طالبانو د خپل مشر د فرمانونو د بشپړ تطبیق لپاره هڅې ګړندۍ کړي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو د بشپړ تطبیق لپاره هڅې ګړندۍ کړي او د جوماتونو له ملاامامانو یې غوښتي چې د ممبر له لارې د هغوی د مشر حکمونه تبلیغ کړي.

طالبانو د فرمانونو د بشپړ تطبیق لپاره په داسې حال کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې ډېری دغه فرمانونه د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له‌خوا د بشري حقونو څخه سرغړونه بلل شوې ده.

تازه د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت یو شمېر چارواکو او د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت دوه ورځې وړاندې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د جوماتونو له ملاامامانو سره د لیدو پر مهال له هغوی غوښتي څو د دوی د مشر ملا هبت‌الله د فرمانونو تبلیغ وکړي.

په دې اعلامیه کې، طالب چارواکو د روحانیون د ټولنې اصلي استازي بللي او ویل شوي چې دا لیدنه د کابل ښار او د ۱۴ ولسوالیو د جوماتونو له ملا امامانو سره ترسره شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

همدا راز د طالبانو تر کنټرول لاندې د هرات ملي تلوېزیون هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د طالبانو مشر نوي فرمانونه د هرات د والي مولانا اسلام‌جار له‌خوا د دغه ولایت د جوماتونو امامانو ته رسول شوي او له هغوی څخه غوښتل شوي څو دغه نوي فرمانونه او سپارښتنې په سمه توګه خلکو ته ورسوي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوګر ملي تلوېزیون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو امامانو او خطیبانو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو د مشر فرمانونه خلکو ته ورسوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د جوماتونو د یو شمېر ملاامامانو نظر هم واخلي، خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

خو د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې د جوماتونو امامان د نورو مسايلو تر څنګ د طالبانو د مشر د غوښتنو او منلو په اړه خبرې کوي.

د پکتیا یو اوسېدونکی وايي: کله چې موږ جومات ته ځو نو امامان اکثره د ملا هبت‌الله او د هغه د احکامو او غوښتنو په اړه خبرې کوي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او اصلي غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادی راډیو ته وویل: "کله چې موږ جومات ته ځو نو امامان اکثره د ملا هبت‌الله او د هغه د احکامو او غوښتنو په اړه خبرې کوي او په جومات کې باید د اسلام او دیني مسایلو په اړه خبرې وشي، خو امامان ټول د امارت په اړه خبرې کوي."

د کندهار ولايت يوه اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې د جوماتونو ملاامامان ډېری وخت خلک هڅوي څو د حکومت ملاتړ وکړي.

هغه وویل: "ډېری هغه موضوعات چې امامان مطرح کوي، هغه له حکومت څخه د ملاتړ موضوع وي چې خلک باید له حکومت څخه ملاتړ وکړي، هرکلی یې وکړي او د نظام پر ضد خبرې ونه کړي او همدا اجنډا ورته د حج او اوقافو له‌خوا ورکول کېږي، خو خلک له امامانو غواړي چې پر ټولنیزو موضوعاتو خبرې وکړي."

د هرات ولايت يوه اوسېدونکي خيرمحمد هم ازادي راډيو ته وويل چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې امامان د نورو مسايلو تر څنګ د نارينه‌وو د ږيرې د نه پرې کولو او د ښځو د حجاب په اړه خلکو ته ويناوې کوي.

هغه وايي: "د جمعې په لمانځه کې تبلیغ کېږي، د اسلامي احکامو په اړه ویل کېږي، نارینه‌وو باندې ټینګار کېږي چې ږیره کې دې خط نه اچوي او ویې نه خریي او د ښځو حجاب باید په پام کې ونیول شي، پر دې مسایلو بحث او سپارښتنې کېږي."

د ديني مسايلو پوه فضل من‌الله ممتاز وايي، د جوماتونو امامان بايد خپلواک وي او خپل تعلیم د حج او اوقاف او نهی عن‌المنکر له وزارتونو څخه وانه‌خلي.

ممتاز وویل: "د جوماتونو امامان باید په بشپړه توګه خپلواک وي، دوی باید د حکومت، ملک، ولسوال او والي حکمونه وانه‌خلي، دوی اړتیا نه‌لري چې له حج و اوقاف او د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت څخه تعلیم واخلي، دوی خپله باید امر بالمعروف او نهی عن المنکر وي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده په دې وروستیو کې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر یو قانون تصویب کړ چې په دې قانون کې د نورو بندیزونو ترڅنګ د ښځو په غږ او مخونو هم محدودیت وضع شوی دی.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ملاهبت‌الله فرمانونه تل د بېلابېلو برخو په تېره بیا پر ښځو د بندیزونو لګولو پر بنسټ ولاړ دي چې د افغانستان په دننه او بهر کې د ډېرو افغانانو او ملي او نړیوالو بنسټونو له‌خوا پرې نیوکې شوي دي.