه کورنۍ په بريتانيا کې ده او موږ دلته افغانستان کې يو، افغانستان کې زموږ ژوند په خطر کې دی، د بريتانيا له حکومت مو غوښتنه ده چې زموږ د پناه غوښتونکو کارونو ته پاملرنه وکړي".

د برېتانیې دفاع وزیر جان هیلي دا هم ویلي، ټاکل شوې چې د راتلونکي پسرلي له پیل څخه، له افغانستانه وراتلونکي کسان یوازې د نهو میاشتو لپاره په لنډمهاله استوګنځایونو لکه هوټلونو کې ځای پر ځای کړي او بیا به اړ وي چې د اوسېدو لپاره خپله ځانونو ته ځایونه پیدا کړي.

هیلي د حکومت له خوا د لومړني ملاتړ ژمنتیا څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه چې باید خلک ځان بساینې ته وهڅول شي.

د یادونې ده چې بریتانیا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو سکېم ACRS په ۲۰۲۲ کال کې په دې موخه پيل شوې چې په څو کلونو کې په بريتانيا کې تر ۲۰۰۰۰ کسان ځای پر ځای کړي. دغه شان بل ځانګړی پروګرام، د افغانانو د بيا مېشتېدو او مرستې پاليسي (ARAP)، د هغو افغانانو لپاره جوړ شوی چې د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې یې له برېتانیوي ځواکونو او حکومتي ادارو سره کار کړی وي.

رسمي شمېرې ښیي چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر میاشتې پورې ۱۷,۹۵۶ کسان د ARAP پروګرام له لارې په برېتانیا کې بیا مېشت شوي دي.

په داسې حال کې چې ۱۲,۴۲۶ کسان د ACRS له لارې برتیانیايي ته ورغلي، چې په کې زیانمن کډوال، ښځې، او هغه نجونې شاملې دي چې له جدي ګواښ سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان چې بهرنيو ځواکونو سره يې کار کړی و، امريکا، بريتانيا، جرمني او ځينو نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنې او د خپلو کیسونو د مخته وړلو لپاره په ګاونديو هیوادونو پاکستان او ايران کې مېشت دي.