د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګولی او ناقانونه سازمان یې بللی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي‌ټي‌ایم مشر منظور پشتین یوې غونډې ته د خبرو پر مهال

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې مرکزي حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پي‌ټي‌ایم" بندیز لګولی دی او د ترهګرۍ مخنیوي د قانون له مخې یې "ناقانونه سازمان" بللی دی.

وزارت د اکټوبر پر شپږمه په یو فرمان کې ویلي چې د پاکستان "مرکزي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي."

په فرمان کې راغلي چې همدا لامل دی چې حکومت "د ۱۹۹۷م کال د ترهګرۍ مخنیوي قانون" د "واک په کارولو" پر "پي‌ټي‌ایم" بندیز لګوي.

په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم د ناقانونه ډلو په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمنۍ کنګلېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، ورته د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګي.

وزارت هغه فرمان د پاکستان په رسمي جریده کې د خپرولو او بېلابېلو مرکزي او صوبايي ادارو ته د عملي کولو لپاره لېږدولی دی.

د پاکستان د جیو نیوز، دنیا نیوز او اج ټېلېوېژنونو، انډېپېنډنټ اردو ووبپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو هم د کورنیو چارو وزارت د فرمان پر اساس پر پي‌ټي‌ایم د بندیز خبرونه خپاره کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ لا د کورنیو چارو د وزارت د فرمان په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د پاکستان د ایین او قانون په چوکاټ کې د پښتنو د حقونو لپاره سوله‌ییزه مبارزه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغه فرمان چې د پي‌ټي‌ایم غورځنګ یې ناقونه بللی او پرې بندیز یې ولګاوه.

پي‌ټي‌ایم په ۲۰۱۸م کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.

وفاقي حکومت پر داسې مهال اقدام کړی چې پېښور های کورټ یا عالي محکمې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د اکټوبر پر ۱۱مه د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د درې ورځنۍ غونډې اجازه ورکړه.

پي‌ټي‌ایم وايي چې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم ناستې ته یې د پاکستان د ټولو پښتون مېشته سیمو سیاستوالان، مشران، فعالان او مهم شخصیتونه وربللي دي چې په‌کې به پښتنو ته د ورپېښو لویو مسلو د هواري لارې چارې لټوي.

د غورځنګ مشر منظور پشتین د اکټوبر پر پنځمه دعوه کړې چې پولیسو د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی او تر اوسه یې د پي‌ټي‌ایم تر ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

اخوا د پي‌ټي‌ایم یو مخکښ مشر حاجي عبدالصمد د اکټوبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې پر ګرفتاریو سربېره به هم د پښتنو په سیمو کې د امنیت او د طبیعي وسایلو د واک په اړه د بحث او د راتلونکې لپاره د متقفه تګلارې د جوړولو په موخه درې ورځنۍ جرګه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د علي وزیر، مولانا زینت‌الله افغان، شهزاد وزیر، سلمان توري او عزت‌الله افغان په ګډون د پي‌ټي‌ایم ځينې نور غړي وار له مخه د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي.