امنيت شورا: طالبان دې د امربالمعروف قانون پلي کول سم‌لاسي وځنډوي

د امنيت شورا د غونډې يو انځور

د ملګروملتونو د امنیت شورا یوشمېر غړو چې د دې شورا دایمي غړي هم په‌کې دي، د طالبانو له حکومته غوښتي دي، چې د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر د نوي قانون تطبیق سمدستي وځنډوي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د دریو دایمي غړو امریکا، فرانسې او بريتانیا په ګډون یوشمېر هېوادونو پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د هغو نویو قوانینو تطبیق سمدستي وځنډوي چې د ښځو حقونه محدودوي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د دې قانون د تطبيق سپارښتنه کړې.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنګر قانون د اګست په ۲۱مه په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې نافذ او په رسمي جریده کې خپور کړ.

دا قانون چې تر ډېره په ټولنه کې د ښځو د راڅرګندېدو پر څرنګوالي متمرکز دی او د طالبانو لوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده یې د جدي تطبیق سپارښتنه کړې، د نړیوالو له ګڼو نیوکو سره مخامخ شو.

په ملګروملتونو کې د امریکا ماموریت پرون هغه اعلامیه خپره کړه چې په‌دې سازمان کې د جاپان د سفیر کازویوکي یامازاکي Kazuyuki Yamazaki له‌خوا خپره شوې ده.

یامازاکي چې هېواد یې دا مهال د امنیت شورا دوره‌یی مشري کوي د جاپان او د امنیت شورا د دریو دایمي غړو امریکا، فرانسې او بريتانیا په ګډون د دې شورا د ۱۲ هېوادونو په استازیتوب ویلي، چې دوی د طالبانو د حکومت له‌خوا په‌دې وروستیو کې د امربالمعروف د قانون د انفاذ له پلوه ډېره اندېښنه لري.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنګر قانون د اګست په ۲۱مه په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې نافذ او په رسمي جریده کې خپور کړ.

اکوادور، ګیانا، مالتا، موزمبیق، سیرالیون، سویس سلووینیا او جنوبي کوریا د امنیت شورا نور غړي دي چې په اعلامیه کې یې نومونه راغلي دي.

دوی هغه څه چې په اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د جنسیت پر بنسټ له ښځو سره سیستماتیک تبعیضي چلند او د ښځو او نجونو ځپل بلل شوي، غندلي دي.

په‌دې اعلامیه کې چې د ملګروملتونو پر رسمي وېب‌پاڼه خپره شوې راغلي، نوي مقررات چې پر پخوانیو هغو ور زیات شوي ثابتوي چې د ښځو د شخصي ژوند پر بېلابېلو اړخونو پراخ محدودیتونه لګېدلي او هغو کسانو ته چې د محتسبینو په نوم د ښځو ورځني کړه وړه څاري پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي.

د راپورونو له‌‌مخې د اګست په ۲۱مه نېټه په هغه ورځ چې طالبانو دا نوی قانون اعلان کړ، امنیت شورا د دې قانون په مخالفت کې یوه اعلامیه ترتیب کړې وه، خو دا اعلامیه د روسیې او چین له مخالفت سره مخامخ شوه.

امنیت شورا هغه مهال د دې دوو هېوادونو نومونه نه وو یاد کړي، خو غیرمستقیه یادونه یې کړې وه چې چین او روسیه وايي دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

دا قانون هم تر ډېره په بېلابېلو برخو کې پر ښځو محدوديت لګوي.

د امنیت شورا په بېګانۍ اعلامیه کې له ټولو هېوادونو او نړیوالو موسسو څخه غوښتنه شوې چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د محددیتونو د لېرې کولو لپاره هڅه وکړي.

د امنیت شورا غړو همداراز په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما او د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ له ماموریتونو پر ملاتړ هم ټینګار کړی.

په اعلامیه کې افغانستان ته د ښاغلي بېنیټ پر سفر د طالبانو د بندیز پرېکړه بوږنوونکې بلل شوې او ویل شوي چې هغه ته باید اجازه ورکړل شي چې افغانستان ته ولاړ شي څو خپل ماموریت ترسره کړي.