په عام محضر کې د طالبانو له لوري سزاګانې؛ تېرو درې ورځو کې ۱۶ کسان په دُرو وهل شوي

ارشيف

سره له‌دې چې نړیوالو سازمانونو او بنسټونو له طالبانو په کراتو کراتو غوښتي چې، په عام محضر کې دې له تعزیري سزاګانو لاس واخلي، خو طالبانو تر اوسه دې کار ته دوام ورکړی.

د طالبانو د حکومت ستره محکمه په کابل کې پر څلورو مجرمینو د تعزیري سزاګانو د عملي کېدو خبر ورکوي.

دې محکمې بېګا ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر په‌دې اړه چې دغه سزا پر کومو مجرمینو او په څه ډول تطبیق شوي، جزیات نه‌دي ورکړي، خو له‌دې مخکې یې پرون سه‌شنبې په خپله وېب‌پاڼه کې په خوست ولایت کې پردوو تنو د ورته تعزیري سزاګانو د تطبیق په اړه په یوه راپور کې ویلي و چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې له‌مخې پر دوو کسانو چې پر لواطت تورن و، په عام محضر کې تعزیري سزا تطبیق شوه.

یو تورن په ۳۵ او بل په ۳۰ دُرو ووهل شول.

په دې اړه نور: طالبانو د دوو مېرمنو په ګډون نهه کسان په دُرو وهلي

د دې ترڅنګ یو تورن په یونیم کال او بل په یوکال تنفیذي بند محکوم شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د محکمې د حکم له‌مخې د دوشنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې دوه تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول او تر هغې مخکې د یک‌شنبې په ورځ هم پر اتو تنو په کونړ ولایت کې په عام محضر کې ورته تعزیري سزاګانې تطبیق شوې وې.

د جزاپېژندنې د علم له نظره د دغسې مجازاتو تطبیق په شخصیتي لحاظ په مجرم باندې ناوړه اغېزه لري او د هغه شخصیت توهینوي."
ستانکزی

د طالبانو حکومت یوازې په تېرو درې ورځو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

که د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په وروستیو څو میاشتو کې په عام محضر کې پر مجرمینو د طالبانو د محاکمو له‌خوا د تعزیري سزاګانو په اړه دقیق ارقام راټول شي، تقریبا هره ورځ په یوه یا بل ولایت کې څو تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

دغه سزاګانې څومره له بشري قوانینو او انساني کرامت ته له درناوي سره اړخ لګوي؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی یې په اړه وایي: "په عام محضر کې د جزاو تطبیق، سره له‌دې چې تنبیهي حالت لري اما د پینولوژي علم یا جزاپېژندنې د علم له نظره د دغسې مجازاتو تطبیق په شخصیتي لحاظ په مجرم باندې ناوړه اغېزه لري او د هغه شخصیت توهینوي."

نصرالله ستانکزی

جزا پېژندنه یا پنولوژي چې د مجازاتو د مختلفو بڼو اغېزې، د مجازاتو د تطبیق شرایط، د حبس اړوند عملي مسایل، د مجازاتو بدیل امکانات، د جرمونو د تکرار مخنیوی او نور اړوند مسایل څېړي، د تعزیري سزګانو تطبیق انساني کرامت ته سپکاوی بولي، خو طالبان وایي چې دغه سزاګانې د اسلامي اصولو یو اساسي جز دی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د راپورونو له‌مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، د ښځو په ګډون په سلګونو کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د دغو اقداماتو په وړاندې د بشري حقونو سازمانونو او بنسټونو له طالبانو په کراتو-کراتو غوښتي چې، د دا ډول سزاګانو تطبیق ودروي.

دوی همدارنګه تورنو کسانو ته د طالبانو د محاکمو له‌خوا د سزا اورولو پر روڼتیا هم اندېښنه څرګندوني او وایي چې، په ډېرو مواردو کې تورن کسان د مدافع وکیل له حق څخه بې‌برخې دي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنه چې له هېواده بهر فعالیت کوي وایي، د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې تقریباً ټولې ښځینه قاضیانې له دندو لیرې شوي او یو محدود شمېر ښځینه مدافع وکیلانې چې په افغانستان کې پاتې دي، هم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.