د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره محدود ځمکني عملیات پيل کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره "محدود" ځمکني عملیات د نن سه شنبې له سهار وختي پيل کړي دي. پوځ ویلي چې د حزب‌الله په ځینو اهدافو یې بریدونه کړي دي. حزب‌الله چې پوځي او سیاسي ډله ده د امریکا له‌خوا ترهګره ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یواځې پوځي برخه په تور لېست کې اچولې ده.