طالب چارواکي: ځاځي ميدان کې پاکستاني پوله‌ساتو سره جګړه پای ته رسېدلې

ارشيف

د خوست لپاره د طالبانو د حکومت د والي ویاند وايي، د دې ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په پلوڅې سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه نن دوشنبه مازیګر پای ته ورسېده.

مستغفر ګربز د دوشنبې په ورځ د سپټمبر ۹مه ازادي راډیو ته وویل، د پاکستاني ځواکونو ځوابي برید چې دوشنبې ورځې غرمه مهال پیل شوی مازیګر پای ته ورسېد.

هغه وايي: "اوس وضعیت نورمال دی، نژدې یوه بجه ډزې تبادله شوې چې د پاکستاني ځواکونو په ځواب کې وې، هغوی د امارت پر ځواکونو ډزې کړې وې، خو اوس جګړه پای ته رسېدلې او مرګ‌ژوبله نه‌لري."

"د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې د دغې نښتې له کبله یو طالب (شهید) شوی او ۱۲- ۱۳ پاکستاني سرتیري د هاوان مرمۍ هدف ګرځول شوي دي."

نوموړي په‌دې نښته کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو په خوست ولایت کې د طالبانو په سیمه‌ییزو ځواکونو کې یوه سرچینه ادعا کوي، چې په یاده نښته کې یو طالب سرتېری وژل شوی او یوشمېر پاکستاني ځواکونه د هاوان مرمۍ هدف ګرځول شوي دي.

هغه د نوم له ښودلو پرته ازادي راډیو ته وویل: "د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې د دغې نښتې له کبله یو طالب (شهید) شوی او ۱۲- ۱۳ پاکستاني سرتیري د هاوان مرمۍ هدف ګرځول شوي دي."

د ازادي راډیو مشال څانګې د یوه قومي مشر له قوله ویلي، د پولې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او دغه نښته کې یو پاکستاني سرتېری وژل شوی دی.

ویل کېږي چې په یاده نښته کې له درنو وسلو هم استفاده شوې او طالبانو له همدې امله يې سیمې ته مرستندویه ځواکونه او ټانګونه هم ورغوښتي دي.

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د طالب او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت وسله‌والې نښتې کېږي چې لامل یې په سیمه کې د یوې پوستې جوړول یادیږي

د رپوټونو له‌مخې د ځاځي میدان ولسوالۍ په پلوڅې او سیتوان سیمو کې خلک د سختو جګړو له کبله خپل کورونو پرېښودلو ته اړ شوي او لا معلومه نه‌ده چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي او که نه.

دا په‌داسې حال کې ده چې د یک‌شنبې د شپې هم د طالب او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې د طالبانو د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي چې په یاده نښته کې یو تن وژل شوی و او درې نور ټپیان شوي و.

په سیمه کې دوه تنه اوسېدونکي چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته ویلي، د پاکستان په راکټي حملو کې لږ تر لږه د سیمې اته تنه اوسېدونکې ټپیان شوي او یو طالب سرتېری وژل شوی دی.

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د طالب او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت وسله‌والې نښتې کېږي چې لامل یې په سیمه کې د یوې پوستې جوړول یادیږي.