ايران ته د امريکا خبرداری: د ډونالډ ټرمپ په وړاندې له دسيسو لاس واخلئ

د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

متحده‌‌ایالتونو د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی چې، د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندې له دسیسو لاس پر سر شي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو یوه چارواکي ویلي چې، د ډونالډ ټرمپ د ژوند په وړاندې د ایران د حکومت له‌خوا د دسیسو جزیات له ولسمشر جوبایډن سره وخت په وخت شریک شوي دي.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودو په شرط يې له رویټرز خبري اژانس سره خبرې کړي ویلي، بایډن خپلو اړوندو مسوولانو ته لارښونه کړې، چې د امریکایانو په وړاندې د ایران دسیسو ته ته پام وکړي.

د راپور له‌‌مخې د بایډن د همدې لارښونو له‌مخې لوړپوړو امریکایي چارواکو د ایران د حکومت مشرتابه ته ویلي، د ډونالډ ټرمپ او نورو پخوانیو امریکایي چارواکو په وړاندې دسیسې ودروي.

د سرچینې په وینا واشنګټن ایرانیانو ته ویلي چې، د ټرمپ د ژوند په وړاندې هر ډول هڅې ته به د جګړې د یوه اقدام په توګه وګوري.

ټرمپ چې د جمهوريپالو له‌خوا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی، په‌دې وروستیو کې څو ځله له امنیتي پېښو سره مخامخ شوی دی.

په تېره جولای میاشته کې د ټرمپ د ټاکنیز کمپیان پر یوه غونډه ډزې وشوې، چې نوموړی په‌‌کې په غوږ ټپي، خو لږ تر لږه دوه پلویان یې ووژل شول.

په تېره جولای میاشته کې د هغه د ټاکنیز کمپیان پر یوه غونډه ډزې وشوې، چې نوموړی په‌‌کې په غوږ ټپي، خو لږ تر لږه دوه پلویان یې ووژل شول.

تېره میاشت د ټرمپ د ګلف میدان ته نژدې ډزې وشوې او ټاکنیز کمپاین یې هغه مهال پېښه د ده په وړاندې د حملې هڅه یاده کړه.

تر دې وړاندې خپله سپینې ماڼۍ ویلي چې، د ټرمپ په وړاندې د ایران ګواښونه له نژدې څاري او په وینا یې که ایران پر کوم امریکایي برید کوي، ناوړه عواقب به ورته ولري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د ایران حکومت بیا د امریکا په چارو کې د لاسوهنې هر ډول تورونه رد کړي او برعکس یې امریکا تورنه کړې چې له لسیزو راهیسې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

په دې اړه نور: پر ټرمپ د برید په تړاو د کانګرس یو څېړونکی پلاوی غونډه کوي

ایراني چارواکو ویلي، متحده‌ایالتونو په ۱۹۵۳ کال کې په ایران کې د صدراعظم محمد مصدق په وړاندې له کودتا نیولې، بیا تر ۲۰۲۰ کال پورې د سپاه پاسداران د قدس ډلې د قومندان قاسم سلیماني د وژلو په ګډون د ایران ګڼو چارو کې لاسوهنه کړې.

امریکایي چارواکي داسې مهال د امریکایانو په وړاندې د ایران د ګواښونو یادونه کوي چې، متحده‌ایالتونه د نومبر د پنځمې نېټې ټاکنو ته په چمتووالي بوخت دي.

ډونالډ ټرمپ، چې یوځل یې د ولسمشرۍ څلور کلنه دوره بشپړه کړې او کامالا هریس د دغو ټاکنو نوماندان دي.