د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د زرګونه کسانو لاریونونه؛ په غزه کې یې د جګړی د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د غزې په تړانګه کې جګړه یوه کلنه شوه.

په زرګونو کسانو پرون د نړۍ په مختلفو سیمو کې د ترکیې په شمول په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاریونونه وکړل.

که په ترکیه کې د فلسطنیانو ملاتړ کېده د نړۍ په یو شمېر نورو ښارونو کې د پاریس په ګډون لاریون کوونکو د اسراییل په ګټه شعارونه ورکړل.

د فلسطنیانو او اسراییلیانو په ګټه مظاهرې په سډني، جاکارتا، لندن، نیویارک، کیپ ټاون، روم او یو شمېر نورو ښارونو کې وشوې.

رویټرز اژانس د امریکا د مرستیالې ولسمشرې او په راتلونکو انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند د کاندیدې کاملا هارس په وینا خبر ورکړ چې واشنګټن پر اسراییل او په منځني ختیځ کې پر نورو لوریو فشارونو ته ادامه ورکوي چې په غزه کې اوربند وشي.

کاملا هارس

تر دې مخکې هم د امریکا متحد ایالتونو د مصر او قطر په منځګړیتوب په غزه کې د اوربند هڅې کړې وې، خو نتیجه یې ورنه کړه.

په غزه کې جګړه پوره کال مخکې د اکټوبر په اوومه وروسته تر دې شروع شوه چې د حماس وسله‌والو د اسراییل دننه حمله وکړه، ۱۲۰۰ یې ووژل او شاوخوا ۴۰ تنه یې برمته کړل.

تر دې وروسته اسراییل پر غزې تړانګې پراخ عملیات پيل کړل چې لا هم روان دي.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي چې د یوه کال په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۴۱زره ډېر فلسطنیان په غزه کې وژل شوي او تر ۹۷زره ډېر نور ټپيان شوې دي.

دا شمېرې د خپلواکو سرچینو له لوري نه دې تایید شوي.

ملګري ملتونه وایي، د یوه کال په ترڅ کې د غزې په تړانګه کې تر نولس لکه ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د اسراییل لوی درستیز ډګر جنرال هرتزي هالوي پرون خپلو پوځیانو ته وویل چې د حماس پوځي څانګه یې ځپلې، خو اوږده جګړه په مخکې ده.

د غزې جګړه لبنان ته هم غځېدلې او دوه اوونۍ مخکې اسراییل د لبنان د خاورې دننه د حزب‌الله ډلې پر ضد عملیات پيل کړل.

حزب‌الله ډله چې ایران یې ملاتړی دی، واشنګټن د ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي ټولنه د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.