حزب‌الله پر ضد د اسراییلو هوايي حملې؛ لبناني چارواکي: لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ ډېر ټپیان دي

اسراییلو د حزب‌الله پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

اسراییلو نن د حزب‌الله ډلې پر ضد پراخې هوايي حملې پیل کړې او ورسره یې د لبنان خلکو ته له هغو سیمو د وتلو خبرداری ورکړی چې حزب‌الله خپلې وسلې په‌کې ساتلې دي.

د اسراییلو پوځ نن په لبنان کې د ایران پلوې حزب‌الله ډلې پر سنګرونو تر ټولو پراخې هوايي حملې پیل کړې او د دفاع وزیر یواف ګالانت په یوه ویډیويي پیغام کې چې د هغه دفتر خپره کړه، ویلي دي چې په لبنان کې دننه حملې پراخوي.

ګالانت دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د اسراییل پوځ د لبنان په جنوب ختیځه بېکا دره او په شمال کې د سوریې سرحد ته نژدې د حزب‌الله مرکزونه په نښه کړل.

د جرمني خبري آژانس د اسراییلي پوځ په حواله خبر ورکړی چې په دې حملو کې د حزب‌الله ۳۰۰ اهداف په نښه شوي دي.

د اسراییلو پوځ نن اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب‌الله ډلې پرضد د پوځي عملیاتو نوې څپه پیل کړې ده.

له دې مخکې د پوځ ویاند اویچای ادرايي ویلي وو، پر هغو کورونو چې حزب‌الله وسلې په‌کې زېرمه کړي له برید پرته بله لاره نه وه.

په عین حال کې د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ویلي چې د اسراییلو او لبنان په سرحدي سیمو کې یې په بمباریو کې زیاتوالی لیدلی.

د دې ځواکونو ویاندې اندریا تینینټي دا خبره رویټرز خبري آژانس ته کړې ده.

د لبنان له جنوب څخه د رویټرز خبریال راپور ورکوي چې د جنوبي سیمو خلکو ته له یوه لبنانۍ شمېرې څخه په رسېدلو پیغامونو کې ویل شوي چې د حزب‌الله له پوستو څخه دې زر متره لیرې ولاړ شي.

له خپلو مېنو د وتلو دا خبرداري، تر پلازمېنې بیروت پورې هم خلکو ته رسېدلې دي.

د لبنان د اطلاعاتو وزیر زیاد مکاري ویلي چې د ده وزارت هم ورته خبرداری چې باید له ودانۍ ووځي ترلاسه کړی دی، خو مکاري وویل چې دوی به له ودانۍ څخه ونه وځي.

هغه زیاته کړه چې دا د رواني جګړې یوه برخه ده.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په دې حملو کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ زیات نور ټپیان دي.

له دې مخکې د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري هم په یوه تلوېزیوني وینا کې دې ته ورته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د لبنان ټولو شبکو او پلاټفورمونو ته په دې اړه په عربي ژبه پیغامونه استول شوي دي.

هګاري دې پوښتنې ته چې آیا اسراییل به پر لبنان ځمکنی یرغل هم وکړي که نه په ځواب کې وویل، د دې لپاره چې د اسراییلو د شمالي سیمو خلک په امن سره خپلو کورونو ته ستانه شي پوځ به هر هغه اقدام وکړي چې لازم وي.

هګاري په دې خبري غونډه کې هغه له فضا اخیستل شوې ویډیو خبریالانو ته وښودله چې د ده په وینا د حزب‌الله وسله وال په لبنان کې د استوګنې له یوه کور څخه د کروز راکټونو د توغولو د هڅې په حال کې ښيي، خو د اسراییل هوايي حمله یې مخه نیسي.

د لبنان او اسراییل په ګډ سرحد کې دا نښتې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د غزې د کړکېچ له پیل راهیسې ساری نه لري او دا وېره یې نوره هم زیاته کړې ده چې د غزې جګړه ټول منځني ختیځ ته پراخه نه شي.