په غزه کې د اوربند په هدف خبرې پرون پهدې هیله پای ته ورسېدې چې لړۍ به یې د دوشنبې په ورځ بیا پیلېږی.
په غزه کې د اوربند په هدف خبرې پرون (د زمري ۲۶مه) وځنډېدې خو ښکېلو خواوو موافقه وکړه چې، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو لړۍ به د دوشنبې په ورځ بیاپیلوي.
د دې خبرو هدف دا دی چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ اوربند وشي او اسراییلي برمته خوشې شي.
د دې خبرو هدف دا دی چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ اوربند وشي او اسراییلي برمته خوشې شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن چې هېواد یې له اروپايي ټولنې سره په ګډه حماس یوه تروریستي ډله بولي، ویلي دي چې د سولې یوه موافقه ډېره ډېره نژدې شوې ده.
متحدهایالتونو، قطر او مصر چې د روانو خبرو منځګړتوب کوي پرون په یوه ګډ بیان کې وویل، واشنګټن یوه نوې طرح وړاندې کړې چې اساس یې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې مطرح شوي مسایل دي او د ښکېلو خواو ترمنځ اختلاف پهداسې یوې طریقې سره کموي چې ښايي نتیجه یې د یوې موافقې تطبیق وي.
بیان زیاتوي، اوس داسې یوې موافقې ته د رسېدو لاره اواره شوې ده چې نتیجه به یې د خلکو د ژوند ژغورنه، د غزې خلکو ته د بشري مرستو رسول او په سیمه کې د کړکېچ کمول وي.
په ګډ بیان کې دا یادونه هم شوې ده چې منځګړي به په راروانو ورځو کې پر دې طرحې کار ته دوام ورکړي.

غزه کې اسراييلي ځواکونه
یوه اسراییلي چارواکي ویلي دي چې، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو به د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکین سره وګوري او پهدې اړه به خبرې ورسره وکړي.
په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د خبرو وروستی پړاو د پنجشنبې په ورځ پیل شو او پرون ناوخته پای ته ورسېد.
پهدې خبرو کې حماس ډله په مستقیم ډول نه وه حاضره خو استازي یې د خبرو د پرمختګ له جریانه شېبه په شېبه خبرېدل.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي عزت الرِشق Izzat al-Rishq رویټرز آژانس ته وویل چې اسراییلو د تېرو خبرو پر موافقو عمل نهدی کړی.
د رویټرز د راپور لهمخې د دې خبرو پرمهال په متنازع بحثونو کې د اسراییلو دا ټینګار چې وايي، سوله یوازې هغه مهال ممکنه ده چې حماس ډله لهمنځه ولاړه شي او د حماس دا خبره چې دوی موقتي اوربند نه بلکې یوازې دایمي اوربند مني، شامل وو.
په دې اړه نور: غزه کې روغتيا وزارت: تر اوسه د حماس او اسراييل ترمنځ جګړه کې تر ۴۰زره ډېر کسان وژل شويد احتمالي موافقې د دوام موده، د اسراییل په زندانو کې د فلسطیني بندیانو او همداراز د اسراییلي برمتهو شمېر او هویت چې باید دواړه لوري یې خوشې کړي، د غزې او مصر ترمنځ د سرحدي سیمې کنټرول او په غزه کې دننه د فلسطیني وګړو آزاد تګ راتګ د خبرو د دې پړاو نور لانجمن مسایل وو.
د غزې جګړه تېرکال د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، نژدې ۱۲ سوه کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه نور یې برمته کړل.
اسراییلو په ځواب کې د غزې پر تړانګه هوايي او ځمکني پوځي عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې تردې دمه له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییل وايي چې د حماس ډلې ۱۷ زره وسلهوال یې وژلي دي.