د اسراييل پوځ د لبنان بې‌ځايه شويو ته: خپلو مېنو ته مه ستنېږئ

د لبنان د بې‌ځايه شويو يو انځور

د اسرايیل پوځ د لبنان له بې‌ځایه شویو غوښتنه کړې، چې خپلو اصلي مېنو ته‌دې نه ستنېږي.

د اسرايیل د پوځ ویاند نن شنبه پر ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) نه‌دي مشخص کړي، چې د لبنان کوم کلي به د دوی له‌خوا په نښه شي.

هغه د لبنان له بې‌ځایه شویو کسانو غوښتنه کړې، چې خپلو کورونو ته دې نه ستنېږي، ځکه پر دغو کلیو به د دوی بمباري دوام کوي.

له کله چې په وروستیو اوونیو کې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی، د اسرايیل دفاعي ځواکونو وخت ناوخت د اسرايیل تر هوايي حملو مخکې په وار وار د لبنان د مشخصو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې نورو ځایونو ته کډه وکړي.

څه کم کال مخکې په غزې تړانګه کې د اسرايیل پوځي مبارزه وروسته له هغې پیل شوه، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسرايیل ناڅاپي حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.

له هغې راهیسې په غزه کې د جګړې تر څنګ له لبنان سره پر پوله له حزب‌الله ډلې سره هم، چې د حماس متحده ډله ګڼل کېږي، وسله‌والې شخړې کېږي.

د امریکا متحده‌ایالتونو او اروپايي ټولنې حماس ډله د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې او د امریکا متحد ایالتونه حزب‌الله ډله هم یو تروریستي سازمان ګڼي، دغه راز اروپايي ټولنې د حزب‌الله ډلې پوځي څانګه د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

لبنان کې بې‌ځايه شوي کډوال کاريګر

د غزې شخړه اوس لبنان ته هم غځول شوې، چې اسرايیل په‌کې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله حزب‌الله تر ډېره کمزورې کړې او د دې ډلې د مشرتابه زیات غړي یې وژلي دي.

په همدې حال کې د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه ویلي، د فلسطینیانو په‌دې قلمرو کې له څه کم یوه کال راهیسې په روانه جګړه کې د وژل شویو شمېر ۴۱زره ۸۲۵ ته او د ټپیانو شمېر ۹۶زره ۹۱۰ ته رسېدلی دی.

خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه‌دي.

د دغه وزارت په وینا په‌دې ډله کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د ۲۳ نورو کسانو وژنه هم شامله ده.

په دې اړه نور: حماس په لبنان کې د خپل يو قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی

حماس ډلې په عین حال کې ویلي چې، د لبنان په شمال کې نن پر یوه کمپ د بمبارۍ په نتیجه کې د دوی یو قوماندان سعید عطاالله علي وژل شوی دی.

دا له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې لومړی ځل دی چې اسرايیل د لبنان د شمال دغه ساحه په نښه کوي.

پر اسرايیل د حماس ډلې د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت د جرمني په پلازمېنه برلین کې نن او سبا د څو لاریونونو او احتمالي شخړو په درشل کې پولیسو چمتووالی پیل کړی دی.

په برلین او شاوخوا سیمو کې یې د نظم او ثبات د ساتنې لپاره ګڼ پولیس ګمارل شوي دي.