د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

په افغانستان کې د پُستي خدماتو پر وړاندې خنډونه


د معلوماتي تکنالوژۍ او برښنایي اړیکو د ټینګولو د نظام له پراختیا سره – سره؛ د مخابراتو وزارت وايي، افغان پُست توانیدلی چې خلکو ته په هېواد کې دننه او بهر، پستي خدمات وړاندې کړي.

دا خبرې د مخابراتو وزارت چارو اکود یکشنبې په ورځ په کابل کې د پُست د نړېوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وکړې.

د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال بریالي حسام وویل؛ د معلوماتي تکنالوژۍ پرمختګ د پُست چارې لا اسانې، ګړندۍ او شفافې کړي دي:

((په روان کال کې د هېواد د واردو شویو او صادرو شویو پُستي اقلامو شمېر درې نیم میلیونو ته رسیږي چې له دې لارې دولت ته دوه سوه اوه ویشت میلیونه افغانۍ عاید رسیدلی دی. وزارت هڅه کوي، دې برخې ته نور پانګوال هم وهڅوي؛ څو د پستي خدماتو کیفیت لاښه شي.))

ښاغلي حسام وویل، د پُست نړېواله ورځ هرکال د اکتبر په نهمه په افغانستان او دنړۍ ګڼو هېوادونو کې نمانځل کیږي.

ده دا هم وویل، اوسمهال په هېواد کې د افغان پُست ترڅنګ د پُستي خدماتو پنځه خصوصي شرکتونه فعال دي چې سربېره د هېواد پر ولایتونو او ولسوالیو؛ د نړۍ اکثرو هېوادونو ته لیکونه، پارسلونه، اموال او پیسې رسوي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې دمګړۍ په هېواد کې درې زره او پنځه سوه پُسته خانې او پنځه دېرش زره پُست بکسونه فعال دي چې پنځه ویشت پُسته خانې یې په کابل او نورې یې په ولایتونو کې دي.

دا وزارت داهم وايي، په مرکز او ولایتونو کې د پُست برخې د کارکوونکو شمېر څه کم یو زرو پنځه سوو ته رسیږي.

د مخابراتو وزارت د پست مسوولین وايي؛ په کابل او نورښارونو کې ناامني، د منظم ځمکني او هوايي ټرانسپورت کمروزي او د کورونو او داسې نورو ودانیو د کره پتو نشتوالی؛ هغه ستونزې دې چې د پستې خدماتو د رسولو چارې یې ټکنۍ کړي دي.

په دې اړه کابل ښاروالۍ وايي؛ په لویو ښارونو کې يي د کوڅو؛ کورونو او دفترونو د ادرسونو ژر موندلو ته عملي هڅې پیل کړي دي.

په عین وخت کې عام خلک وايي؛ د افغان پُست د خدماتو بیې لوړې او بله داچې پر وخت نه رسیږي.

د کابل ښاریو اوسیدونکي اعجازالحق ازادي راډیو ته وویل:

((موږ څه موده مخکې جرمني ته پُست وکړ؛ وخت یې ډېر ونیو او بیه یې هم لوړه وه؛ د دې له امله خلک زړه نه ښه کوي. هیله ده، د مخابراتو وزارت دغه ستونزه اواره کړي.))

د مخابراتو وزارت وايي، هڅې روانې دي چې د پُستي خدماتو د رسوونکو شرکتونو ترمنیځ سالم رقابت زیات کړي؛ څو د دې خدماتو بیې ټیټې او د پستونو رسول ګړندي شي.

د مخابراتو وزارت وايي، د افغانستان په ګډون د نړۍ یو سلو دوه نوي هېوادونه د پُست د نړېوالې ټولنې غړیتوب لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG