د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

لا هم افغانان له پُستي خدماتو ډېره ګټه اخلي


د اکټوبر نهمه چې د تلې له اتلسمې سره برابرېږي د پُسټ نړیواله ورځ ده چې په افغانستان کې هم لمانځل کېږي.

په افغانستان کې د پُسټ له رامنځته کېدو څه باندې یوه نیمه پېړۍ تېرېږي.

په ۲۱مه پېړۍ کې خلک تر ډېره له مدرنې ټکنالوژۍ څخه کار اخلي خو بیا هم پست پر خپل ځای ډېر ارزښت لري.

د کابل په مرکزي پُسته خانه کې له ګڼې ګوڼې ډک دهلیز لا هم لسګونه کسان ښیي چې د لیکونو، پارسلونو او یا هم اسنادو د لېږلو لپاره دلته سره راټول شوي دي.

د اخاذۍ مأمور د لېږدونکو بستو لپاره فورمونه جوړوي چې په‎کې د لېږونکي او اخیستونکي ټول مشخصات او آدرس لیکل کېږي، تر تللو او پیسو اخیستلو وروسته‌یې لېږلو ته چمتو کوي.

په بله برخه کې چې له ولایتونو او نورو هېوادونو څخه مهر او لاک شوي بستې پرتې دي، لیدل کېږي چې دا مهر او لاک د یوه مسؤل کس په مخ کې خلاص او پارسلونه آدرس ته په کتو لېږل کېږي.

۲۳ کلن قاسم چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د پُست رسوونکي په توګه کار کوي، په دې برخه کې له خپلو خاطر وایي:

"زما ښه خاطره دا ده چې یو ورځ مې یوه پُسته یوه کور ته یوړه. د هغه کور مور ډېره خوشحاله شوه. ما ورڅخه وپوښتل چې څه خبره ده. دې وویل، هغه زوی یې چې ډېر کلونه ورک و، پس له ډېرو کلونو یې خبر تر لاسه کړ. دا زما لپاره ښه خاطره ده خو ترخه خاطره مې دا ده چې یوه ورځ مې د یوه کور پُسته ورورسوله چې مور یې پس له ډېر وخته خپل د زوی په مرګ خبره شوه."

په افغانستان کې دا مهال د مرکزي پُسته خانې تر څنګ څو کورني او بهرني کمپنۍ هم شته چې پُستي خدمات ترسره کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په هېواد کې ۳۵۰۰ پُسته خانې او ۳۵۰۰۰ پُسټ بکسونه شته چې ۲۵ پسته خانې یوازې په کابل کې موقعیت لري.

په افغانستان کې د پست نړیواله ورځ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

XS
SM
MD
LG