وسلهوال یاغیان له دوه ورځنیو جګړو وروسته پرون د دې هېواد د دوهم لوی ښار حلب سیمو ته ننوتل.
په سوریه کې وسلهوالو مخالفینو پرون جمعه د حلب ښار د لوېدیځ په لمنو کې دوه موټربم چاودنې وکړې او ورپسې یې له دولتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه.
دا خبر د سوریې د جګړې یوې څارونکې ډلې ورکړی دی.
ځینو ترکي رسنیو له سیمې راپور ورکړی چې د حکومت وسلهوالو مخالفینو د حلب پر اویا سلنه سیمو ولکه ټینګه کړې ده.
د سوریې رسنیو هم پرون د دې حملو خبر ورکړ او ویې ویل چې د حلب پوهنتون ته نژدې د ښار په مرکز کې یو توغندی لګېدلی چې د دوو محصلانو په ګډون څلور کسان یې وژلي دي.
مرستندویې ټولنې وايي چې د دې جګړو په نتیجه کې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي او ځینې عامه خدمات په ټپه ولاړ دي.
د سوریې حکومت تراوسه د سوریې په ختیځ ښار حلب کې د نښتو او د وسله والو مخالفینو د پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي، خو کریملین پرون پر حلب د وسلهوالو مخالفینو برید د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری وباله او په سوریه کې د قانون د حاکمیت د اعادې غوښتنه یې وکړه.
د ترکیې پوځي چارواکي چې د سوریې د اپوزیسیون ملاتړ کوي، وايي چې پر حلب حمله په یوه ځانګړې سیمه کې محدود عملیات و چې د دوی په وینا له هغو ځایونو څخه د استوګنې پر سیمو حملې کېدلې.
ترکي چارواکي دا هم وايي چې له دې سیمو څخه د ترکي ځواکونو په شاتګ د دې سبب شو چې وسلهوال پراخې حملې وکړي.
دا له شاوخوا اتو کلونو وروسته پر حلب د وسلهوالو مخالفینو لومړی برید دی.
په دې سیمه کې د سوریې دولتي ځواکونو په ۲۰۱۶م کال کې د روسیې او ایران په مرسته د وسلهوالو مخالفینو پرضد پوځي عملیات وکړل او هغوی یې له دې سیمو وایستل.
خو دا ځل د دولت د پوځي عملیاتو نښې نښانې نه ښکاري.
له ۲۰۱۱م کال په راوروسته موده کې چې د بشاراسد رژیم په یوه هراړخیزه جګړه کې ښکېل شو، په ۲۰۱۶م کال کې د حلب عملیات د جنګ د برخلیک په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.
هغه مهال د سوریې ځواکونو د روسیې او ایران په ملاتړ حلب له څو اوونیو کلابندۍ وروسته له وسلهوالو مخالفینو څخه تصفیه کړ.
په سوریه کې د وسلهوالو دا ناڅاپي حملې په منځني ختیځ کې چې له یوې خوا د حزبالله او اسراییلو او له بلې خوا د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړې پهکې روانې دي، ناامني نوره هم زیاتوي.