د کندهار د انارو صادراتو کمښت او د وطني مېوو کارولو کمپاین

په کندهار کې راټول شوي انار بسته بندي کېږي.

په داسې حال کې چې سږ کال د پاکستان د لوړې مالیې یا ټکس له امله له کندهاره د انارو صادرات کم شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د صالونونو مالکان وهڅوي څو د ودونو او نورو مراسمو پر مهال وطني تازه مېوې، په ځانګړي ډول انار وکاروي.

د انارو باغ لرونکي وايي، د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر تازه مېوو د لوړي تعرفې له امله د انارو باغونه نه دي اجاره شوي او صادرات په کم اندازه ترسره کېږي.

د انارو د باغ لرونکو په وینا، سږ کال یې حاصلات په نسبي ډول ښه دي، خو د صادراتو د کمښت له امله ټول باغونه له انارو ډک ولاړ دي.

ملا بهاوالدین: "د ټکس له امله مصارف درانه دي. یو تاوان دا دی چې انارو مو چاوده کړې، بیا ټکس راباندې لوړ شوی، که یې دلته په لیلام ورکړم بیا هم پاکستان ته تر استولو لږ تاوان کوم."

ولي محمد: "د انارو حاصل ښه دی، خو صادرات نه لري. پر دغه یو کریټ ۳زره کالدارۍ ټکس راځي، نو دا هرڅه په څو؟ زموږ حکومت باید له پاکستان سره خبرې وکړي ترڅو دا ستونزه حل شي."

په کندهار کې راټول شوي انار بسته بندي کېږي او له دې وروسته بیا د پلور لپاره بازار ته وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې د انارو سوداګر هم وايي چې د پاکستان د لوړې کمرکي تعرفې له امله سوداګر زړه نه ښه کوي چې انار صادر کړي، ځکه هېڅ ګټه نه ورته کوي.

د انارو یو سوداګر سعدالله خان، وايي په تېرو کلونو کې د انارو پر یوه ټن ۱۰۸زره پاکستانۍ کالداري مالیه اخیستل کېده، خو اوس پر یوه ټن ۱۹۰زره کالدارې اخیستل کېږي.

سعدالله خان زیاتوي: "د پاکستان ټکس لوړ دی، مصرف نه‌شي پوره کولای. موږ پنځه، شپږ کانتینره انار ور ولېږل، هر کانتینر ۳۲ لکه مصرف وکړ، انار خو ولاړه په موږ پسې یې د پیسو واپسي لا راغله."

د وطني مېوو کارولو کمپاین

بلخوا، د کندهار یو شمېر اوسېدونکو د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د صالونونو مالکان وهڅوي څو د ودونو او نورو مراسمو پر مهال د انارو او نورو وطني مېوو کارول عام کړي.

حاجي ظاهر جان څرک، چې یو له دغه کمپاین کوونکو څخه دی، وايي، د دې اقدام په مرسته به د ځايي کروندګرو اقتصادي ملاتړ وشي.

هغه زیاتوي: "زما د وړاندیز هدف دا و چې انار مو دلته په مصرف ورسېږي. د ودونو په صالونونو کې پاکستاني کېلې پرتې وي، د دوو صالونونو مالکینو زما وړاندیز ومانه او اوس خلکو ته انار ورکوي."

د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي هم د انارو د صادراتو د کمښت په اړه اندېښمن دي.

د دې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا، وايي چې سږ کال د صادراتو کچه په تېرو کلونو کې په بېساري ډول کمه شوې ده.

د کندهار یو بزګر انار راټول کړي او په کارتن کې یې ځای پرځای کوي.

د هغه په وینا، تېر کال شاوخوا ۹۰زره ټنه انار صادر شوي وو، خو اوس د لوړې تعرفې له امله صادرات نږدې ۸۰ سلنه د کموالي سره مخ شوي دي.

انجینر عبدالباقي بینا زیاتوي: "تېر کال د انارو له ۸۰ تر ۹۰زره ټنه صادرات وو، خو سږ کال چې د میزان د لومړۍ نېټې څخه صادرات پیل شوي، د ټکس له امله ډېر کم صادرات شوي ټول انار په درختو ځړېږي. زما هیله د دواړو حکومتونو څخه دا ده چې دا ستونزه حل کړي."

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، که پر انارو د پاکستان د لوړ ټکس ستونزه حل نه شي، نو باغ لرونکي او سوداګر به له لوی زیان سره مخ شي.

و مو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو او زراعت ریاست مسوولینو نظر هم واخلو، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو پورې خبرو ته حاضر نه شول.