د اسراييل پوځ: د سپاه پاسداران ګڼ‌شمېر افسران حزب‌الله سره د مرستې لپاره بيروت ته رسېدلي

پر بيروت د اسراييل د بريد له امله يوه ويجاړه شوې ودانۍ

د اسراییل د پوځ ویاند وایي، د ایران د سپاه پاسداران ګڼ‌شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې په بیروت کې لبنان ته داخل شوي دي، چې له حزب‌الله سره د راکټونو په توغولو او پر اسراییل د بې‌پيلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته وکړي.

حزب‌الله هغه ډله ده چې امریکا یې تروریستي بولي، خو اروپايي اتحادیه د هغې پوځي څانګه ترهګره ګڼي.

د اسراييل د پوځ وياند دانیل هګاري زیاته کړه، اسراییل په بیروت کې د ایران په سفارت کې د سپاه پاسداران دغه افسران، چې له حزب‌الله سره په راکټي او ډرون بریدونو کې مرسته کوي، څاري.

نوموړي تېره شپه له العربیه تلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، ایران، لبنان ته د ځواکونو او تجهیزاتو په لېږلو سره غواړي له حزب‌الله ډلې سره مرسته وکړي، خو اسراییل دوی څاري او اجازه به ورنه‌کړي چې حزب‌الله، چې په تېره یوه میاشت کې یې درانه ګوزارونه خوړلي، خپل کنټرول او قومانده بیا ترلاسه کړي.

دانیل هګاري همداراز وویل، د دوی پوځ په وروستیو عملیاتو کې د حزب‌الله ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر غړي، چې ډېری یې د قوماندې د کچې غړي او جګپوړي کسان وو، له‌منځه وړي دي او د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر اساس به د دې ډلې ټولو مهمو کسانو ته، که په بیروت کې وي او که د جګړې په میدانونو کې، ګوزار ورکوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په لبنان کې د حزب‌الله غړي د باوري راپورونو پر بنسټ تعقیب او په نښه کېږي.

د اسراییل پوځ د چهارشنبې په ورځ د هاشم صفي‌الدین، چې د حزب‌الله د اجرايي شورا ريیس و او وروسته له‌‌دې چې حسن نصرالله د میزان په ۶مه ووژل شو، د هغه احتمالي ځای ناستی ګڼل کېده، وژل کېدا تایید کړه.

د اسراييل د پوځ وياند دانیل هګاري

د اسراییل له بیان وروسته، د حزب‌الله ډلې هم درې اوونۍ وروسته په ضاحیه سیمه کې د هغه د پټن‌ځای په بمبارۍ کې د صفي‌الدین مرګ تایید کړ.

ایران همداراراز روانه اوونۍ تایید کړه چې، د اسراییل په وروستیو عملیاتو کې په لبنان کې دوه ایراني وګړي؛ معصومه کرباسي او علي حیدري وژل شوي دي.

د ایران دولتي تلوېزیون معصومه کرباسي او د هغې لبنانی مېړه رضا عباس عواضه د کمپیوټر انجینران، او د سپوږمکیو په هک کولو کې د حزب‌الله کلک ملګري وبلل.

د اسراییل د پوځ وياند دانیل هګاري ویلي و چې، رضا عباس عواضه د حزب‌الله له مهمو ځواکونو څخه و چې د دې اوونۍ په پیل کې د دوی په عملیاتو کې ووژل شو.

په دې اړه نور: اسراییلو پر دمشق او حومص ته نژدې پر یوه پوځي سیمه هوایي بریدونه پيل کړي

د ایران مشر علي خامنه‌يي د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د عواضه او کرباسي له کورنیو سره وکتل او هغوی یې وستایل.

ایرانۍ رسنیو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې، علی حیدري، چې د بیروت لپاره د "داوطلب ډاکټر" په توګه ټاکل شوی و، هغه مهال ووژل شو چې د اسراییل بې‌پيلوټه الوتکو د هغه پر روان موټر برید وکړ.

د اسراییل پوځ وایي چې په لبنان کې یې "هدفمن" عملیات معمولاً پر هغو عواملو ترسره کوي، چې د حزب‌الله ډلې په کادر کې مؤثره کسان ګڼل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حیدري د وژل کېدو پېښه "جنګي جنایت" او د ۱۹۴۹ کنوانسیون سرغړونه بللې، چې پر روغتونونو او طبي کارکوونکو برید منع کوي.