"له ايرانه په زور د افغان کډوالو ستنول بند کړئ" په نوم ټولنيزو رسنيو کې کمپاين پيل شوی

له ايرانه راستنېدونکي يوشمېر افغان کډوال

له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو د لړۍ له چټګوالي سره هم‌مهاله په ټولنیزو رسینو کې "له ایرانه په زور د افغان کډوالو ستنول بند کړئ" په نامه کمپاین پیل شوی دی.

دغه کمپاین په وروستیو کې د مدني او بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او د یوشمېر پخوانیو پوځیانو په نوښت پیل شوی دی.

"افغانستان د هغوی لپاره چې د طالبانو د ګواښونو له کبله ایران ته راتښتېدلي خوندي نه‌دی
د کمپاين يوه تنظيموونکې

هغوی له‌دې لارې پر ټولو غږ کوي چې له ایرانه د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

د دغه کمپاین یوه تنظیموونکې او په ایران کې مېشته افغان کډوالې هديې صاحب‌زاده په‌دې اړه ازادي راډیو ته وويل: "افغانستان د هغوی لپاره چې د طالبانو د ګواښونو له کبله ایران ته راتښتېدلي خوندي نه‌دی، نو موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ټولو خلکو او فعالینو غواړو چې د افغان کډوالو لپاره غږ پورته کړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې له ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له‌مخې په ورځني ډول نژدې درې زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستنیږي.

په ایران کې مېشت ډېری افغان کډوالو په کراتو دغلته له دوی سره د ناسم چلند په اړه شکایتونه هم کړي دي.

هرات کې افغانستان سره د ايران پوله چې هره ورځ پرې لسګونه افغانان را اوړي.

په ایران کې مېشت يو پخوانی افغان پوځي چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي له پیل شوي کمپاینه د هرکلي ترڅنګ ادعا کوي، چې ځینې ملګري یې له ایرانه تر شړلو وروسته د طالبانو له لوري نیول شوي او د ځورونې سربېره يوشمېر ان وژل شوي هم دي.

هغه وايي: "له بده‌مرغه موږ د داسې پېښې شاهدان و چې کډوال (پوځیان) له‌دې ځایه وشړل شول چې کله وطن ته لاړ هلته زنداني، شکنجه او ووژل شول، دا یو نېک اقدام دی چې په ایران کې دننه اړونده بنسټونه او نړیوال دې مسئلې ته جدي پام وکړي، که نه له هغې پرته د زرګونو افغان پوځیانو ژوند چې په ایران کې دي او اسناد نه‌لري، له ګواښ سره مخ دی."

په دې اړه نور: تهران کې د سړک پر غاړې د افغان پلورونکو پر کار بندیز؛ یو شمېر دغو افغانانو پرې اندېښنه وښوده

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د ایران ټلوېزیون له خبر شکبې سره په وروستۍ مرکه کې ویلي چې، نور په دغه هېواد کې د افغان کډوالو زغمل سخت دي او په لومړي ګام کې به له ایرانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ تېزه کړي.

نوموړي ويلي: "داسې برنامه تر لاس لاندې لرو چې په یوه دم نه، بلکې له ګډوډۍ پرته په منظم ډول او د مناسب مهال‌وېش له‌مخې هغوی چې په غیر قانوني توګه ایران ته راغلي بېرته ستانه شي او دغه لړۍ به تېزه شي."

له‌دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي چې، غواړي تر راتلونکو شپږو میاشتو شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه‌لري، له هېواده وباسي.

د هغو معلوماتو له‌مخې چې یوه میاشت وړاندې په ایران کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په پاڼه کې خپاره شوي و دا مهال ۸،۳ميليون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.