پوست نړيواله ورځ؛ یو شمېر افغانان د پوستي خدمتونو د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار کوي

په کابل کې د افغان پست دولتي شرکت دفتر

د مخابراتي ټکنالوژۍ پرمختګ سره سره چې نړیوال اتصال یې اسانه کړی دی، پوستي خدمتونه په نړۍ کې لا هم یو اړین او مخ پر ودې اړتیا ده.

خو په افغانستان کې، پوستي خدمتونه ډېر نه‌دي او د هېواد د ډېرو هېوادونو په څېر په ورځني ډول د پوستونو رسولو لپاره کوم مشخص ادرس شتون نه‌لري.

یو شمېر افغانان چې له پوستي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي په‌دې برخه کې د خدمتونو وړاندې کول یوه جدي اړتیا بولي او د دغو خدمتونو د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې اوستا اورجان وايي، سره له‌دې چې له پوستي خدمتونو ګټه اخیستل ګران دي، خو اړه ده چې د ضروري کارونو لکه د اسنادو او یا هم د توکو د لېږد رالېږد لپاره ترې کار واخلي.

نوموړې ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې له افغانستانه بهر د توکو د لېږلو لپاره یې د يوه کيلو په بدل کې ۲۱ ډالره ورکړي.

مېرمن اورجان وايي: موږ د پوستي خدمتونو یوې ادارې ته اړتیا لرو، ځکه دا خدمتونه تایید شوي او په ټوله نړۍ کې د اعتبار وړ دي.

نوموړې وايي: "پوستي خدمتونه د اعتبار وړ دي او تراوسه یې ارزښت پر ځای دی، کله چې یو مهم سند، د بېلګې په توګه اصلي سندونه یا هم ګران توکي له هېواده بهر لېږو، موږ پوستي خدمتونو ته مراجعه کوو، موږ د پوستي خدمتونو یوې ادارې ته اړتیا لرو، ځکه دا خدمتونه تایید شوي او په ټوله نړۍ کې د اعتبار وړ دي."

افغان پوست شرکت چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت پورې تړلی دی، وايي چې په هېواد کې دننه او بهر یې د پراخ پوستي خدمتونو زمینه برابره کړې.

يو شمېر کورنیو رسنيو شاوخوا يوه مياشت وړاندې د افغان پوست د سوداګرۍ د پراختيا د مشر ذبيح‌الله عمر په حواله راپور ورکړى و چې دغه شرکت اوسمهال د افغانستان په ولايتونو کې په نږدې ۴٧٠ فعالو مرکزونو کې د پوستي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ ١٩٢ هېوادونو ته هم دا خدمات وړاندې کوي.

د افغان پوست یوه کارکوونکي چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ په ټوله نړۍ کې چټک پوستي خدمتونه لرو لکه اسناد، کوچنۍ بستې، د اصلي اسنادو پروسس کول، د بهرنیو چارو وزارت ټاپه، وثیقه خط، د پېژندپاڼو یا تذکرو وېش، د زېږون کارتونه، غوښتونکو ته د پاسپورټونو وېش او په‌دې وروستیو کې موږ د افغانستان پوهنې وزارت سره هم یو تړون درلود چې له‌مخې د دولسم ټولګي شهادتنامې هم شاملې دي، همدا راز د سیمکارټونو او برښنايي کریډېت کارټونو وېش هم لرو، د ټکنالوژۍ، برښنالیک او ټولنیزو شبکو له راتلو سره سره، پوستي خدمتونه خپل ځای لري."

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وېب‌پاڼه کې د درې پوستي شرکتونو، فدیکس، ټي‌این‌ټي او ډ‌ي‌ایچ‌‌ایل یادونه شوې چې په افغانستان کې د فعالیت جواز لري.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

په دوام کې راغلي چې دا شرکتونه د ټرانسپورټ، سوداګرۍ او معلوماتي تدارکاتي او پوستي خدمتونو له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی چمتو کوي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په افغانستان کې د پوستي شرکتونو د خدمتونو د کیفیت په اړه د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ویاند عنایت‌الله الکوزي نظر هم واخلي، خو هغه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې د افغانستان پوستي خدمتونو له تېرو کلونو راهیسې پرمختګ نه‌دی کړی او یوازې په ځانګړو مواردو کې ترې کار اخیستل کېږي.

دوی په‌دې باور دي چې په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې پوستي خدمتونه پیکه شوي او ډېری خلک خپل ورځني کارونه د ارتباطي چینلونو او انلاین پلیټ فارمونو له لارې ترسره کوي.

د ډ‌ي‌ایچ‌ایل نړیوال شرکت هم په افغانستان کې فعاله دی.

مېرمن جاوېد وايي: پوستي خدمتونه په افغانستان کې اوږده مخینه لري، خو ټکنالوژۍ د دغو خدمتونو ځای نیولی دی، د پوستي خدمتونو ارزښت خورا لوړ دی، خو په‌دې خدمتونو کې د ډېر وخت لګېدنه د دې لامل ګرځېدلې چې خلک له ټکنالوژي څخه کار واخلي

د نړیواله چارو پوه شکیلا جاوېد په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "پوستي خدمتونه په افغانستان کې اوږده مخینه لري، خو ټکنالوژۍ د دغو خدمتونو ځای نیولی دی، د پوستي خدمتونو ارزښت خورا لوړ دی، خو په‌دې خدمتونو کې د ډېر وخت لګېدنه د دې لامل ګرځېدلې چې خلک له ټکنالوژي څخه کار واخلي، ځکه چې معلومات په چټکۍ سره لېږدول کېږي او د دوی ستونزې په چټکۍ سره حل کېږي، خو پوستي خدمتونو ته لا هم اړتیا شته او باید د ملي او نړیوال ارزښت په توګه وساتل شي."

د يادونې وړ ده چې نن د اکټوبر نهمه د پوست نړيواله ورځ ده.

د ملګروملتونو د پوست نړیواله اتحادیه په ۱۸۷۴م کال کې په نړیواله کچه د پوستي خدمتونو د تنظیم او ښه کولو په موخه جوړه شوه او بیا تر دې وروسته د پوست نړیواله ورځ له ۱۹۶۹م کال راهیسې هر کال لمانځل کېږي.

د پوست د نړیوالې ورځې موخه د خلکو په ورځني ژوند او اداراتو کې د هغې د رول او د هېوادونو ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د ونډې په اړه یې د پوهاوۍ رامنځته کول دي.