د طالبانو حکومت په شانګهای سازمان کې ګډون ته تمه ښودلې؛ دوی ولې ګډون نه‌شي کولی؟

د شانګهای د همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشران

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د ازبکستان له صدراعظم سره په لیدنه کې تمه ښودلې چې په شانګهای سازمان کې د افغانستان حضور یقیني شي.

مولوي عبدالکبیر د ازبکستان له صدراعظم عبدالله عارف‌اوف سره په لیدنه کې ويلي، تمه لري په شانګهای سازمان کې د افغانستان حضور یقیني او د غړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته ځواب وویل شي.

د طالبانو حکومت ارګ د شنبې په ورځ د زمري په ٢٧مه پر خپله ایکسپاڼه په یوې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر په حواله لیکلي چې هېوادونه او نړیوال سازمانونه باید د دوی حکومت د افغانستان د مشروع حاکمیت په توګه ومني.

نوموړي دغه شان زیاته کړې چې په نړیوالو ناستو کې يواځې د دوی حکومت کولای شي د افغانستان او افغانانو استازیتوب وکړي.

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر

د ازبکستان صدراعظم د شنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او د طالبانو د حکومت له بېلابیلو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د ارګ په خبرپاڼه کې د دغه سفر موخه "د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او کابل کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون پرانیستل" ښودل شوي دي.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان بیا په نړیوالو ناستو کې د طالبانو حکومت د استازو د ګډون په اړه بېلابېل نظرونه لري.

یو شمېر دوی وايي، که د طالبانو حکومت د ټولشموله حکومت د رامنځته کولو او د نجونو د زده‌کړو په اړه د نړیوالو غوښتنې چې د افغانانو غوښتنې هم دي ومني، کېدای شي په نړیوالو سټېجونو کې ورته د ګډون زمینه برابره شي.

يو له دوی څخه شېردل پاڅون ازادي راډیو سره په خبرو کې د شانګهاي همکاریو سازمان وروستې غونډې ته چې د چنګاښ په ١٣مه او ١۴مه په قزاقستان کې ترسره شوې وه، په اشارې سره وویل چې په دې ډول نړیوالو ناستو کې د طالبانو حکومت ګډون اړین دی.

پاڅون وايي: د دې لپاره چې افغانستان دې کنفرانسونو ته نه غوښتل کېږي نو طبيعي ده هلته چې هره پرېکړه کېږي شاید سرپرست حکومت یې ورسره ونه مني.

پاڅون وايي: "که سرپرست حکومت هلته ګډون کړی و ښه به وای، ځکه طبعاً دا پوښتنې ټولې دوی ته متوجې دي، دا کنفرانسونه چې جوړېږي د بحث معيار افغانستان دی، د دې لپاره چې افغانستان دې کنفرانسونو ته نه غوښتل کېږي نو طبيعي ده هلته چې هره پرېکړه کېږي شاید سرپرست حکومت یې ورسره ونه مني."

د نړیوالو اړیکو بل کارپوه حقوق پوه سید خالد سادات بیا وايي، طالبان د دې سازمان په پشپړ غړیتوب سره غواړي د رسمیت پېژندلو بحث مطرح کړي، خو په خبره یې دا چې طالبان حقوقي شخصیت نه‌لري نو د یوه دولت په توګه ورسره تعامل نه شي کېدای.

د نړیوالو اړیکو بل کارپوه حقوق پوه سید خالد سادات

سادات وویل: "زه فکر کوم طالبان تر اوسه د نړیوال حقوقي شخصیت درلودونکي نه دي، دوی تر اوسه د یوه دولت په توګه هغه حقوقي مسوولیتونه او تکلیفونه او وجایب چې باید دولت یې اجرا کړي، صلاحیت یې نه‌لري. د طالبانو مشران، والیان او نور جګپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په تور لېست کې دي."

د یادونې ده چې د شانګهای د سازمان ډېری غړي هېوادونه په افغانستان کې د داعش، القاعده او یو شمېر نورو ترهګریزو ډلو فعالیتونو ته اندېښمن دي او ځینې غړي هېوادونه یې تور پورې کوي چې له افغانستانه دوی ته تاریاک او هیرویین قاچاقېږي.

دا سازمان یو سیاسي، اقتصادي، دفاعي او امنیتي سازمان دی چې د ۲۰۰۱م کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای کې تاسیس شو، په پیل کې یې چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان غړي وو، اوس دا سازمان نهه غړي لري چې هند، ایران او پاکستان یې هم غړیتوب ترلاسه کړی او د دوی ترڅنګ افغانستان، بیلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.

خو پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د دې سازمان په غونډو کې د افغانستان څوکۍ خالي وي او په ناستو کې د ګډون حق نه دی ورکړل شوی.