اسراییل پر دغه هېواد د حماس د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت یادغونډه وکړه

په اسراییل کې د وژل شویو اسراییلیانو د کال پوره کېدو په مناسبت د یاد غونډې له مراسمو یو انځور

اسراییل پر دغه هېواد د حماس ډلې د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت نن دوشنبه یادغونډه وکړه.

د اسراییل پوځ نن ویل چې د یوه کال په موده کې یې په غزه کې پر څه باندې ۴۰زره اهدافو بمباري کړې، ۴۷۰۰ سمڅې یې موندلي او د راکټونو توغولو ۱۰۰۰ ځایونه یې تخریب کړي دي.

د تېر کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه پر اسراییل د حماس ډلې په حمله کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل کړای شول.

د اسراییل چارواکي وايي چې شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم له حماس ډلې سره برمته دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د هغو کسانو خپلوان چې ویل کېږي د یرغمل پر مهال مړه شوي، د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د استوګنې ساحې ته نږدې راټول شول، دوی هم د څو شېبو لپاره چوپتیا غوره کړه.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ نن په ملي سطحه د چوپتیا د شېبې د مراسمو مشري کوله او پر ځايي وخت د سهار شپږنیمې بجې ټیک هغه وخت چې تېر کال پر اسراییل حملې پیل شوې وې، د څو شېبو لپاره چوپتیا خپله کړه.

د اسراییل پوځ وايي، د ولسمشر په مشرۍ د روانو مراسمو پر مهال هم له غزې د اسراییل پر لوري څلور توغندي وویشتل شول، خو دغو مراسمو ته زیان ونه رسېد.

د اسراییل پوځ کال مخکې د حماس د پراخې حملې په ځواب کې په غزې تړانګه کې خپل پوځي عملیات پیل کړل چې لا هم دوام لري او اوس د لبنان جنوب ته هم غځول شوي او هلته د حزب‌الله ډلې وسله‌وال په نښه کوي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه د اسراییل په حملو کې څه کم ۴۲زره کسان وژل شوي او څه باندې ۹۷زره نور ټپیان شوي دي.

نن سهار حزب‌الله ډلې هم چې د امریکا متحد ایالتونه یې تروریستي سازمان ګڼي د اسراییل د شمالي ښارونو حیفا او طبریا پر لوري توغندي ویشتلي چې د اسرائیل د پوځ په وینا دغو توغندیو لږ زیانونه اړولي او څو کسان برسېرن ټپیان کړي دي.

اروپايي ټولنې بیا د لبنان د حزب‌الله ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، نه سیاسي څانګه. د حزب‌الله ډلې سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې ځینې څوکۍ لري.

د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د جولای پر ۳۱مه نېټه د ايران په پلازمېنه تهران کې یوه حمله کې ووژل شو چې تهران او حماس يې پړه پر اسراييل واچوله.

تر هغه وروسته د لبنان د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله شا و خوا دوې اوونۍ مخکې د سپتمبر پر ۲۷مه په بیروت کې د اسرايیل په یو لړ هوايي حملو کې ووژل شو.

د هنیه او نصرالله تر وژل کېدو وروسته ایران تېره سې شنبه پر اسراییل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وویشتل او اسراییل یې د غچ اخیستو ګوتڅنډنه کړې ده.