د کابل لوېدیځ کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل د لوېدیځ دشت برچي د تېلو ټانک په سیمه کې نن یکشنبه د اسد ۲۱مه د سپرلیو په یوه موټر چاودنه شوې ده.
د طالبانو حکومت ویلي، په پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.
خو د سیمې خلکو ادعا کړې چې د مرګژوبلې شمېره ډېره ده.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.