په بریتانیا کې د افغانستان له تاریاکو د جوړو شویو هیرویینو بیه دوه برابره لوړه شوې

ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو له کروندو راټول شوي تاریاک

د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې اورئ چې په بریتانیا کې د افغانستان له تاریاکو د جوړو شویو هیرویینو بیه دوه برابره لوړه شوې ده.

په یوه راپور کې به واورئ چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په یوه کال کې یې د څه باندې دوه زره معتادینو درملنه کړې ده.

په خپرونه کې دغه راز له یوه اروا پوه پوښتل شوي چې په روغتون کې تر درملنې وروسته د معتاد پر وړاندې د کورنۍ مسوولیتونه څه دی؟

د خپرونې په دوام په زړه پورې ډرامه هم اورېدلی شئ:

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

زهرو کاروان خپرونه