د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: طالبانو تېرو درې کلونو کې د ميليونونه نجونو او ښځو هيلې مړاوې کړي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، د طالبانو رژیم په تېرو درېیو کلونو کې هره ورځ د ښه ژوند او نورې ازادۍ لپاره د ملیونونو ښځو او نجونو هیلې مړاوې کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو د درېیو کلونو پوره کېدو په مناسبت، یوه جګپوړې جرمنۍ ډیپلوماته وايي چې، طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو په پراخه پیمانه سرغړونې کړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک پرون پنج‌شنبه په یوه بیان کې وویل: "طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې هره ورځ د ملیونونو افغان ښځو او نجونو د ښه ژوند او پراخې ازادۍ هیلې له‌منځه وړي دي."

"طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې هره ورځ د ملیونونو افغان ښځو او نجونو د ښه ژوند او پراخې ازادۍ هیلې له‌منځه وړي دي."
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

هغې له افغانانو سره د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې تل د ښځو، نجونو او ټولو هغو کسانو تر څنګ ولاړه ده چې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي.

اغلې بایربوک زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې له خلکو سره د بېړنیو بشري مرستو له لارې د خوراکي توکو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې مرسته کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي تر ۳۴۰۰۰ ډېر کسان چې د طالبانو له‌خوا ځورول شوي وو، د کډوالو د منلو د بېلابېلو پروګرامونو له‌مخې جرمني ته راغلي او خوندي شوي دي.

په بیان کې ویل شوي، تېر کال د جرمني په ګډون اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي په غبرګون کې د دې ډلې پر مهمو چارواکو بندیزونه ولګول.

ارشيف

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې دا هم ویلي، چې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې به له خپلو نړیوالو همکارانو سره یوځای د عدالت غوښتنې هڅو ته دوام ورکړي.

دغې جګپوړې جرمنۍ ډيپلوماتې دا هم وويل، چې د نړۍ نږدې ټول هېوادونه پر دې موافق دي، چې طالبان به تر هغو د نړيوالې ټولنې له‌خوا ونه منل شي، تر هغو چې دوى د افغانستان نړيوال تعهدات نه وي منلي.

پرون پنج‌شنبه د اګست ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو درې کاله پوره شول، خو تر اوسه هيڅ هېواد د دغې ډلې سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

په همدې حال کې د بشري حقونو لپاره اتحاد چې د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان هم په‌کې شامل دي، د پنج‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو دغه راز د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو د خرابېدو په وړاندې نړیوال غبرګون ډېر اغېزناک نه و.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار بنسټ پرون پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د سپېس بحث جوړ کړی و.

ريچارد بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ په‌دې بحث کې یو له ګډونوالو و.

نوموړي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو یادونه وکړه.

"طالبان له تاوتریخوالي ډکو اقداماتو په ګډون په زیاتېدونکې توګه فرمانونه او پالیسۍ پلي کوي
ريچارد بېنيټ

هغه وويل: "طالبان له تاوتریخوالي ډکو اقداماتو په ګډون په زیاتېدونکې توګه فرمانونه او پالیسۍ پلي کوي، د طالبانو دغه کړنې سږ کال د ښځو د اعتراضونو د ځپلو او د حجاب د نه اغوستلو په تور د ښځو د نیولو او د جسمي مجازاتو په ترڅ کې څرګندې شوې دي."

طالبانو تر دې وړاندې د دې ډلې له‌خوا له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هرچا حقونه تضمین شوي دي.

بل‌خوا د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوه غیردولتي بنسټ پرون پنج‌شنبه په یوه راپور کې وویل چې، د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې یې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۹۲۷۴ پېښې ثبتې او مستندې کړې دي.

دغه بنسټ ویلي، په دغو قضیو کې خپل‌سرې او غیرقانوني نیونې، هغه شکنجه چې د خلکو د وژنې لامل کېږي او د جبري تري تم کېدلو موارد شامل دي.