د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

پاريس کې د لبنان په اړه کنفرانس؛ بېلابېلو هېوادونو يو ميليارد ډالره مرسته اعلان کړه


پاريس کې د لبنان په اړه کنفرانس
پاريس کې د لبنان په اړه کنفرانس

د پاریس په کنفراس کې د لبنان د بشري ناروین د کمېدو او د دې هېواد له پوځ څخه د ملاتړ په موخه د یو میلیارد ډالرو مرستې اعلان شوی دی.

پرون پنج‌شنبې د (اکټوبر پر ۲۴مه) د شاوخوا ۷۰ هېوادونو او ۱۵ سازمانونو استازو لبنان سره د مرستو په موخه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې سره وکتل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، امریکا په‌دې کنفرانس کې په ټیټه سطحه ګډون کړی و.

د پاریس کنفرانس د لبنان لپاره د مالي مرستې د راټولولو په موخه رابلل شوی و.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروت په‌دې کنفرانس کې وویل: "له څه باندې ۸۰۰ میلیونه ډالرو چې ۳۰۰ میلیونه يې د واشنګټن له‌خوا مرسته شوي، په لبنان کې به د یو میلیون بې‌ځایه شویو لپاره د خوړو، روغتیايي او د زده‌کړې په برخه کې د خدمتونو په برابرولو ولګوي."

په راپور کې راغلي، دوه سوه میلیونه ډالره نوره مرسته به د لبنان له پوځ سره وشي، چې د دې هېواد د داخلي ثبات تضمینوونکی ګڼل کېږي او همدارنګه د ملګروملتونو د ۱۷۰۱ پرېکړې پر اساس هم دا مرسته مهمه ده.

د ۲۰۰۶ کال په پرېکړه‌لیک کې غوښتل شوي وو، د لبنان جنوب به د هر ډول وسله‌والې ډلې یا ځواک په واک کې نه‌وي، خو دا پرېکړه‌لیک په سمه توګه پلی نه‌شو، ځکه د لبنان په حکومت کې سیاسي خلا او اقتصادي کمزورتیا د دې سبب شوه، چې د دې هېواد پوځ دا سیمه په واک کې ونه‌لري.

ښي لور ته د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او ګڅ لور ته د لبنان لومړی وزير نجيب ميقاتي
ښي لور ته د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او ګڅ لور ته د لبنان لومړی وزير نجيب ميقاتي

فرانسه چې له لبنان سره تاریخي اړیکې لري، پر دې هېواد يې اغېز له هغه مهاله چې اسراییلو په لبنان کې د حزب‌الله پر ډلې بریدونه پیل کړي، کم شوی دی.

په لبنان کې په وروستیو جګړو کې څه باندې ۲۵۰۰ کسان وژل شوي او نژدې دوه میلیونه بې‌ځایه شوي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل، اسراییلو ته يې پیغام دا دی چې اوربند وکړي.

حزب‌الله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د امریکا له‌خوا د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي، خو اروپايي ټولنې يې یوازې پوځي برخه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله ډله چې د لبنان پر ډېرو جنوبي برخو کنټرول لري، سیاسي څانګه يې د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د پاریس کنفرانس په پیل کې وویل: "ډېر زیانونه، ډېر قربانیان او ډېر بریدونه د ترهګرۍ د پای سبب کېږي نه او نه هم دا بریدونه د ټولو د امنیت تضمین دي."

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اوربند د غوښتونو سره-سره د جګړې په میدان کې د جګړې د درېدو هیڅ نښه نه ښکاري.

د لبنان ځواکونو ویلي، د اسراییلو په هوايي بریدونو کې يې پولې ته نژدې درې سرتېري وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG