د امریکا د متحدایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په کابل کې له واکمنو طالبانو سره څرنګه چلند وکړي؟
طالبانو په انتخاباتو کې د ټرمپ تر بریالي کېدو وروسته تمه ښکاره کړې ده چې، د واشنګتن او کابل تر منځ به اړیکي ښې شي، خو ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال د دوحې پر تړون، چې طالبانو ته یې د واکمنۍ لار پرانیسته، سختې نیوکې کړې دي چې هغسې نهدی پلی شوی، لکه څرنګه چې پهدې تړون کې ژمنې شوې دي.
طالبانو هیله څرګنده کړې ده چې د امریکا له متحدایالتونو سره به په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ له بري وروسته د اړیکو یو نوی فصل پرانیستل شي.
"کومه هغه صفحه چې ټرمپ د افغانستان په اړه پرانیستې وه، بایډن بشپړه کړه چې هغه د دوحې پروسه وه او افغانستان طالبانو ته وسپارل شوشکريه بارکزۍ
وروسته تر دې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ پرون د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس ته ماته ورکړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې ویلي دي چې، د بهرني متوازن سیاست په رڼا کې د امریکا په متحدایالتونو کې د انتخاباتو د نتیجو له راڅرګندېدو سره تمه لري چې، د سپينې ماڼۍ راتلونکې اداره د دوی په وینا واقعبینانه ګامونه پورته کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختګ رامنځته شي.
پهدې اعلامیه کې د دوحې توافقنامې ته هم اشاره شوې ده او پهکې راغلې دي چې، لهدې هوکړې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اشغال پای ته ورسېد.
د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه طالبانو او امریکایي پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې دا توافقنامه د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ولسمشرۍ په وخت لاسلیک کړه، خو ښاغلي ټرمپ نژدې میاشت مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مناظرې پرمهال ډیموکرات ګوند پړ وباله چې له طالبانو سره یې تړون سم تطبیق نهکړ.
نوموړي وويل: "د اتلسو میاشتو په ترڅ کې زموږ هیڅوک ونه وژل شول. موږ د مذاکراتو یو تړون درلود چې مایک پامپیو مخته ووړ. دا ډېر ښه تړون و. د دې لپاره ښه و چې موږ له افغانستانه وتلو. موږ به د ډیموکرات ګوند په پرتله ژر وتلي و او پوځیان به مو هم نه و وژل شوي. موږ به ډېر امریکایان شاته نه و پرې ایښي، موږ به د پنځه اتیا میلیارډه ډالرو په ارزښت نوې ښکلې وسلې نه وای پرې ایښې، دوی تړون خراب کړ. تړون وایي تاسو باید دا دا او دا وکړئ خو دوی ونهکړل. دا تړون زموږ له لوري لغو شو ځکه چې دوی هغه څه نهدي کړي چې باید کړي یې وای."
د ولسمشر ټرمپ د دې ځل جمهوري ریاست په ترڅ کې د دوحې د تړون برخلیک څرګند نهدی، خو یوشمېر افغان سیاستوال تمه لري چې دا ځل دې واشنګټن او نوره نړیواله ټولنه د افغانانو د شته ستونزو غم وخوري.
لهدې ډلې شکریې بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل: "کومه هغه صفحه چې ټرمپ د افغانستان په اړه پرانیستې وه، بایډن بشپړه کړه چې هغه د دوحې پروسه وه او افغانستان طالبانو ته وسپارل شو اوس زموږ افغان مېرمنو غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه دې پر خپلو نړیوالو تعهداتو عمل وکړي او کوم ناورین چې یې په افغانستان کې پیل کړی افغانستان یې یوه بل سیمهییز بحران ته نژدې کړی، بېرته دې د همدې ناورین د لهمنځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړي. زموږ غوښتنه همدا ده چې ډیپلوماسي تر ټولو غوره لاره ده، نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې سیمې او نورو هېوادو لپاره. د ډیپلوماسي او هغو نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې دې د افغانستان د خلکو د حقونو د تامین لپاره، کار او هلې ځلې وشي."
Your browser doesn’t support HTML5
وروسته تر دې چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په اخره کې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل د ګڼو کتونکو په باور د افغانستان موضوع د واشنګټن د بهرنۍ تګلارې لپاره بیا هغومره اهمیت نهدی پیدا کړی، لکه مخکې چې و، خو پهدې موده کې متحدایالتونو له افغانستان سره په بشري برخه کې تر بل هر هېواد ډېره مرسته کړې ده.
اوس سوال دا دی چې دا بشري مرستې به د جنورۍ له شلمې وروسته چې ډنالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلویښتم ولسمشر په توګه لوړه کوي، ادامه پيدا کړي، که نه؟