د لبنان صدراعظم: اسراييل سره د اوربند هوکړې ته هيله‌من يو

د لبنان لومړی وزیر نجیب میقاتي

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي هیله څرګنده کړې چې، په راتلونکو څو ورځو کې به له اسراییلو سره د اوربند هوکړه اعلان شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د اسراییلو خبري چینل (کان) یو سند خپور کړی او په‌کې یې ویلي، دا د هغې هوکړې مسوده ده چې، لومړني شپېته ورځني اوربند ته زمینه برابروي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې په دغه افشا شوي سند کې چې د (کان) په وینا د واشنګټن له‌خوا وړاندیز شوی او رسنیو ترلاسه کړی ویل شوي چې، اسراییل به د دغه شپېته ورځني اوربند په لومړۍ اوونۍ کې له لبنان څخه خپل ځواکونه وباسي.

دغه اطلاعات تر ډېره بریده د هغو معلوماتو سره مطابقت لري، چې مخکې د رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله خپاره کړي وو.

په دې اړه نور: د منځني ختیځ په روان بحران خبرې؛ د سي‌آی‌اې د مشر په ګډون یو امریکايي پلاوی مصر او اسراییل ته ځي

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۰مه) الجدید ټلوېزیون ته وویل، دی په‌دې باوري نه‌دی چې د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته به یوه هوکړه ممکنه وي، خو د هغه په وینا د چهارشنبې په ورځ د منځني ختیځ لپاره د امریکا له استازي اموس هوکشتاین سره له خبرو وروسته خوشبیني نوره هم زیاته شوې ده.

میقاتي دا هم وویل، هوچکشتاین هغه ته د ټلیفون په جریان کې وویل، د دې میاشتې تر پایه او د نومبر له پنځمې د مخه یوه موافقه ترلاسه کېدی شي.

د لبنان لومړي وزیر وویل، هغه ټولې ممکنه هڅې کوي او هیله‌من دی چې په راتلونکو ساعتونو یا ورځو کې به اوربند وشي.

ټاکل شوې ده چې، د منځني ختيځ لپاره د امریکا استازی هوکشتاین نن پنج‌شنبه (اکتوبر ۳۱مه) اسراییل ته سفر وکړي.

په‌دې وروستيو کې اسراييلو پر لبنان خپل هوايي بريدونه په کم‌سارې ډول ډېر کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند شان ساویټ د دې پوښتنې ځواب نه‌دی ورکړی، چې ایا د (کان) له‌خوا خپره شوې نسخه به د نورو مزاکراتو لپاره بنسټ وي او کنه.

د اسراییلو عامه نشراتو هم ویلي دي چې، دا مسوده د اسراییلو مشرانو ته وړاندې شوې، خو اسراییلي چارواکو تر اوسه په‌‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د لبنان حزب‌الله هم سم‌لاسي د اوربند د دې افشا شوي وړاندیز په اړه څه نه‌دي ویلي.

د لبنان حزب‌الله یوه پوځي-سیاسي ډله ده چې د امریکا متحده‌ایالات له‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي، خو اروپايي ټولنې يې په تور لېست کې بیا یوازې پوځي څانګه شامله کړې ده ده، نه سیاسي برخه.

دغه ډله د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.