افغانستان
طالبانو په لوګر ولایت کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې پرون یکشنبې د (اکټوبر ۱۳مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، د یوې ښځې په ګډون اته تنه يې د غلا، له کوره د تېښتې او لواطت په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې په لسګونه کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړل شوي دي.
تېر کال په فراه ولایت کې طالبانو یو کس د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړ.
په عام محضر کې د طالبانو لهخوا د سزاو پلي کېدل، د بشري حقونو د فعالانونو او سازمانونو اندېښنې راپارولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایراني پوله ساتو په ډزو د لسګونو افغانانو وژنه؛ طالبان: په دې اړه له څېړنو وروسته خپله پرېکړه کوو
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وایي، د ایران پوله ساتو ځواکونو د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې پر هغو سلګونو افغان کډوالو ډزې کړي چې غوښتل یې د ایران خاورې ته ننوځي.
ویل شوي چې په دغو ډزو کې په لسګونو کسان وژل شوې دي.
مجاهد نن چهارشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د دغو راپورونو په اړه په یوه بیان کې ویلي چې په دې اړه د حکومت بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقیقات کوي.
هغه ویلي، دا چې د پیښې سیمه له هېواده بهر ښودل شوې، تراوسه معلومات نهدي کره شوي او د پېښې په اړه د نورو جزییاتو له څرګندېدو وروسته به په دې برخه کې لازمه پرېکړه وکړي.
د ایران د بشري حقونو د یوه جلاوطنه سازمان، حال وش مسوول مدیر شیراحمد شیراني نارویي، د ازادي راډیو د فردا څانګې ته وویل چې یو شمېر سرچینو ورته ویلي چې په دغو بریدونو کې په لسګونو کسان وژل شوي یا ټپیان شوي، خو دقیق شمېر یې تراوسه نهدی معلوم.
تراوسه پورې نورو سرچینو د دغې پېښې او پهکې د اوښتي مرګژوبلې پخلی نهدی کړی.
حال وش د ویډیويي فایلونو، عکسونو او د شاهدانو په قول ویلي چې شاوخوا ۳۰۰ افغانانو غوښتل چې د ایران خاورې ته واوړي، ایراني پوله ساتو پرې ډزې کړي او د هغو له منځه یې له ۶۰ تر ۷۰ کسان وژلي او نور ټپیان کړي دي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وایي، له معتبرو منابعو سره د مستقیمو اړیکو په نتیجه کې څرګنده شوې چې د ایراني ځواکونو په ډزو کې د په لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه راپورونه سم نهدي.
شریف: له سوداګریز او ټرانزیټي فرصتونو د استفادې لپاره په افغانستان کې امن او ثبات ته اړتیا ده
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې چې اسلامآباد یې نن کوربه و، ټینګار وکړ چې په سیمه کې له سوداګریز او ټرانزیټي فرصتونو څخه د استفادې لپاره اړتیا ده چې افغانستان له امن او ثبات څخه برخمن وي.
شهباز شریف د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو د شورا ۲۳مې غونډې ته په وینا کې وویل، افغانستان له سیمې سره د اتصال له پلوه د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره یو ارزښتناکه فرصت رامنځته کوي چې ګټه یې د شانګهای د همکارۍ د سازمان ټولو غړو هېوادونو ته رسېږي.
هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بشري بېړنیو مرستو په برخه کې د افغانستان زیات ملاتړ وکړي.
د پاکستان صدراعظم همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې سیاسي ټول شمولیت ته غاړه کېږدي او هم دا ډاډ ورکړي چې هېڅ یوه ډله به د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کاروي.
که څه هم افغانستان د شانګهای د همکارۍ د سازمان څارونکی غړی دی، خو له کله چې طالبان پرافغانستان واکمن شوي، په غونډو کې یې د افغانستان څوکۍ خالي ده.
په هغه ګډه اعلامیه کې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو د شورا د غونډې په پای کې خپره شوې، د افغانستان نوم هم نهدی اخیستل شوی.
فوټبال؛ د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د اسیا جام د لارموندنې په پړاو کې ګډون کوي
د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵م کال اسیا جام د لارموندنې پړاو په سیالیو کې د ګډون په موخه کمبودیا ته لاړه.
د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶مه نېټه د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی چې لوبډله یې نن له کابل د کمبودیا په لور حرکت وکړ.
په خبر کې ویل شوي چې د اسیا جام د لارموندنې پړاو سیالۍ به د اکټوبر په ۱۷مه نېټه پیل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.
افغانستان به د دې سیالیو په ترڅ کې په ب ګروپ کې له بنګلهدېش، کمبودیا، فیلیپين او ماکایو سره سیالۍ وکړي.
د ویلو ده چې یادې لوبډلې له تېرو څو ورځو راهیسې د چمتووالي په موخه په کابل کې تمرینات ترسره کول.
پاکستان او چین: د طالبانو حکومت دې د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره هر اړخیز ګامونه پورته کړي
پاکستان او چین د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له حکومته غوښتي چې افغاستان کې د ترهګرو ډلو د لهمنځه وړلو لپاره دې هر اړخیز ګامونه پورته کړي.
د چين صدراعظم لي ګیانګ او پاکستاني سیال یې شهباز شريف نن چهارشنبه د میزان ۲۵مه په يوه ګډه اعلامیه کې ټينګار وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ دى.
د دواړو هېوادونو صدراعظمانو له طالبانو دا هم غوښتي چې د افغانستان له خاورې د خپلو ګاونډيانو، سيمې او نړۍ پر ضد له کارولو دې ډډه وکړي.
دغه راز په دې اعلامیه کې دواړو هېوادونو په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.
دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې د چین صدراعظم لي کیانګ تېره دوشنبه د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ولاړ.
لي ګیانګ د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه غونډه کې چې نن په اسلاماباد کې جوړه شوې وه هم ګډون کړی دی.
اوچا: روان کال افغانستان کې له ۱۳ميليون ډېرو وګړو سره مرسته شوې
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بشرپالو ادارو د افغانستان د ۱۳،۴ ميلیونه وګړو یو ډول لاسنیوی کړی دی.
اوچا پرون سهشنبه په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د جنوري نه تر جولای میاشتې پورې ۲،۲ میليون کسانو لږ تر لږه درې ډوله سکټوري ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د اوچا د نویو شمېرو لهمخې په افغانستان کې ټولټال ۲۳،۷ ميلیونه کسان د خوړو، روغتیا او روزنې په ګډون په مختلفو برخو کې مرستو ته اړ دي.
د دې ادارې په خبره، د غوښتل شوې ۳،۰۶ ميلیارډ ډالرو څخه تر اوسه پورې یوازې څه باندې ۷۳۵ ملیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
نن د افغانستان په ۷ ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن چهارشنبې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اټکل کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور لهمخې د دې ادارې د خبرپاڼې سره سم په بدخشان، نورستان، تخار، پنجشېر، بغلان، کندز او بلخ ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د نسبتاً تېز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو د راتلو اټکل کړی دی.
د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې وروستیو شدیدو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
طالبان: چين د واخان دهليز د فعاله کېدو په اړه د طالبانو هڅې ستايلي
په چین کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وایي، پېکینګ د چین او افغانستان ترمنځ د واخان دهلیز د فعاله کېدو په اړه د طالبانو د حکومت هڅې ستایي او له خپله اړخه د دغه دهلیز د چارو لپاره په تدریج د ګامونو د اخیستو لپاره چمتووالی لري.
دا خبره په چین کې د افغانستان سفارت چې چارې یې د طالبانو لهخوا ټاکل شوی سفیر مولوي بلال کریمي سمبالوي، پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې کړې.
پهدې اړه په یوه بیان کې ویل شوي چې، د ښاغلي کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې د مشر لیوجین سونګ ترمنځ په کتنه کې د دې دهلیز ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، تجارتي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا او تقویې او همدارنګه له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو، سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي همکاریو پر دوام خبرې وشوې.
د بیان لهمخې لیوجین سونګ وویل چې د ايمسيسي او مرکزي اسیا د نفت او ګازو شرکتونه به لا نور وهڅوي، تر څو د امو دریا د نفتي حوزې د تېلو د استخراج بهیر لا ګړندی او د مس عینک پروژې روان کارونه نور هم پراخ او چټک شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم پرون سهشنبه پر خپله وېبپاڼه په یوه خبرپاڼه کې د دغې کتنې پخلۍ کړی او یوازې دومره یې ویلي چې، دواړو لورو د چین-افغانستان د اړیکو او د نورو د علاقې وړ دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.
چین که څه هم لکه د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو لومړی هېواد و چې د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې یې په پېکینګ کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د حکومت لهخوا د نومول شوي سفیر بلال کریمي باورلیک ومانه.
د طالبانو له بنده د جاويد کوهستاني د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی
د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې، د چارو شنونکی او پخوانی جنرال جاوید کوهستاني د طالبانو د حکومت له توقیفه خلاص شوی دی.
د کوهستاني د کورنۍ غړو له دغو رسنیو سره په خبرو کې منلې چې، هغه نن خپل کور ته تللی دی، خو نور جزیات یې نهدي ورکړي.
جاوید کوهستاني د تلې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په کابل کې ونیول شو او هغه مهال د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې وویل چې، نوموړی د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوی دی.
کوهستاني له هغو محدود شمېر جنرالانو او نظر خاوندانو څخه دی چې، د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته هم کابل کې پاتې شو او وخت ناوخت یې له رسنیو سره خبرې کولې.
معلومه نهده چې نوموړی د کومو دلایلو لهمخې طالبانو توقیف کړی و او خپله د طالبانو رسمي سرچینو هم تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
مخکې تر دې هم ګڼشمېر فعالان نیول شوي او خلاص شوي، خو د طالبانو چارواکي تر ډېره نه د هغوی په نیولو او نه هم ازادولو تبصره کوي.
اروپایي ټولنه: زدهکړې د افغانستان په پرمختګ کې کلیدي رول لري
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ماموریت ویلي، زدهکړې د دغه هېواد په پرمختګ کې کلیدي رول لري او په وینا دوی د افغانستان د ښې راتلونکې د تضمین په موخه د سلګونه ښوونځیو ملاتړ کوي.
دغه ماموریت دا څرګندونې نن سه شنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کړي او د افغانستان لپاره یې د خپلې استازې هغه انځور خپور کړی چې کابل کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته ورغلې ده.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.
د اروپایي ټولنې په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو استازو له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونیز او تحصیلي مرکزونه پرانېزي، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.
افغان ابدالیان د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه له هانګ کانګ سره لوبوي
ټاکل شوې ده چې نن سه شنبه د اکټوبر په ۱۵مه نېټه د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د عمان په کوربتوب په پیل شويو درې اړخیزو سیالیو کې له هانګ کانګ سره ولوبېږي.
دا د یادو درې اړخیزو سیالیو پایلوبه ده چې د کابل پر وخت به ماسپښین ۱:۳۰مه بجه پیل شي.
د دې سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له هانګ کانګ او دویمه له عمان ګټلې وه او تر ننۍ لوبې وروسته دا لوبلړۍ پای ته رسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي، دغه سیالۍ د اسیا ایمرجینګ سیالیو د چمتووالي په موخه پلان شوې دي.
د ویلو ده چې د اسیا ایمرجینګ جام سیالۍ به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه په همدې نېټه د سریلانکا له الف لوبډلې سره ترسره کوي.