ټاکل شوې د ملګروملتونو امنيت شورا نن د سوريې پر وضعيت غونډه وکړي

د امنيت شورا ناسته

ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا، نن د تړلو دروازو تر شا د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.

د بشارالاسد د اوږدې مودې ظالمانه واکمنۍ له پرځېدو وروسته، د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي.

په ملګروملتونو کې د روسیې د دایمي استازولۍ د مرستیال دمیتري پولیانسکي په وینا دغه غونډه چې د تړلو دروازو تر شا کېږي، د روسیې په بلنه رابلل شوې ده.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې نړیوالو او سیمه‌ییزو قدرتونو په جګړه‌ځپلې سوریه کې د ثبات غوښتنه کړې ده.

د اسرايیل د بهرنیو چارو وزیر نن دوشنبه ویلي، چې د سوریې په خاوره کې د اسرايیلي ځواکونو حضور محدود او لنډمهاله اقدام دی، چې د اسرايیل امنیت یقیني شي.

ګیدون سعار په بیت‌المقدس کې یوه کنفرانس ته ویلي، د دوی یوازنۍ منافع د اسرايیل امنیت دی.

روسيې ويلي چې، بشارالاسد ته يې پناه ورکړې.

د ده په وینا دا اقدام وروسته له هغې شوی، چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد نظام وپرځېد او واک د یوې افراطي ډلې په مشرۍ یاغیانو ته په لاس ورغی.

د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد او د کورنۍ غړي یې پرون له سوریې ووتل او اوس په مسکو کې دي، چې د روسي رسنیو په وینا دوی ته پناه ورکړل شوې ده.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف نن له خبریالانو سره په خبرو کې دا تایید کړه، چې بشارالاسد دې مسکو ته ورغلی او ویې ویل په سوریه کې پر قدرت د یاغیانو د ولکې ټینګولو حیران کړی دی.

د پسکوف په وینا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په شخصي ډول د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته سیاسي پناه ورکړې ده.

په سوریه کې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته هم د خال‌خال ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې اړه نور: ولکر تُرک: د بشارالاسد د رژيم سقوط سوريه کې د سياسي انتقال په اړه خبرو ته زمينه برابره کړه

رسنیو راپور ورکړی، چې نن سهار هم په پلازمېنه دمشق کې د هوايي حملو غږونه اورېدل شوي دي.

دا لا معلومه نه‌‌‌ده چې دا هوايي حملې چا کړي، خو مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې اسرايیل پرون یک‌شنبه د سوریې پر پلازمېنه دمشق درې هوايي حملې کړې دي.

روسیې چې له اوږدې مودې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړې ده، ویلي کله چې په جګړه کې د ښکېلو لوریو له یو لړ برخوالو سره مذاکرې ناکامه شوې، اسد د استعفا پرېکړ وکړه او د قدرت د سوله‌‌‌ییز انتقال سپارښتنه یې وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو درې اړخیزو مذاکرو کې روسیې برخه نه درلوده.

په همدې حال کې کرملین نن دوشنبه ویلي، دا تر وخت مخکې ده، چې وویل شي په سوریه کې به د روسیې د پوځي اډې برخلیک څه کېږي.

سوريه کې د روسيې پوځي اډه

د کرملین ویاند دمتري پسکوف نن ویلي، دا موضوع به د سوریې له نویو واکمنانو سره د بحثونو په اجنډا کې شامله وي.

د حميميم په نوم د روسیې پوځي اډه د سوریې د لاذقیقه ولایت په طرطوس کې پرته ده.

په ضمن کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن دوشنبه ویلي، چې ترکیه به خپلو کورونو ته د سوریې د کډوالو پر خوندي او رضاکارانه ستنېدلو کار وکړي، چې د خپل هېواد په بیارغونه کې مرسته وکړي.

په ترکیه کې چې د ناټو غړی هېواد دی، د سوریې شا و خوا ۳ ملیونه کډوال اوسېږي، چې د سوریې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر دی.

د سوریې د مستبد حکومت له پرځېدو وروسته ګڼ کسان د پلازمېنې دمشق او سوریې د نورو ښارونو لارو سړکونو ته راووتل او له واکه د بشارالاسد د پرځېدو هرکلی یې وکړ.