کندهار کې د څپلکو جوړولو د صنعت وده؛ صنعتکاران: د بهرنیو څپلیو وارداتو بازار خراب کړی

په کندهار کې د څپلکو ګنډلو یا جوړولو فابریکه چې کاریګر په‌کې د کار پر مهال لیدل کېږي.

په کندهار کې د چپلکو یا څپلکو جوړولو صنعت د پرمختګ په حال کې دی، اوس یې شپږ فابریکې فعالې دي، خو صنعتکاران وايي، د بهرنیو څپلیو وارداتو د دوی بازار خراب کړی دی.

د کندهار په صنعتي پارک کې د څپلکو جوړولو یوه لویه فابریکه دوه کاله وړاندې جوړه شوې ده.

که څه هم څپلکې ټولې دلته جوړېږي، خو خام مواد بیا له نورو هېوادونو راوړل کېږي.

د فابریکې مسوولان وايي چې دوی هره ورځ ۱۰زره جوړې څپلکې تولیدوي او د کندهار ترڅنګ نورو ولایتونو ته یې هم استوي.

د یوې فابریکې مسوول اسدالله وايي چې د بهرنیو څپلکو واردات په بازار تاثیر لري، نو د دې لپاره چې کورني تولیدات وده وکړي، د طالبانو حکومت باید پر بهرنیو تولیداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړي.

په کندهار کې د څپلکو ګنډلو په دې فابریکه کې جوړېدونکي څپلکې ټولې پلاستیکي دي.

هغه وویل: "خام مواد مو له چین څخه راځي او تولیداتو مو سویلي او آن شمالي ولایتونو ته کېږي. ستونزي مو دا دي چې د کارخونو لپاره خپلي ځمکې نه لرو، دوهم له بهر څخه خام مواد او جوړې څپلکۍ په یوه بیه محصول کېږي چې دا لویه ستونزه ده او زموږ پر کار یې تاثیر کړی دی."

په دغه فابریکه کې اوسمهال ۹۰ کسان کار کوي چې په پیل کې د بهرنیو ماهرانو له‌خوا روزل شوي وو.

مسعود احمد او سلیمان، چې د فابریکې کارګران دي، وايي چې اوس دوی په خپل کار کې مسلکي شوي او هر ډول څپلکې جوړولی شي.

دوی غوښتنه کوي چې نورې فابریکې دې فعاله شي څو د کاري فرصتونو په زیاتولو سره د بې‌کارۍ ستونزه حل شي.

مسعود احمد وايي: "د څپلکو یوه برخه کار په کارخونه کې ترسره کېږي او یوه برخه کار یې موږ په لاس کوو چې تاسې وینئ زموږ سره په دې کې ډېر شاګردان اخته دي او کار کوي."

سلیمان زیاتوي: "دلته موږ ۹۰ کسه کارګران کار کوو، دا څپلکې ښې او ارزانه دي، کندهار کې یې خلک خوښوي او نورو ولایتونو ته یې هم استوو."

په کندهار کې دا مهال د څپلکو جوړولو شپږ لویې او کوچنۍ فابریکې فعاله دي چې هره ورځ زرګونه جوړې څپلکې تولیدوي.

دا څپلکې ډېری پلاستیکي دي.

د کندهار د صنعت او معدن خونو مسوول سید سرور اماني وايي، د څپلکو چوړولو صنعت په دې ولایت کې وده کړې او د کندهاریانو اړتیا پوره کولای شي.

خو د ده په خبره، د بهرنیو توکو وارداتو دا صنعت زیانمن کړی دی، ځکه چې د کورني تولید سره سیالي کوي او د قیمتونو په کموالي سره یې بازار ته زیان اړوي.

اماني وايي: پخوا دا څپلکې له بهر څخه راتللې، موږ په وار وار غوښتنه کړې چې له بهره پر وارداتو دې تعرفه لوړه شي، ځکه زموږ داخلي صنعت ته زیان رسوي.

هغه زیاتوي: "کندهار کې یو له هغه سکتورو څخه چې خودکفاه دی، هغه د ځپلکو جوړولو صنعت دی، پخوا دا څپلکې له بهر څخه راتللې، موږ په وار وار غوښتنه کړې چې له بهره پر وارداتو دې تعرفه لوړه شي، ځکه زموږ داخلي صنعت ته زیان رسوي."

په کندهار کې دا مهال شاوخوا ۲۰۰ فابریکې فعاله دي، خو صنعتکاران د ځمکو نه ورکړه، د بهرنیو توکو واردات، د برښنا نشتون او نورې ستونزې یادوي چې د فابریکو د فعالیت مخه نیسي.

د طالبانو حکومت تراوسه د صنعتکارانو د دغو ستونزو په اړه څه نه دي ویلي.